• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډیلي ته تللی

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال تېره اونۍ د روغتیا او درمل جوړونې په نندارتون کې د ګډون په موخه هند ته سفر کړی دی. هندي رسنیو راپور ورکړی، چې دا سفر د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د احتمالي سفر څخه مخکې ترسره شوی دی.

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دا سفر هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له احتمالي سفر څخه وړاندې شوی دی؛ هغه سفر چې ښايي د هند او طالبانو د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

راپور زیاتوي، چې نوی ډیلي هڅه کوي د متقي د احتمالي سفر د اسانتیا لپاره د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره خبرې وکړي څو پر هغه د سفر بندیز لرې کړي، خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې نشته او هند ته د نوموړي سفر د امنیت شورا له اجازې پرته تر سره شوی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او سفیر سهیل شاهین ټایمز اف انډیا ته ویلي:«اړینه ده چې دواړه هېوادونه خپلې اړیکې لوړې او پیاوړې کړي. د دی لپاره د لوړې کچې سفرونه، په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزیرانو سفرونه مهم دي. دا به د همکارۍ د بېلابېلو برخو په اړه د بحث زمینه برابره کړي، په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سواګرۍ برخه کي.»

په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوې، هند هڅه کوي خپلې اړیکې له طالبانو سره پراخې کړي.

پاکستان، هند او طالبان دواړه تورن کړي دي، چې د پاکستان د امنیت ګډوډیدو لپاره د بلوڅ بیلتون غوښتونکو غورځنګ او د تحریک طالبان پاکستان وسله‌والو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو یو هندی ډېپلوماټ له افغانستان څخه اېستلی دی. پر یاد ډېپلوماټ د طالبانو له مخالفو کسانو سره د لېدنو تور و، خو د طالبانو ویاند ویلي، چې د یاد ډېپلوماټ دنده په افغانستان کې پای ته رسیدلي وه.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

ځايي سرچینې وایي نن د طالبانو امربالمعروف ریاست له روغتیاپالانو دیني ازموینه اخلي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۱۸ GMT+۱

په ننګرهار کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست نن له روغتیاپالانو دیني ازموینه اخلي. په دې ازمونه کې د خصوصي موسسو روغتیاپالان هم کډون لري.

په ننګرهار کې ځینو روغتیاپالانو او ډاکترانو نن شنبه د (وږي ۲۲مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دې ازموینه کې ۱۵۰ پوښتنې له مخکې څخه ورکړل شوي دي او د طالبانو امربالمعروف ریاست ورته ویلي چې په ازموینه کې به له دې څخه پوښتنې راځي.

ددې پوښتونو یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې ده، دې کې یو پوښتنه دا ده، چې په اسلام کې د نکاح مهر څومره دی او په ځواب کې لیکل شوي، چې لس زره کلدارې.

100%

طالبانو د امربالمعروف ریاست نه یوازې په ننګرهار کې له روغتیاپلانو دیني ازموینه اخلي بلکې له دې وړاندې هم د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یو شمیر نارینه روغتیاپالانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و،چې طالبانو د نارینه نرسانو د ګومارنې په موخه ازموینه اخیستې ده خو په دې ازموینه کې یوه پوښتنه د دیني مسایلو وه، چې پکې راغلي و: « د غسل فرضونه څو دي؟»

د طالبانو امربالمعروف د ازموینې په لیکل شوي متن کې زیاتې تېروتنې هم موجودې دي.

طالبان وايي په تېره یوه میاشت کې یې نږدې ۱۴۵ مېلیونه ډالره صادرات درلودل

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي چې د تېرې زمري میاشتې د صادراتو ارزښت ۱۴۴.۹ مېلیونه او وارداتو ارزښت بیا یو مېلیارډ او ۱۹۵.۶ ډالرو ته رسېدلی دی.

په اعلامیه کې د دې نمونه يي سروې د میتودولوژۍ په اړه ويل شوي چې د روان کال د زمري د میاشتې د صادراتو او وارداتو شمېرې یې راغونډې کړې او تحلیل کړې دي.

حال دا چې د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د افغانستان صادرات ۱۰۴ میلیونه ډالره وو. دا نوي شمېرې ښيي چې صادرات ۴۰.۹ میلیونه ډېر شوي دي. د اعلامیې له مخې واردات یو میلیارډ او ۱۹۱. ۱ ډالرو پورته شوي دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د زمري په میاشت کې ترټولو ډېر سوداګریز توکي پاکستان، هند او عربو متحده اماراتو ته صادر شوي او ترټولو ډېر توکي له ایران، چین او پاکستان څخه راوارد شوي دي.

د افغان کډوالو اېستلو لړۍ؛ تېره ورځ له پاکستان او ایران نه تر زرو ډېرې کورنۍ اېستل شوې

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه یو زرو او ۱۰۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. له دې ‌ډلې ۷۳۷ کورنۍ د تورخم او سپین بولدک له لارې او ۳۶۵ بیا د اسلام‌کلا او ورېښمو پر پله افغانستان ته دننه شوې دي.

