• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زلمی خلیلزاد: امریکا نه غواړي بګرام په زور ونیسي

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۱

د بګرام اډې د سپارلو په تړاو د ټرمپ له خبرداري وروسته، د افغانستان لپاره د امریکايي بندیانو د خوشې کولو پلاوي غړی زلمی خلیلزاد وایي، چې واشنګټن نه غواړي بګرام اډه په زور ونیسي او نه هم د افغانستان له خاورې څخه یې د جلا کولو اراده لري.

په افغانستان کې د امریکایي بندیانو د خوشې کولو د پلاوي غړي زلمي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې په یوه یاداښت کې لیکلي: «د افغانستان او امریکا تر منځ د احتمالي امنیتي همکارۍ په اړه ډېر غلط او مغشوش کوونکي معلومات خپاره شوي، چې پکې د بګرام له اډې د ګډو ضد تروریزم عملیاتو لپاره د استفادې موضوع هم شامله ده.»

هغه زیاته کړه: «زما برداشت دا نه دی چې امریکا غواړي بګرام له افغانانو واخلي یا دا اډه خپلې خاورې ته ضمیمه کړي.»

زلمي خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ په «ټروټ سوشل» کې طالبانو ته ګواښ وکړ.

د امریکا ولسمشر وویل:«که افغانستان د بګرام هوايي اډه بېرته هغه کسانو ته چې دا اډه یې جوړه کړې، یعنې امریکا ته ونه سپاري، نو بدې پېښې به رامنځته شي.»

ټرمپ تېره پنجشنبه هم د برېتانیا له لومړي وزیر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې حکومت یې هڅه کوي بېرته بګرام ته ستون شي. هغه وویل: «طالبان له موږ څخه یو شمېر غوښتنې لري، خو موږ هم دا اډه غواړو.»

د وال‌ سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د ټرمپ اداره له طالبانو سره په خبرو بوخته ده تر څو د امریکا لپاره د بګرام په اډه کې د محدود پوځي حضور زمینه برابره کړي.

د باخبره سرچینو په وینا، د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ادام بولر چې څو ورځې وړاندې له زلمي خلیلزاد سره افغانستان ته سفر کړی و، د دې خبرو اصلي مسول ګڼلی.

یادو سرچینو ویلي، دا خبرې اوس مهال په لومړیو پړاوونو کې دي.

خو طالبانو د یکشنبې په ورځ د امریکایي ځواکونو د حضور په اړه هر ډول توافق رد کړ.

په ورته وخت کې طالبانو په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی چمتو دي څو له امریکا سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو وارې له نورو هېوادونو سره په خبرو کې له ګواښ او خبرداري کار اخیستی؛ خو لا روښانه نه ده، چې که له طالبانو سره دا خبرې کومې پایلې ته و نه رسېږي، نو ټرمپ به څه ډول اقدام وکړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو اړوند رسنۍ: د بګرام په اړه د ټرمپ څرګندونې «د افغانانو احساساتو ته سپکاوی» دی

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۷ GMT+۱

د «الاماره» په نوم وېبپاڼه چې د طالبانو یوه له رسمي رسنیو ده، د بګرام د بیا ځلي تصرف په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې لیکلي، دغه ډول څرګندونې «د افغانستان پر ملي حاکمیت یرغل او د افغانستان د خلکو احساساتو ته سپکاوی» ګڼل کېږي.

په دغه غبرګون کې د امیرخان متقي پخوانیو ویناوو ته په اشارې سره چې ویلي یې و: «د بهرنیو ځواکونو په هر نوم چې وي او په ځانګړې توګه بګرام ته بیا راستنېدنه، د افغانستان پر خپلواکۍ ښکاره تېری دی.»

«الاماره» زیاته کړې، بګرام د افغانانو لپاره د «اشغال نښه» ده او د بېرته ستنېدنې په تړاو یې بحث هم «ملي احساساتو ته له بې احترامۍ پرته بل څه» نه دي.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان نننی لومړیتوب «سوله، اقتصادي وده او د خلکو هوساینه» ده او که نړۍواله ټولنه د رغنده تعامل غوښتونکې وي، نو د نظامي حضور د طرحې پر ځای باید په سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې د همکاریو لارې چارې جوړې کړي.

