• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا او چین د «ټیک ‌ټاک» د ملکیت پر سر نوې هوکړې ته رسېدلي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۱ GMT+۱

د امریکا او چین چارواکي وايي، دوی یوې چوکاټي هوکړې ته رسېدلي، چې له مخې به یې د ټیک‌ټاک ټولنیزه شبکه «د امریکا تر کنټرول لاندې مالکیت» ته ولېږدول شي. ټاکل شوې دغه هوکړه د جمعې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جین‌پینګ ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې تایید شي.

ټیک‌ ټاک له دې ګواښ سره مخامخ و، چې که چینایی شرکت بایټ ډانس د خپلې ونډې پلورلو ته غاړه کېنږدي د سپټمبر تر ۱۷مې وروسته به په امریکا کې وتړل شي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ ویلي چې ښايي د معاملې د بشپړېدو لپاره د ضرب‌الاجل نېټه وغځول شي.

هغه زیاته کړه: «موږ د معاملې سوداګریز جزییات نه بربنډوو، ځکه دا د دوو خصوصي لوریو ترمنځ تړون دی، خو دواړه لوري پر تجارتي شرایطو هوکړې ته رسېدلي دي.»

دغه خبرې اترې، چې په ماډریډ کې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په سانتا کروز ماڼۍ کې ترسره شوې، د څلورو میاشتو په ترڅ کې د امریکا-چین د سوداګریزو اختلافاتو او د ټیک‌ټاک د ملکیت پر سر خبرو، څلورمه ناسته وه.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ د دې هوکړې ستاینه وکړه او په خپله ټولنیزه رسنۍ «ټروت سوشیل» کې یې ولیکل:«په اروپا کې د امریکا او چین ترمنځ سترې سوداګریزې خبرې ډېرې ښې پرمخ تللې، ډېر ژر به پای ته ورسېږي. د یوې کمپنۍ په اړه هم معامله وشوه، چې زموږ د هېواد ځوانانو یې خوندي کېدل غوښتل، هغوی به ډېر خوشاله شي. زه به د جمعې په ورځ له ولسمشر شي سره خبرې وکړم، زموږ اړیکې لا هم ډېرې پیاوړې دي».

ځینې امریکایي چارواکو مخکې ویلي و، چې که چین د تعرفو په برخه کې له خپلو غوښتنو لاس وانخلي او د ټکنالوژۍ محدودیتونو ته غاړه کېنږدي، نو واشنګټن به د ټیک‌ ټاک د بندولو ګواښ عملي کړي.

بیجینګ بیا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکایي ټیکنالوژۍ د لوی شرکت انوېډیا پر ضد یې د انحصار ضد هڅو لومړنۍ څېړنه پیل کړې.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

د ملګر ملتونو جګپوړې کارپوهه: اسراییل هڅه کوي غزه د ژوندکولو ځای ونه اوسي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۵ GMT+۱

د فلسطینیانو د حقونو لپاره د ملګرو ملتونو لوړپوړې کارپوهې فرانسسکا البانیز ویلي چې اسراییل پر غزې د بریدونو له لارې هڅه کوي دغه ښار له ژونده وباسي. البانیز په جینوا کې یوې خبري ناستې ته وویل چې اسراییل هڅه کوي فلسطینیان په زور ولېږدوي.

البانیز په جینوا کې یوې خبري ناستې ته وویل: «اسراییل هڅه کوي فلسطینیان په زور انتقال کړي. ولې؟ ځکه دا د غزې وروستۍ برخه ده چې له قومي تصفیې وړاندې باید د اوسېدو لپاره نامناسبه شي».

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل دایمي ماموریت د البانیز څرګندونې رد کړې.

البانیز، چې د ایټالیا حقوقپوهه ده، د نیول شویو فلسطیني سیمو د بشري حقونو لپاره ځانګړې راپور ورکوونکې ده.

