نتنیاهو: فلسطینی دولت به هیڅکله جوړ نه شي

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بریتانیا، کاناډا او استرالیا له خوا د فلسطیني دولت له رسمیت پېژندنې وروسته ویلي، چې دا پرېکړه «ترهګرۍ ته لویه ډالۍ» ده. نوموړی وايي، د فلسطین دولت به هیڅکله جوړ نه شي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بریتانیا، کاناډا او استرالیا له خوا د فلسطیني دولت له رسمیت پېژندنې وروسته ویلي، چې دا پرېکړه «ترهګرۍ ته لویه ډالۍ» ده. نوموړی وايي، د فلسطین دولت به هیڅکله جوړ نه شي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بریتانیا، کاناډا او استرالیا له خوا د فلسطین دولت له رسمیت پېژندنې وروسته غبرګون ښودلی.
نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي:«زما څرګند پیغام د هغو مشرانو لپاره چې د اکتوبر د اوومې خونړي برید وروسته د فلسطین دولت په رسمیت پېژني دادی، چې تاسې ترهګرو ته لویه ډالۍ ورکوی.»
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د فلسطین دولت جوړېدل به هېڅکله عملي نه شي.
نتنیاهو زیاته کړې:« د دې وروستۍ هڅې ځواب به، چې غواړي زموږ د هېواد په زړه کې یو ترهګریز دولت پر موږ وتپي، د امریکا له سفر وروسته ورکړم. انتظار وباسئ.»
نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د یکشنبې په ورځ بریتانیا، کاناډا او استرالیا د فلسطین دولت په رسمیت وپېژانده او تمه ده چې یو شمېر نور اروپايي هېوادونه به هم د فلسطین دولت په رسمیت و پیژني.

بریتانیا او کاناډا د یکشنبې په ورځ د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند. دواړو هېوادونو دا ګام د نږدې دوه کلنې جګړې په سیوري کې پورته کړ، چې په غزه کې د لسګونو زرو انسانانو ژوند یې اخیستی دی.
د برېتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر په خپله اعلامیه کې وویل: « نن، د فلسطینیانو او اسراییلیانو لپاره د سولې د هیلو د بیا راژوندي کولو او د دوهدولتي حل لپاره، برتانیا د فلسطین دولت په رسميت پېژني».
د سټارمر په وینا، لندن غواړي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په درشل کې د سولې لپاره عملي ګام پورته کړي.
په همدې ترڅ کې د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني هم اعلان وکړ چې هېواد یې له فلسطین سره د رسمي دولت په توګه اړیکې ټینګوي. ده وویل، « کاناډا د فلسطین دولت په رسمیت پېژني».
کارني ټینګار وکړ چې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندل د حماس لپاره کومه جایزه نه ده، بلکې هغو کسانو ته ځواک ورکوي چې د سولې او ګډ ژوند غوښتونکي دي.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر دا ګام ستایلی او له نورو هېوادونو یې هم د ورته ګام اخېستلو غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا عمومي رییس محمد رضا بهرامي ویلي، چې د امریکا له خوا پر چابهار بندر د بندیزونو د معافیت لغوه کول یوازې پر تهران فشار نه راوړي، بلکې دده په وینا، د سیمې د هېواددونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د مخنیوي هڅه هم ده.
چابهار بندر د عمان سمندرګي په غاړه کې د ایران یوازینی اوبي بندر دی، چې د نړیوالو سوداګریزو لارو د نښلولو لپاره مهمه دروازه ګڼل کېږي.
دا بندر د هند لپاره افغانستان او منځنۍ اسیا ته د لاسرسي د بدیلي لارې په توګه ستراتیژیک اهمیت لري او د شمال ـ جنوب نړیوال دهلیز INSTC یوه مهمه برخه ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د ۲۰۱۸ کال له بندیزونو نه د چابهار بندر استثنا یې لغو کړې او بندیزونه به د سپټمبر له۲۹ مې عملي شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا چارو مسول محمد رضا بهرامي د امریکا له خوا د چابهار بندر د معافیت لغوه کولو په غبرګون کې ویلي:«دا یوازې پر ایران د فشار راوړلو او د سیستان او بلوچستان د اقتصادي پرمختګ د مخنیوي لپاره نه دی، بلکې د دې غیرقانوني هدف په یاد بندر کې د پانګونې او پراختیا په تړاو د نورو هېوادونو د همکارۍ او ګډون مخنیوی دی.»
کارپوهانو ویلي، چې د واشنګټن یاده تازه پرېکړه نه یوازې پر ایران بکلې پر هند او افغانستان هم اغېز کولی شي، ځکه هند چابهار د خپلو اقتصادي او ستراتیژیکو ګټو یوه مهمه برخه ګڼي.