د طالبانو دغې وېبپاڼې د دغې لیکنې په پای کې ویلي: «افغان خاوره به د هېڅ زبر ځواک د نظامي حضور کوربه نشي.»

دغه غبرګون په داسې حال کې دی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ همدا څو ورځې مخکې څو ځلي د بګرام د بېرته نیونې په تړاو څرګندونې کړي او دغه اډه یې چین ته د نږدې والي له امله د امریکا لپاره ستراتیژیک موقعیت بللی دی. د ټرمپ دغو څرګندونو له طالبانو سربېره د چین غبرګون هم راپارولی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بګرام هوايي اډې د بیا نیولو په تړاو د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې بېجینګ د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته درناوی لري او د بګرام هوايي اډې د کارونې یا بیا نیولو پرېکړه یوازې د افغانانو حق دی.

له پاکستان څخه اېستل کېدونکې افغان کورنۍ خپلې جونګړې هم ورانوي

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۳ GMT+۱

پاکستان د سپټمبر له لومړۍ راهیسې په دغه هېواد کې د مېشتو پي، او، ار کارټ لرونکو افغانانو د اېستنې بهیر پیل کړی او تر اوسه زرګونه افغان کورنۍ له ډيورند کرښې اړول شوي دي. یو شمېر دغو کورنیو په پاکستان کې د لسګونه کلونو په خپل لاس جوړ کړي کورونه وران کړي او دستکونه یې هم لېږدوي.

په دغه موټر کې د شهباز په نوم (مستعار نوم) د یوه عمر خوړلي کورنۍ او کډه له پاکستان څخه د یکشنبې په ورځ (د وږي ۳۰مه) د تورخم له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي. دی وايي، له شاوخوا څلوېښتو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې له پي، او، ار کارټونو سره اوسېده، خو اوس د پاکستان د حکومت له لوري اړ شوی چې بېرته خپل هېواد ته ستون شي.

100%

د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د ناستې ځای نه لري او هک حیران دی چې هلته به څه کوي. هغه د افغانستان انټرنشنل- پښتو خبریال ته په خبرو کې زیاته کړه: «زما بچیان لا څه کوې چې لمسیان مې هم همدلته پیدا شوي دي.»

هغه د دغې پوښتنې په ځواب کې چې په دغه موټر کې یې د کور دستکونه او ګاډر د څه لپاره بار کړي وویل: «دلته [پاکستان] کې یو خس هم نه پرېږدم، مجبور شوم چې د لسګونه کلونو په خپل لاس جوړه کړې جونګړه ورانه کړم او دستک او ګاډر یې یوسم، څو هلته [افغانستان] کې د اوسېدو ځای برابر کړم، دومره عیال چېرې وساتم پر سړک خو نه کېږي.»

د دغه عمر خوړلي کس په څېره کې له ورایه ستوماني او نا هیلي لیدل کېږي او د خپلو خولو په پاکولو سره یې همداراز زیاته کړه: «پاکستان پر موږ اباد شو اوس مو شړي.»

سره له دې چې په تورخم کې پاسپورټ لرونکو افغانانو او له پاسپورټ پرته افغانانو لپاره لارې جلا شوي، خو د ګڼې ګوڼې له امله سخته بې نظمي روانه ده. په دغه ځای کې د دومره ډېرو اېستل کېدونکو کډوالو لپاره هېڅ ډول امکانات نه دي برابر شوي.

له دې سربېره، ځايي پولیس له افغان کډوالو که پاسپورټ ولري او که یې ونه لري بد چلند کوي او د ځينو دغو افغانانو په وینا، په ډېریو مواردو کې پولیس په یوه پلمه نه په یوه پلمه له افغانانو د پیسو شکونې ته لاره جوړوي.

په تورخم کې ډېری افغانان له پاکستاني پولیسو په شکایت سره زیاتوي، سره له دې چې په سکنر کې یې ټول بیکونه سکن کېږي او هلته د وړلو اجازه ورکول کېږي، خو د موټرو تر تم ځایه دوه تر درېیو ځایونو پاکستاني پولیس ولاړ وي او د بیکونو د تلاشۍ غوښتنه کوي او «که د پیسو د شکونې لپاره بل څه ونه مومي نو وايي چې جامې مو نوې دي او د وړلو اجازه نه لرئ.»

