• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره ورځ له ۸ زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۶ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون اعلان کړی، چې یوازې پرون پنجشنبه د (وږي ۲۷مه) له بېلابېلو لارو څخه تر ۸ زرو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د ورځني راپور په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان ته ستانه شوي کډوال د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، انګورو اډې، بهرامچې او اسلام‌کلا له لارو ستانه شوي دي.

نوموړي نن جمعه د (وږي ۲۸مه ) پر اېکس پاڼه لیکلي، له ډېرو ستنو شویو کډوالو سره د لومړنیو توکو سربېره د سیم کارټونو مرستې هم شوې دي. دغه طالب ویاند همدا راز ویلي، چې ستانه شوي ټول کډوال په وړیا ډول خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون په ورځني راپور کې همدا شان راغلي، چې له ستانه شویو کډوالو سره څه باندې دوه مېلیونه افغانۍ نغدي مرستې هم شوې دي.

په ورته وخت کې د خېبر پښتونخوا ایالتي حکومت خبر ورکړی، چې د پنج‌شنبې په ورځ‌ د (وږي ۲۷مه) له پاکستان نه ۴۱۰۸ افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. په دې ډله کې ۲۷۹۸ د «پي او ار» کارت لرونکي، ۳۶۸ د «اې سي سي» او پاتې نور بې‌اسناده کډوال وو.

دوه ورځې وړاندې په بلوجستان کې هم ځايي چارواکو ویلي و، چې د روانې سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده. د بلوجستان د ځايي چارواکو په خبره؛ د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نیټې راهیسې تراوسه څه باندې ۳۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغانستان له ګاونډیو او په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ روانه ده. که څه هم وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ډله‌ییزه توګه د افغان کډوالو ستنول ظلم او زیاتی بللی و؛ خو د پاکستان او ایران حکومتونو ویلي، چې له خپلې خاورې د هغو افغانانو اېستلو ته ژمن دي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان او ازبکستان د افغان ټرانس رېل پټلۍ پروژې پر پلي کولو ټینګار کړی

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۳ GMT+۱
 پاکستان او ازبکستان د افغان ټرانس رېل پټلۍ پروژې پر پلي کولو ټینګار کړی
100%

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار هارون اختر ازبکستان ته د خپل سفر پرمهال له ازبک چارواکو سره په کتنه کې پر خپل وخت د افغان ټرانس رېل پټلۍ پروژې پر پلي کولو ټینګار کړی دی.

د راپورونو پربنسټ؛ هارون اختر د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عریپوف سره په کتنه کې ویلي، چې د افغان ټرانس رېل پټلۍ پروژې پلي کول د پاکستان او ازبکستان پر اقتصادي ودې مثبت اغېز کوي.

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د ټرانس رېل پټلۍ پروژې د امکان سنجۍ تړون د روان ۲۰۲۵کال په جولای میاشت کې لاسلیک شو. د راپورونو پربنسټ؛ د دغه پروژې له مخې به له ازبکستان څخه افغانستان او بیا پاکستان ته څه باندې ۶سوه کلیومټره د رېل پټلۍ وغځول شي.

د یادې پروژې په پلي کېدو به افغانستان ته له ازبکستان نه د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد سربېره پاکستان ته د سوداګریزو توکو د لېږد له کبله د ټرانزیت عاید زمینه برابره شي.

که څه هم په دې اړه جزییات نه دي ورکړل شوي، چې یاده پروژه به کله او په څومره وخت کې عملي شي؛ خو وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي و، چې دغه پروژه د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې مهم ګام دی.

ملګري ملتونه: پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو بندیزونو کډوالې مېرمنې له ستونزو سره مخ کړې دي

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۷ GMT+۱
ملګري ملتونه: پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو بندیزونو کډوالې مېرمنې له ستونزو سره مخ کړې دي
100%

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوې خبرپاڼه کې اندېښنه ښوولې، چې طالبانو د بېرته راستنېدونکو مرکزونو اړوند ښځینه کارکوونکې له دندو منعه کړې او له دې سره دغه مرکزونه لا هم تړلي دي. خبرپاڼه کې راغلي، دغه اقدام تازه ستنېدونکې مېرمنې له ستونزو سره مخ کړې دي.

یونسیار وایي، د دوی ښځینه کارکوونکو د راستنېدونکو مېرمنو سره مرکې کولې، د هغوی ستونزې او اړتیاوې یې مشخص کولې او بیا یې ورته د خدمتونو برابریدو لارې چارې لټولې. د یاد سازمان په باور که دغه بندیز دوام وکړي؛ نو د ښځو لپاره به روان ناورین لا پراخ شي.