د غزې د روغتیا چارواکو ویلي چې د یکشنبې په ورځ اسراییلي ځواکونو په دغه ښار کې نورې استوګنیزې ودانۍ په نښه کړې او شاوخوا ۴۰ فلسطینیان وژل شوی او ګڼ نور د ښار پرېښودو ته اړ شوي دي. د اسراییل ټانکونه په دغه ګڼ میشتي ښار کې پرمختګ کوي.
د غزې ښار روغتیايي چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې په وژل شویو کې یوه حامله ښځه او د هغې دوه ماشومان هم شامل دي.
د اسراییلي پوځ له خوا د مرګونو په اړه سلاسي تبصره نه ده شوې، خو په یوه اعلامیه کې یې ویلي یې دي چې ځواکونو یې « ګڼ شمېر» وسله وال وژلي دي.
د یکشنبې په ورځ، شاهدانو ویلي چې د اسراییل ټانکونه د تیل الهوا پر لور پرمختګ کوي، چې دا د ښار یوه سویل ختیزه څنډه ده.
د اسراییلي پوځ اټکل دی چې د سپټمبر له پیل څخه تر دې دمه له ۴۵۰ زرو ډېرو خلکو ښار پرېښی دی. حماس بیا دا شمېر کم ګڼي او وایي شاوخوا ۳۰۰ زره خلک له ښاره وتلي او ۹۰۰ زره نور لاپاتې دي.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې ایران په قانوني ډول د کوکنارو کښت ته اجازه ورکړه. د راپور لهمخې، دا تاریاک به په درملو کې استعمالېږي او د ناقانونه کارونې مخه به یې نیول کېږي. په راپور کې ویل شوي، ایران دا کار ځکه کوي چې طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه.
فایننشل ټایمز لیکلي، ایران د هغو درملو جوړلو په برخه کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی چې تاریاک پهکې کارېږي او پخوا دا تاریاک له افغانستان څخه ایران ته قاچاق کېدل، خو اوس طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو کښت بند کړی دی.
د راپور له مخې، ایران تر څو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره غواړي د درملو جوړولو لپاره په قانوني ډول د کوکنارو کښت ته اجازه ورکړي.
فایننشل ټایمز د ایراني چارواکو له خولې لیکلي، که په ایران کې په قانوني ډول او کنټرول شوې بڼه تاریاک تولید نه کړي او له بل هېواد څخه یې هم وارد نه کړي، هېواد به یې د مورفین، کوډین او پیتیدین په ډول مهمو درملو له کمښت سره مخ شي.
په راپور کې راغلي چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د کوکنارو کښت فرمان لاسلیک کړی او په فرمان کې دا قید هم ورسره یاد شوی چې دا کښت به تنظیم او کنټرول وي.
کارپوهان وايي چې ایران د دې درملو جوړلو لپاره په کال کې ۵ سوه ټنه تاریاکو ته اړتیا لري او له نورو هېوادونو څخه د تاریاکو واردول هم ایران ته ډېرې ستونزې پېښوي.
فایننشل ټامیز لیکي چې تهران به د کوکنارو د کښت لپاره د ملګرو ملتونو نشهيي توکو د کنټرول نړیوال بورډ څخه هم اجازه واخلي.
د ایران د نشهيي موادو د کنټرول پخواني مشر سعید صفاتیان په وینا، د ایران هوا د کوکنارو د کښت لپاره ډېره مناسبه دهاو لږ اوبه غواړي.
د فایننشل ټایمز په حواله، ایران په ۲۰۱۵ کال کې۴.۴ میلیونه معتادین درلودل، چې چا په منظم ډول او چا بیا د تفریح لپاره نشه يي مواد استعمالول.
په ایران کې د ۱۹۷۹ کال تر انقلاب وروسته د کوکنارو کښت منع شو. تر دې بندیز وروسته د افغانستان تاریاک لومړی ایران او بیا له هغه ځایه منځني ختیځ او اروپايي هېوادونو ته قاچاق کېدل.

یوې باخبره سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې سعودي عربستان به د عدن تړون پر بنسټ د نړۍوالو لهخوا په رسمیت پېژندل شوي یمني حکومت ته شاوخوا ۱.۳۸ میلیارد ریاله (۳۶۸ مېلیونه ډالر) اقتصادي مرسته ورکړي.
سرچینې زیاته کړې چې دا نوې مرسته به د «یمن لپاره د سعودي د پرمختګ او بیارغونې پروګرام» له لارې ورکړل شي چې موخه یې د یاد هېواد د بودجې ملاتړ دی.
په عدن کې مېشت حکومت له ۲۰۱۴ کال وروستیو راهیسې له کمزورې کرنسۍ او د بیو له لوړې کچې سره لاس او ګرېوان دی.
دا وضعیت وروسته له هغې رامنځته شو چې د ایران ملاتړو حوثي یاغیانو د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح له پلازمېنې صنعا څخه راوایست او په دې سره د یوې لسیزې کورنۍ جګړه پیل کړه.
