• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې نن ماښام په اسیام جام سیالیو کې له یو بل سره مخ کېږي

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۷ GMT+۱

د هند او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې نن (یک‌شنبه، وږي ۲۳مه) ماښام مهال د اسیام جام سیالیو په لړ کې له یو بل سره مخ کېږي. دغه په زړه پورې سیالۍ به په دوبی کې وشي چې د کرېکټ لوبې مېلیونونه مینه‌وال ورته په تمه دي.

د هند او پاکستان ترمنځ ترینګلو اړیکو د دغه دواړو هېوادونو ترمنځ په کېدونکو لوبو هم سیوری غوړولی دی. دواړه لوبډلې هڅه کوي لوبه په خپل نوم کړي چې مېلیونونه مینه‌وال خوشحاله او لږ تر لږه د لوبو په ډګر کې یو بل ته ماتې ورکړي.

دواړو پاکستان او هند د اسیا جام شل اوریزو سیالیو لپاره ځوانې او پیاوړې لوبډلې غوره کړي دي.

د پاکستان او هند سربېره افغان لوبډله هم د اسیا جام په سیالیو کې یو له هغو لوبډلو ګڼل کېږي چې د کرېکڼ مینوال ترې د ښو لوبو تمه کوي. درې واړو افغانستان، هند او پاکستان د اسیا جام په شل اوریزو سیالیو کې خپلې لومړنۍ لوبې په لوی توپیر له خپلو سیالو لوبډلو ګټلي دي.

د یادو سیالیو په «الف» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان لوبډلې شاملې دي او په «ب» ګروپ کې د افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او هانګ‌کانګ لوبډلې سره لوبېږي.

افغانستان به په دغو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د سپټمبر پر ۱۶مه له بنګله‌دېش سره او درېیمه لوبه به د همدې میاشتې پر ۱۸مه د سریلانکا له لوبډلې سره ترسره کړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

کوروش رجبي د خپل پاکستاني سیال په ماتولو سره د «ای ایف ټي» سازمان د اتلولۍ کمربند وګاټه

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۹ GMT+۱

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي «کوروش رجبي» نن شپه (شنبه د وږي ۲۲مه) د پاکستان په لاهور ښار کې خپل پاکستاني سیال «بلال حسین» ته ماتې ورکړه او ورسره یې د «ای ایف ټي» سازمان کمربند وګاټه.

دغه سیالۍ نن شپه د لاهور په یوه لوبغالي کې پیل شوه او بالاخره له درېیو ۵ دقیقه يي پړاونو وروسته «کوروش رجبي» د لوبڅارانو په رایو او امتیازونو سره د سیالۍ ګټونکی شو.

د کوروش رجبي او بلال حسین سیالۍ د «ای ایف ټي»د نهم پړاو سیالیو مرکزي سیالي وه. په دغو سیالیو کې لسو نورو افغان لوبغاړو هم ګډون درلود.

د افغانستان د ازادو مبارزاتو لوبغاړو د کوروش رجبي له کمر بند سربېره په ټيمي توګه هم پاکستان په ګونډو کړ.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ځینو نورو لوبو تر څنګ د ازادو مبارزاتو سیالۍ هم منع شوې دي.

په هلمند کې د فوټبال سیالۍ وشوې

۲۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۷ GMT+۱

د هلمند لپاره د طالبانو د سپورټ د برخې ځايي مسولانو ویلي چې په دغه ولایت کې د فوټبال سیالۍ شوې دي. د فوټبال دا سیالۍ د هلمند ولایت د ۱۲ لوبډلو ترمنځ شوې دي.

مسولانو په وینا، یادې سیالۍ چې له څه مودې راهیسې په دغه ولایت کې روانې وې د ګرشک ب منتخبې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په پایلوبه کې د ګرشک الف او ګرشک ب لوبډلې سره مخامخ شوې چې ګرشګ ب لوبډلې د یوه ګول په وهلو سره بریا خپله کړه.

ځايي طالب مسوولان وايي چې د فوټبال سیالۍ په دغه ولایت کې د ځوانانو د هڅونو او د نویو اسعتدادونو د موندنې په موخه شوې دي.

فوټبال د افغانستان په لوېدیځ په ځانګړي توګه هلمند ولایت کې ځانګړي مینه‌وال لري.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د اسیا جام سیالیو په لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۶ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې په خپله لومړۍ لوبه کې د سې شنبې په ماښام (د وږي ۱۸مه) هانګ کانک ته د ۹۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرېکټ بورډ په وینا، دغه سیالۍ نن ماښام د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په زاید کرېکټ لوبغالي کې د افغانستان په توپ وهنې سره پیل شوه او افغان اتلانو د ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۸ منډې جوړې او سیالې هانګ کانګ لوبډلې ته یې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکه، خو سیاله هانګ کانګ لوبډله د یاد هدف په ترلاسه کولو بریالۍ نشوه او افغان اتلانو دغه سیالۍ د ۹۴ منډو په توپیر وګټله.