د دوی په وینا: «دا ټول چل یې د پیسو شکونې ته جوړ کړی دی او که پیسې ورکړل شي، نو هر څه سم وي.»

له افغانستان څخه پاکستان او له پاکستان څخه افغانستان ته تلونکي افغانان وايي، په تورخم کې د مسافرو لپاره هېڅ ډول اسانتیاوې نشته او د ویزو د ټاپه کولو په ځای کې افغان مسافر په سره ګرمۍ کې درول کېږي او ان له ګرمۍ له وړانکو د پناه کېدو لپاره څه نشته.

د پاکستان د کډوالو ادارو د معلوماتو له مخې، د اګسټ له لومړۍ د سپټمبر تر ۲۰مې له پاکستان څخه ۱۱۷ زره او ۱۷۲ پي، او، ار کارټ لرونکي افغانان او همداراز ۵۰ زره او ۹۴۴ افغان سټیزن (اې، سي، سي) کارټ لرونکي افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي او دغه بهیر همداراز روان دی.

سرچینې زیاتوی، یوازې د شنبې په ورځ ۲ زره او ۲۵۱ پي، او، ار کارټ لرونکي افغانان، ۳۰۴ اې، سي، سي کارټ لرونکي افغانان او همداراز ۹۵۸ ناقانونه افغانان بېرته خپل هېواد ته شړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو او همداراز د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو له پاکستان او ایران څخه غوښتي، چې له خپلو هېوادونو په زوره د افغانانو د اېستنې بهیر ودروي، خو په ظاهره دغو دواړو هېوادونو د یادو بنسټونو او سازمانونو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

نتنیاهو: فلسطینی دولت به هیڅکله جوړ نه شي

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۸ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بریتانیا، کاناډا او استرالیا له خوا د فلسطیني دولت له رسمیت پېژندنې وروسته ویلي، چې دا پرېکړه «ترهګرۍ ته لویه ډالۍ» ده. نوموړی وايي، د فلسطین دولت به هیڅکله جوړ نه شي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بریتانیا، کاناډا او استرالیا له خوا د فلسطین دولت له رسمیت پېژندنې وروسته غبرګون ښودلی.

نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي:«زما څرګند پیغام د هغو مشرانو لپاره چې د اکتوبر د اوومې خونړي برید وروسته د فلسطین دولت په رسمیت پېژني دادی، چې تاسې ترهګرو ته لویه ډالۍ ورکوی.»

نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د فلسطین دولت جوړېدل به هېڅکله عملي نه شي.

نتنیاهو زیاته کړې:« د دې وروستۍ هڅې ځواب به، چې غواړي زموږ د هېواد په زړه کې یو ترهګریز دولت پر موږ وتپي، د امریکا له سفر وروسته ورکړم. انتظار وباسئ.»

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د یکشنبې په ورځ بریتانیا، کاناډا او استرالیا د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده او تمه ده چې یو شمېر نور اروپايي هېوادونه به هم د فلسطین دولت په رسمیت و پیژني.

د اتریش صدراعظم: له طالبانو سره تخنیکي خبرې د هغوی د تایید په معنا نه دي

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۱ GMT+۱

د اتریش صدراعظم کریسټین سټاکر د طالبانو له پلاوي سره د خبرو ملاتړ کړی، خو وايي، دا په دې معنا نه دي چې ویانا د طالبانو رژیم تاییدوي. سټاکر وايي، دغه خبرې په سیاسي نه، بلکې په«تخنیکي کچه» روانې دي.

سټاکر له (Ö1 Mittagsjournal) سره په خبرو کې وویل چې اتریش د اروپا لومړی هېواد و چې سوریې ته یې دایمي شړنې پیل کړې او پلان لري دا پروسه افغانستان ته هم وغځوي.

تېره اونۍ د طالبانو د استازو او د اتریش د کورنیو چارو وزارت چارواکو ترمنځ لیدنه وشوه، چې د ۱۹ مجرمو افغانانو د ایستنې امکان وڅیړي.

