سوزان فرګوسن: طالبان باید د افغان مېرمنو پر کار محدودیتونه لرې کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې ځانګړې استازې سوزان فیرګوسن ټینګار کړی چې د طالبانو له لوري د افغان مېرمنو د کار پر وړاندې لګېدلي محدودیتونه باید لرې شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې ځانګړې استازې سوزان فیرګوسن ټینګار کړی چې د طالبانو له لوري د افغان مېرمنو د کار پر وړاندې لګېدلي محدودیتونه باید لرې شي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې د سوزان فرګوسن له قوله لیکلي:«د ملګرو ملتونو د ښځو اداره په کلکه غوښتنه کوي چې د افغان مېرمنو پر مخ د ملګرو ملتونو دفترونو ته د تګ راتګ بندیز پای ته ورسول شي.»
فرګوسن زیاته کړې: «موږ د خپلو همکارانو او ټولو هغو مېرمنو ترڅنګ ولاړ یو چې هره ورځ د خپل ولس لپاره د خدمت پر مهال خپل ځان له خطر سره مخامخ کوي، موږ د دوی مسلکیتوب، ژمنتیا او زړورتیا ستایو.»
د نوموړې په وینا، دا جدي خنډ په داسې حال کې رامنځته شوی چې افغان مېرمنې د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو سیمو مېرمنو او نجونو ته او همدارنګه هغو کورنیو ته چې له ایران او پاکستانه بېرته ستنېږي، عاجله بشري مرسته او اساسي خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړې په ټينګار سره ویلي: «مېرمنو ته باید مرستې د مېرمنو له لوري ورسول شي.»
د ملګرو ملتونو د ښځو استازې وویل: «افغان مېرمنې د ملګرو ملتونو د کار نهجلا کېدونکې برخه دي، د هغوی پر کار او ټولنیز ګډون نوی بندیز د مېرمنو او د افغانستان د بیا رغونې لپاره لوی شاتګ دی.»
فرګوسن ټینګار کړی چې په دې مهم وخت کې باید افغان مېرمنې وکولای شي د ملګرو ملتونو له لارې خپل کار پرته له کوم محدودیت څخه پرمخ یوسي.