یونسیار دا خبره هم کړې، چې له طالبانو سره یې د دغه بندیز د مخنېوي او د دوی ښځینه کارکونکو ته بېرته د کاري اجازې ورکړې په تړاو خبرې اترې پیل کړې دي؛ خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې. دغه سازمان هیله څرګنده کړې، که د دوی ښځینه مامورانې بېرته دندو ته ستنې شي؛‌ نو اړمنې ښځې او ماشومان به له خدمتونو برخمن شي.

طالبانو له تېرو درېیو اونیو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو بندرونو کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ښځینه کارکونکې له دندو شړلې او ورته یې سپارښتنه کړې، چې نور باید دندو ته لاړې نه شي. طالبانو تر دې دمخه هم ورته اقدامات کړي‌ او ښځینه یې له دندو منعه کړې دي.

سره له دې چې اوس د‌ طالبانو تر واک لاندې ښځینه له محرم سره دندو ته ځي؛ خو په ډېرو نادولتي ادارو کې بیا طالبان لا دا هم نه مني. د بشري حقونو او ښځو د ملاتړ نړۍوال سازمانونه اندېښنه لري، چې د طالبانو دغو افراطي بندیزونو افغانستان کې مېرمنې ان له رواني ستونزو سره مخ کړې او اقتصادي وضعیت یې هم سخت خراب شوی دی.

د طالبانو سختدریځه مشر ملاهبت الله په تېرو څلورو کلونو کې یوازې د ښځو د ژوند محدودولو او پرې د بندیزونو لګولو اړوند له ۱۰۰ ډېر بندیزونه لګولي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

یونېسف وايي، د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره به خپلو غوښتنو او هڅو ته دوام ورکړي

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۶ GMT+۱
یونېسف وايي، د افغان نجونو د زده‌کړو لپاره به خپلو غوښتنو او هڅو ته دوام ورکړي
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي، چې په افغانستان کې به د نجونو د زده‌کړو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. د یونېسف اجرایوي مرستیال تد چایبان ویلي، چې افغان نجونې له دوی د زده‌کړو د دوام غوښتنه کوي او دوی به د زده‌کړو لپاره خپلو غوښتنو او هڅو ته دوام ورکړي.

نوموړي کندوز ولایت ته د سفر په لړ کې په سې درک سیمه کې د افغان نجونو له یوه لنډمهاله ښوونیز مرکز څخه د لیدنې پرمهال ویلي، چې « د دغه ښوونیز مرکز ټولو ګډونوالو موږ ته وویل، چې غواړي زده‌کړې وکړي. دوی غواړي چې ډاکټرانې، انجنیرانې او یاهم په نورو برخو کې زده‌کړې وکړي او خپلو هیلو ته ورسېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تازه یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي څه باندې دوه مېلیونه نجونې په افغانستان کې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا ځل واکمنېدو سره سم له شپږم ټولګي پورته پر افغان نجونو د ښوونځیو دروازې بندې کړې دي او په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې له پراخو غوښتنو سره، سره یې دغه بندیز ته دوام ورکړی دی.

امریکایي چارواکي: د باګرام بېرته نیول یوازې د پوځي یرغل په بڼه عملي کېدای شي

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۰ GMT+۱
امریکایي چارواکي: د باګرام بېرته نیول یوازې د پوځي یرغل په بڼه عملي کېدای شي
100%

ځینې اوسني او پخواني امریکایی چارواکي وايي، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه طرحه چې غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته امریکا په واک کې واخلي، یوازې د یوه نوي پوځي یرغل په بڼه عملي کېدای شي، چې له ګڼو ستونزو، درنو لګښتونو او ستراتیژیکو ګواښونو سره مل ده.

ټرمپ د بریتانیا له لومړي وزیر کیېر سټارمر سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي وو چې «موږ هڅه کوو بګرام بېرته ترلاسه کړو. طالبان له موږ غوښتنې لري، خو موږ هم دا اډه غواړو.» دې خبرو په امریکا کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

یوه امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې ښکاره شي، رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «د بګرام د بېرته نیولو لپاره باید لسګونه زره سرتېري، پرمختللي نظامي تجهیزات او پراخ لوژستیکي عملیات ځای پر ځای شي. د اډې د بیا جوړولو لګښت به په میلیاردونو ډالرو حساب شي، او د شاوخوا سیمې امنیت ساتل به تر ټولو ستره ننګونه وي».

د امریکا د دفاع وزارت یو پخواني چارواکي هم څرګنده کړې چې «په هغه سیمه کې ځانګړې پوځي ګټه نه شته، برعکس، ګواښونه یې له احتمالي ګټو ډېر دي».