سټاکر ټینګار وکړ: «مساله دا نه ده، چې موږ هغوی تاییدوو». د هغه په وینا، خبرې په سیاسي نه، بلکې په «تخنیکي کچه» روانې دي.

سټاکر وویل چې په اوسط ډول هره ورځ ۳۵ کسان «ځینې په رضا، ځینې په جبر» ایستل کېږي، چې نږدې نیمایي هغو یې جرمونه کړي دي.

ډېری بشري حقونو سازمانونه او د کډوالو د همغږۍ ادارې سوریې او افغانستان ته د اخراج پلانونه د «تابو ماتولو» په معنا بولي، ځکه دا د جنیوا د کډوالو کنوانسیون له اصولو سره ټکر لري. خو سټاکر وايي: «موږ له سوریې سره یو ګام پورته کړی، او دا به دوام ولري».

د اتریش جګپوړی ډیپلوماټ: د طالبانو غوښتنو ته غاړه اېښودل خطرناک دي

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د اتریش جګپوړی ډيپلوماټ او د سولې منځګړی ولفګنګ پیټریچ وايي، د طالبانو غوښتنو ته غاړه اېښودل او یا کونسلګرۍ او سفارت ورکول ګواښناک دي. پیټریتش چې له اروپايي ټولنې سره پر افغانستان کار کوي، وايي، که څه هم د خبرو پر تخنیکي اړخ ټینګار شوی، خو دا په غیر مستقیم ډول د پېژندنې نښه ده.

تېره اونۍ د طالبانو استازو د اتریش د کورنیو چارو وزارت له استازو سره وکتل او د ۳۰ هغو کسانو پېژندګلوي یې وڅیړله، چې ټاکل شوې افغانستان ته وشړل شي.

د اتریش د کورنیو چارو او بهرنيو چارو وزارتونه ټینګار کوي چې دا لیدنې د کابل د ډي-فاکتو حکومت رسمي پېژندنه نه ده، بلکې یوازې د اخراج پروسې د اسانتیا لپاره اداري خبرې وې.

پیټریچ وايي: «که څه هم د خبروپر تخنیکي اړخ ټینګار شوی، خو دا په غیر مستقیم ډول د پېژندنې نښه ده، ځکه ټوله نړۍ ویني چې طالبان نور منزوي نه دي».

پیټریچ ، چې خپله مسلکي لاره یې د اتریش د صدراعظم برونو کریسکي د سکرتر په توګه پیل کړې، د سولې په منځګړیتوب کې هم کلونه تجربه لري.

په ۲۰۲۲ کال کې هغه او همکارانو یې د «ویانا پروسه» د یوه ډیموکراتیک افغانستان لپاره پیل کړه. جلاوطنه افغانان، د طالبانو مخالفان، د اقلیتونو استازي او ښځینه فعالان څو ځلې سره راټول شول، چې وروستۍ غونډه یې په فبروري میاشت کې وه.

ویانا د جلاوطنه افغانانو لپاره ځانګړی ځای لري، ځکه دلته د افغانستان وروستۍ ښځینه سفیره منیژه باختري لا هم په سفارت کې ده او د ویانا بهیر وخت ناوخته غونډې کوي.

د اتریشي رسنیو د رپوټ له مخې، طالبان د «ویانا پروسه» په دقت څاري او دا د هغوی لپاره یوه سره نښه ګڼل کېږي.

دوی غواړي په ویانا کې د افغان سیاسي مخالفانو غونډې بندې شي، منیژه باختري له سفارت نه لرې شي، یا لږ تر لږه په ویانا کې کونسلګرۍ ته خپل استازي واستوي.

پیټریچ خبرداری ورکوي چې د طالبانو غوښتنو ته غاړه ایښودل او هغوی ته کونسلګرۍ یا سفارت ورکول خطرناک دي.

نوموړی زیاتوي، «طالبان باید په ویانا کې ونډه ونه لري».

هغه یادونه کوي چې د «ویانا پروسې» موخه دا ده چې طالبان د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون مراعات کړي.

پیټریچ دا مهال د اروپايي اتحادیې له سیاستوالو سره د افغانستان په تړاو خبرې اترې کوي.