د افغان لوبډلې په ګټه صدیق الله اتل ۷۳، عظمت الله عمرزي په ۲۱ توپونو چټکې ۵۳ او محمد نبي ۳۳ منډې جوړې کړې.

د یادونې وړ ده، چې افغان اتلان به د اسیا جام سیالیو په دویمه لوبه کې راتلونکې سې شنبه د بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې سره مخ شي.

د کرېکټ اسیا جام سیالۍ؛ دغه سیالۍ نن په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۳ GMT+۱

د کرېکټ د ۲۰۲۵کال اسیا جام سیالۍ نن سې‌شنبه (د وږي ۱۸مه) په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي. د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به نن په خپلې لومړۍ لوبه کې د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.

په دغه سیالیو کې به افغانستان دویمه لوبه (د سپټمبر په ۱۶مه) له بنګله‌دېش او د همدې میاشتې (په ۱۸مه نېټه) به درېیمه لوبه له سریلانکا سره وکړي.

د کرېکټ اسیا جام سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې تر ۲۸مې نیټې دوام کوي، چې اته لوبډلې په‌کې ګډون کوي. دغه لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي. په لومړي ګروپ کې هندوستان، پاکستان، عمان او متحده عربي امارات شامل دي او په دویم ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګله‌دېش او هانګ کانګ لوبډلې شاملې دي.

د هر ګروپ دوه غوره لوبډلې به نیمه پای‌لوبې ته لار ومومي. په اسیا جام کې به ټولټال ۱۹ لوبې وشي، چې ۱۱هغه به یې په دوبۍ او اته نورې به یې په ابوظبي کې ترسره شي.

د اسیا جام سیالیو لومړی پړاو په ۱۹۸۴ کال کې ترسره شو، چې یوازې درېیو هېوادونو هند، پاکستان او سریلانکا په‌کې ګډون کړی و.

د دغه جام سیالۍ له هرو دوو کالو وروسته په دواړو شل اوریزو او پنځوس اوریزو فارمټونو کې ترسره کېږي. په سږني اسیا جام سیالیو کې افغانستان هم یو له پیاوړو لوبډلو بلل کېږي، چې د کرېکټ د مبصرو په باور د مخ ته تګ امکان یې ډېر دی.

افغان کریکټ ملي لوبډله د پاکستان په کوربه توب په درې اړخیزه لوبه کې ګډون کوي

۱۶ وږی ۱۴۰۴ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۲ GMT+۱

افغان کریکټ بورډ وايي، د پاکستان په کوربه توب د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي. د اسلام اباد په کوربه توب دغه لوبلړۍ د پاکستان، افغانستان او سریلانکا ترمنځ کېږي او د نومبر میاشتې پر ۱۷مه د افغانستان او پاکستان په لوبې پیلیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ یاده درې اړخیزه لوبلړۍ د راتلونکي کال شل اوریز نړیوال جام لپاره د چمتووالي په هدف خورا مهمه بللې ده.

د کرېکټ بورډ اجرايوي رییس نصیب خان وايي:« دا د افغان کرېکټ لپاره یو ستر زېری دی چې یو په بل پسې له سترو لوبډلو سره سیالۍ ترسره کوي او دا سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې د راتلونکي کال د شل اوریز نړیوال جام لپاره هم د درې واړو هېوادونو لپاره یو بشپړ چمتووالی دی.»

پر همدغه مهال د پاکستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د دغه هېواد په کوربه توب د افغانستان او سریلانکا کرېکټ لوبډلو سره یې یادې درې اړخیزې سیالۍ د راتلونکي کال شل اوریز نړیوال جام لپاره د غوره چمتووالي په موخه چمتو کړې دي.

د مهال وېش له مخې د یادو سیالیو لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه به د نومبر میاشتې پر ۱۷مه د راولپنډۍ په کرېکت لوبغالي کې د افغانستان او پاکستان په لوبه پیل شي.

دوهمه لوبه به د نومبر په ۱۹مه نېټه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ، درېیمه لوبه د نومبر په ۲۲مه د پاکستان او سریلانکا ترمنځ، څلورمه لوبه د نومبر په ۲۳مه د افغانستان او پاکستان ترمنځ، پنځمه لوبه د نومبر په ۲۵مه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ او شپږمه لوبه د نومبر په ۲۷مه نېټه د پاکستان او سریلانکا ترمنځ ترسره کېږي.

د یادې درې اړخیزې سیالۍ پایلوبه به د دوو مخکښو لوبډلو ترمنځ د نومبر په ۲۹مه په لاهور کې ترسره شي.