بګرام ته په اشارې؛ فضلي وایي، پر بهرنیانو هر ډول تکیه د «شرم وړ» ده

د مخکېني‌ جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي د بګرام په تړاو د ټرمپ تازه څرګندونو ته په اشارې سره وایي، چې پر بهرنیانو هر ډول تکیه «مردوده او د شرم وړ» ده. هغه لیکلي: «کله چې پټه اتکا ناڅاپه رسوا شي؛ نو د متکي د شګو بند د شرم سېلاب د مخنېوي توان نه‌لري.»