سره له دې، ټرمپ ټینګار کوي چې بګرام د چین اټومي تاسیساتو ته د نږدېوالي له امله ستراتیژیک ارزښت لري، او دا اډه د امریکا لپاره د څارنې او د سیمې د کنټرول مهمه وسیله ده.

درې باوري سرچینو (سي این این) ته ویلي، چې له تېرو څو میاشتو راهیسي ډونالډ ټرمپ د امریکا د ملي امنیت چارواکو سره په پټه هڅه کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو څخه د بګرام هوايي اډې د ترلاسه کولو لپاره یوه لار پيدا کړي.

دغو سرچینو سي این این ته ویلي، چې د بګرام اډې د بیا نیولو خبرې شاوخوا د مارچ له میاشتې راهيسې روانې دي.

ټرمپ او د هغه د ملي امنیت لوړپوړي چارواکي باور لري، چې دغه اډه په افغانستان کې د ځمکنیو عناصرو او کانونو ته د لاس رسي، د داعش په نښه کولو، د ترهګرۍ په وړاندې د یو مرکز جوړولو، د یو ډيپلوماتیک مرکز د پرانیستلو او د چین د څارنې لپاره مهمه ده.

ټرمپ تل د پخواني ولسمشر جو بایډن پرېکړه غندلې چې ولې یې د ۲۰۲۱کال په اوړي کې له افغانستان څخهټول ځواکونه وایستل او بګرام یې پرېښود. خو شنونکي وایي، ټرمپ دا موضوع د بایډن پر حکومت د فشار لپاره په سیاسي وسله بدله کړې ده.

د یادونې ده چې په خپله ټرمپ په ۲۰۲۰کال کې له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړی و، چې د ټولو امریکايي ځواکونو وتل پکې شرط و.

طالبانو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټینګار کړی چې د بهرنیو ځواکونو هر ډول حضور په افغانستان کې د دوی لپاره د منلو وړنه دی، او دا دریځ یې په دوحه کې د مذاکراتو پر مهال هم په ښکاره ډول اعلان کړی و.

کارپوهان باور لري، که امریکا د بګرام د بېرته نیولو هڅه وکړي، نه یوازې د سیمې امنیت به له ګواښ سره مخ شي، بلکې د امریکا او طالبانو اړیکې به بیا یو ځل د تاوتریخوالي پر لور ولاړې شي. همدارنګه، د روسیې، ایران او چین په څېر هېوادونه به د هر ډول پوځي ګام پر وړاندې سخت عکس‌العمل وښيي، چې ښايي د یوې نوې نړیوالې کړکېچنۍ فضا لامل شي.

یوناما: د ختیځ افغانستان زلزله‌ ځپلي د پراخو اړتیاوو له کړکېچ سره مخ دي

۲۸ وږی ۱۴۰۴ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۷ GMT+۱
یوناما: د ختیځ افغانستان زلزله‌ ځپلي د پراخو اړتیاوو له کړکېچ سره مخ دي
100%

په افغانستان کې دملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) خبرداری ورکړی چې د ختیځو ولایاتو له وروستۍ زلزلې ژغورل شوي کسان لا هم له پراخو اړتیاوو سره مخامخ دي، او د ژمي په رارسېدو سره د هغوی حالت ښايي لا ډېر کړکېچن شي.

یوناما پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا،د کونړ ولایت د زلزله ځپلو کورنیو له لیدنې وروسته ویلي چې نړیواله ټولنه او مرستندویه بنسټونه باید بېړني ګامونه واخلي، څو د زلزلې له قربانیانو سره د اړتیا وړ مرسته وشي.

د هغې په وینا، د اغېزمنو شویو خلکو تر ټولو مهمې اړتیاوې اوس مهال د سرپناه، خوراکي توکو او روغتیایي خدمتونو برابرول دي.

اوتنبایوا زیاته کړه: «که د مرستو په رسولو کې ځنډ رامنځته شي، په راتلونکي ژمي کې به دا وضعیت له جدي پایلو سره مخامخ کړي».

100%

په ورته وخت کې، اوتنبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې هم وینا کړې او خبرداری یې ورکړی چې د بشري مرستو د بودیجې ۵۰سلنه کمښت او په مرستندویه ادارو کې د ښځو د کار پر وړاندې بندیز د مرستندویو عملیاتو بهیر په جدي توګه ګډوډ کړی دی.

کارپوهان باور لري چې که نړیواله ټولنه ژر ګام وانخلي، نو د ختیځو سیمو زلزله‌ ځپلي خلک به نه یوازې په ژمي کې له سختو ستونزو سره مخ شي، بلکې د لوږې، ناروغیو او بې‌سرپناه پاتې کېدو ګواښ به هم ورسره مل وي.