طالبانو همدا راز څه باندې یو زرو او ۵۰۰ کورنیو ته د ټرانسپورټي اسانتیاوو د برابرېدو خبره هم کړې. له پاکستان او ایران نه د روان زېږدیز کال د پیل راهیسې د افغانانو د اېستلو پراخ بهیر روان دی. له پاکستان نه په تېرو ۹ میاشتو کې تر ۵۰۰ زرو ډېر او له ایران نه بیا نږدې ۲ مېلیونه افغانان اېستل شوي دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې بشري ناورین، فقر، لوږه او ناسم اقتصادي وضعیت حاکم دی. د بشري حقونو سازمانونو اندېښنه ښودلې چې د دغه کډوالو په ستنیدو سره افغانستان کې دا بشري بحران لا پسې پراخ شوی او د بې‌روزکارۍ تر څنګ د لوږې کچه هم لوړه شوې ده. طالبان که څه هم دغو تازه ستانه‌شویو ته د خدمتونو او اسانتیاوو د برابرېدو خبره کو، خو ملګرو ملتونو په وار-وار ویلي چې دغه ستانه شوي افغانان ان له لومړنیو اړتیاوو څخه هم بې برخې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرس له مرستندویه سازمانونو او هېوادونو نه غوښتي چې له دغو تازه ستانه‌شویو سره پراخې بشري مرستې وکړي. یاد سازمان اندېښنه ښودلې که په بېړنۍ توګه دې ستنېدونکو ته مرستې ونه رسېږي، نو روان ناورین به لا ډېر شي.

افغانستان کې د یادې نړۍوالې ادارې استازي عرفات جمال تازه له پاکستانه نه غوښتنه کړې چې د افغانانو د اېستل کېدو لړۍ دې ودروي. هغه اندېښنه څرګنده کړې چې افغانستان ته په ستنیدو سره د ځینو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کېږي.

طالبان وايي په افغانستان کې هرکال تر ۲ زره مټریک ټنه ډېر شات تولیدېږي

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي، اوس مهال په افغانستان کې د شاتو مچیو ۳ زره او ۲۰۰ فارمونه فعال دي چې هر کال ۲ زره او ۲۰۰ مټریک ټنه شات تولیدوي. نوموړي وزارت ویلي چې د دغه سکټور لا پراختیا لپاره هڅې روانې دي.

د شاتو مچیو یو شمېر پالونکي او کاروباریان باور لري چې د کېفیت له پلوه د افغانستان شات ځانګړي دي او باید د دغه سکټور د لا ودې لپاره کار وشي. د طالبانو د معلوماتو له مخې، تر ۳ زرو ډېر کسان د شاتو مچیو پر پالنه بوخت دي.

په افغانستان کې د شین شوبي تر څنګ د بېلابېلو بوټو شات تولیدېږي او کاروباریان هیله‌من دي د بیرې شاتو د ډېر تولید لپاره باید باغونه جوړ شي.

د شاتو مچیو پالنې ډېری فارمونه د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول ننګرهار او کونړ کې دي. همدا راز یادو ولایتونو کې د شاتو د پروسېس کارخونې هم شته چې څو څو ځله یې له نړۍوالو بازارونو سره د نښلېدو غوښتنې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) هم په افغانستان کې د شاتو مچیو د پالنې او کاروبارونو د پراختیا په برخه کې د ملاتړ ګڼې پروژې ترسره کړي. دغه سازمان هیله‌مندي ښودلې چې راتلونکو کلونو کې به دا صنعت لا پراخ او پیاوړی شي.

په ویانا کې د فارسي ژبې څلورم ګډ کلتوري جشن ونمانځل شو

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۱ GMT+۱

د اتريش په وېنا ښار کې د فارسي ژبې او کلتور د درناوي څلورم ګډ جشن د ګڼ شمېر ډېپلوماټانو، فرهنګي څېرو او د نړۍوالو بنسټونو د استازو په ګډون ونماځل شو. دغه پروګرام د افغانستان، ايران او تاجکستان د سفارتونو او سياسي استازولیو په کوربه‌توب او د «سوسايټي مګزين» په همکارۍ جوړ شو.

دا کلتوري جشن د درېیو فارسي ژبو هېوادونو د تاريخي، ادبي او هنري ميراث د درناوي لپاره یو مهم او ښه فرصت بلل شوی دی. په دې مراسمو کې د نورو افغانانو ترڅنګ د افغانستان جمهوري نظام سفیرې او دایمې استازې منیژې باختري هم ګډون کړی و. هغې د خپلې وینا پر مهال وویل: «نن شپه يوازې د يوې ژبې جشن نه دی، بلکې د يو تمدن درناوی دی. فارسي ژبه يوازې د خبرو وسيله نه ده، بلکې د فلسفې، معنويت او هنر يو ستره خزانه هم ده».

منیژې باختري زیاته کړې: «دا ژبه داسې پُل دی چې د سرحدونو او نسلونو هاخوا یې ځان رسولی او بېلابېل ولسونه يې په ګډې فرهنګي نړۍ کې سره تړلي دي. له فردوسي د شاهنامې نه چې زموږ تاريخي حافظه يې ژوندي ساتلې، تر د مولانا جلال‌الدين بلخي د عرفاني شعرونو پورې چې له زمان او مکان هاخوا ارزښت لري». نوموړې، د فارسي ادب د بشريت له تر ټولو غني فکري او هنري ميراثونو څخه یاد کړی دی.

په دغه پروګرام کې د افغانستان، تاجکستان او ايران هنري ډلو د اصيلو او دوديزو موسيقيو غږونه هم د خلکو تر غوږونو ورسول او کلتوري‌ نندارتون یې هم یوه برخه وه. په دې دواړو پروګرامو کې د فارسي ژبې ویونکو هېوادونو ګډ فرهنګي او کلتوري ارزښتونه وړاندې شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه پروګرام یو شمېر بهرني ګډونوال هم د پاړسي ژبې ویونکو د ګډو کلتوري، هنري او تمدني ځانګړتیاوو څخه خبر شول. د جشن وروستۍ برخه د درې واړو هېوادونو د دوديزو خوړو په مېلمستيا پای ته رسېدلې ده. تر دې وړاندې هم دا ډول پروګرامونه شوي چې څه موده وړاندې کاناډا هم د ورته پروګرام کوربه و.