روبیو له قطر وغوښتل چې د غزې په بحران کې مرسته روانه وساتي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۵ GMT+۱

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ په بیت المقدس کې پر قطر غږ وکړ چې د غزې د جګړې په اواري کې خپله رغنده ونډه روانه وساتي. د هغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د عربي هېوادونو مشران په دوحه کې د اسراییل د بریدونو پر وړاندې راټول شوي دي.

قطر، چې د امریکا نږدې متحد دی او د اسراییل او حماس ترمنځ د منځګړیتوب هڅې یې هم کړي، تېره اونۍ د هغه برید له امله سخت غوسه دی، چې په پلازمېنه دوحه کې د حماس پر مشرانو وشو.

روبیو د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، قطر کولی شي د ۴۸ اسیرانو په خوشې کولو، د حماس په بې‌وسلې کولو او د غزې د خلکو د لا ښه راتلونکي په جوړولو کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: «موږ به قطر دې ته هڅوو چې په رغنده ډول خپله ونډه روانه وساتي.»

نتنیاهو بیا څرګنده کړه، چې د دوحې برید له پراخې نړیوالې غندنې سره سره، دی د حماس پر مشرانو د نورو بریدونو احتمال نه ردوي.

بریتانیا او امریکا د ټکنالوژۍ او انرژۍ ستر تړونونه لاسلیکوي

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۱

د امریکا او بریتانیا حکومتونه به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رسمي سفر پر مهال د ټکنالوژۍ او ملکي اټومي انرژۍ په اړه مهم تړونونه اعلان کړي. په همدې حال کې لندن هڅه کوي له واشنګټن سره د فولادو او المونیمو د تعرفو پر ټیټولو خبرې وروستۍ کړي.

ټرمپ او د هغه مېرمن میلانیا ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ د برېتانوي شاهي مراسمو په ځانګړو تشریفاتو کې ګډون وکړي، چې د بګۍ کاروان، دولتي مېلمستیا، د پوځي الوتکو الوتنې او د توپونو ډزې پکې شاملې دي.

د بریتانیا حکومت هیله لري چې د شاهي کورنۍ د تشریفاتي ډېپلوماسۍ له لارې د ټرمپ پام ځانته واړوي، څو د دواړو هېوادونو د دفاع، امنیت او انرژۍ اړیکې لا پیاوړې شي.

لومړی وزیر کېیر سټارمر به د پنجشنبې په ورځ ټرمپ د چیکرز استوګنځي ته وبولي، څو د اوکراین په څېر نړیوالو مسایلو او د فولادو او المونیمو پر تعرفو د خبرو ترڅنګ، د ټکنالوژۍ او انرژۍ تړونونه هم اعلان کړي.

د سټارمر د ویاند په وینا، دواړه هېوادونه به «د نړۍ مخکښ ټکنالوژيکي شراکت» لاسلیک کړي او په میلیاردونو ډالرو تړونونه به د کوچنیو اټومي پروژو د پراختیا لپاره وشي، چې ځینې یې د مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي مرکزونو برېښنا پوره کولو ته ځانګړي دي.

خپله سټارمر ویلي: «د بریتانیا او امریکا اړیکې د نړۍ تر ټولو پیاوړې اړیکې دي او دا اونۍ موږ په دې اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزو.»

سټارمر لومړنی نړیوال مشر و چې له ټرمپ سره یې د تعرفو د کمولو اقتصادي تړون لاسلیک کړ.

د موټرو پر تعرفو وروستۍ پرېکړه په جون کې شوې وه، خو د فولادو او المونیمو تړون لا بشپړ شوی نه دی.

په بلوچستان کې چاودنې ۵ پاکستاني پوځیان ووژل

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۱

د بلوچستان د کېچ ولسوالۍ د دشت او مند علاقداریو ترمنځ د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د سرک غاړې ماین چاودنه شوې ده. په دې چاودنه کې لږترلږه د پنځو پوځیانو د وژل کېدو خبر ور کړل شوی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دا پېښه نن سهار شوې ده.

له چاودنې وروسته د پاکستان امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې او چاڼیز عملیات یې پیل کړي دي.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم تر دې دمه د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر کوم غبرګون ښودلی دی.

