برېټانیا او امریکا د ټرمپ د سفر پر مهال د اټومي برېښنا تړون لاسلېکوي

د برېټانیا حکومت ویلي، روانه اونۍ کې به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رسمي سفر پر مهال د اټومي برېښنا د پیاوړتیا لپاره ګډ تړون لاسلیک کړي چې د نوو برېښناکوټونو د جوړولو لپاره به پانګونه خوندي کړي. برېټانیا په وروستیو میاشتو کې د اټومي برېښنا د پراختیا لپاره ستر اقدامات کړي دي.