د قطر امیر د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته روان شو

د قطر امیر شېخ تمیم بن حمد الثاني د یکشنبې په ورځ نیویارک ته روان شو او ټاکل شوې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي. دا سفر داسې مهال کېږي چې اسراییل څو ورځې مخکې پر قطر بریدونه وکړل او د اسلامي هېوادونو سازمان په ګډون یې د عربي هېوادونو غبرګون راوپاروه.