د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچ د دوی ترمنځ د کرېکټ پر سیالیو هم سیوری غوړولی دی

۲۴ وږی ۱۴۰۴ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۲ GMT+۱

د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچ د دوی ترمنځ د کرېکټ پر سیالیو هم سیوری غوړولی دی. تېره شپه د هند او پاکستان لوبډلې د اسیا جام په شل اوریزه سیالیو کې له یو بل سره مخامخ شوې، چې هند په خورا اسانۍ پاکستاني لوبډله ماته کړه.

لوبه د پاکستان په توپ وهنې سره پیل شوه او په شلو اورونو کې د خپلو نهو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۲۷ منډې جوړې کړې او هند ته یې د ۱۲۸ منډو هدف ورکړ. هند بیا دغه هدف د درېیو وېکټو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۱۶م اور کې پوره کړ او ورسره یې د ۷ وېکټو په توپیر لوبه وګټله.

له لوبې ووروسته د معمول په څېر د دواړو لوبډلو لوبغاړو باید له یو بل سره ستړي مه شي کړې وه او لاسونه یې ورکړي وای؛ خو هندي لوبغاړو له دغه کار څخه ډډه وکړه.

پاکستاني لوبغاړي په تمه وو، چې هندي لوبغاړي به په دودیز ډول میدان ته ورځي او ورسره به په لاس روغبړ کوي او یو بل ته به د ښې لوبې خبرې کوي؛ خو هندي لوبغاړي خپلې خونې ته ننوتل او دروازه یې وتړله. د هندي لوبغاړو دغه اقدام په پاکستان کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

ځینو پاکستاني مبصرینو ویلي، چې لوبغاړي باید په سیاسي مسایلو کې ښکېل نه‌شي او سپورټ باید له سیاست څخه لرې وساتل شي.

خو د هند د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر سوریا کمار له لوبې وروسته په خبري غونډه کې ویلي، چې په ژوند کې ځینې مسایل تر ورزشي اخلاقو او روحیې پورته وي.

هغه ویلي:« ځینې مسایل په ژوند کې تر ورزشي روحیې پورته وي. موږ د پهلګام ترهګریز برید له ټولو قربانیانو کورنیو ترڅنګ ولاړ یو او ورسره خپله خواخوږي څرګندوو او خپله بریا هغو سرتېرو ته ډالۍ کوو، چې په وروستیو عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه.»

نوموړي همدا راز ویلي، دا چې تل هندي سرتېرو هڅه کړې له خپلو خلکو په مېړانې دفاع وکړي؛ نو دوی هم داسې فرصت له لاسه نه ورکوي او غواړي په دې ډول معنوي ډالیو هغوی ونازوي.

د هند او پاکستان ترمنځ د کرېکټ لوبې تل له جنجالونو او داسې کیسو سره ملې وي، چې تر ډېره یې خلک یادوي. که څه هم د هندي لوبغاړو بېګاني اقدام په پاکستان کې توند غبرګونونه راپارولي؛ خو په هند کې بیا ترې په پراخه کچه هرکلی شوی دی.

د کرېکټ د چارو پوه سمیع الله هلال بیا وايي، په اوس وخت کې د دې شونتیا شته چې سپورټ دې له سیاست څخه لرې وساتل شي. نوموړی وايي، اوس ټول هېوادونه غواړي چې په یوه ډول ملي ارزښتونه د سپورټ له لارې وپالي.

هغه وایي:« ماته جالبه وي، چې څوک وايي سپورټ دې له سیاست څخه لرې وساتل شي؛ ځکه په سیاست کې خو ټول مسایل راځي او نن سبا چې څومره سیاست په سپورټ کېږي، فکر نه کوم چې له کومې بلې لارې دې وشي.»

د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچ د دوی ترمنځ د کرېکټ سیالۍ تر ټولو ډېرې جنجالي کړې دي، چې بېګانۍ هغه یې ښه بېلګه کېدای شي.