• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اتریش صدراعظم: له طالبانو سره تخنیکي خبرې د هغوی د تایید په معنا نه دي

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۱ GMT+۱

د اتریش صدراعظم کریسټین سټاکر د طالبانو له پلاوي سره د خبرو ملاتړ کړی، خو وايي، دا په دې معنا نه دي چې ویانا د طالبانو رژیم تاییدوي. سټاکر وايي، دغه خبرې په سیاسي نه، بلکې په«تخنیکي کچه» روانې دي.

سټاکر له (Ö1 Mittagsjournal) سره په خبرو کې وویل چې اتریش د اروپا لومړی هېواد و چې سوریې ته یې دایمي شړنې پیل کړې او پلان لري دا پروسه افغانستان ته هم وغځوي.

تېره اونۍ د طالبانو د استازو او د اتریش د کورنیو چارو وزارت چارواکو ترمنځ لیدنه وشوه، چې د ۱۹ مجرمو افغانانو د ایستنې امکان وڅیړي.

سټاکر ټینګار وکړ: «مساله دا نه ده، چې موږ هغوی تاییدوو». د هغه په وینا، خبرې په سیاسي نه، بلکې په «تخنیکي کچه» روانې دي.

سټاکر وویل چې په اوسط ډول هره ورځ ۳۵ کسان «ځینې په رضا، ځینې په جبر» ایستل کېږي، چې نږدې نیمایي هغو یې جرمونه کړي دي.

ډېری بشري حقونو سازمانونه او د کډوالو د همغږۍ ادارې سوریې او افغانستان ته د اخراج پلانونه د «تابو ماتولو» په معنا بولي، ځکه دا د جنیوا د کډوالو کنوانسیون له اصولو سره ټکر لري. خو سټاکر وايي: «موږ له سوریې سره یو ګام پورته کړی، او دا به دوام ولري».

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د اتریش جګپوړی ډیپلوماټ: د طالبانو غوښتنو ته غاړه اېښودل خطرناک دي

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۳ GMT+۱

د اتریش جګپوړی ډيپلوماټ او د سولې منځګړی ولفګنګ پیټریچ وايي، د طالبانو غوښتنو ته غاړه اېښودل او یا کونسلګرۍ او سفارت ورکول ګواښناک دي. پیټریتش چې له اروپايي ټولنې سره پر افغانستان کار کوي، وايي، که څه هم د خبرو پر تخنیکي اړخ ټینګار شوی، خو دا په غیر مستقیم ډول د پېژندنې نښه ده.

تېره اونۍ د طالبانو استازو د اتریش د کورنیو چارو وزارت له استازو سره وکتل او د ۳۰ هغو کسانو پېژندګلوي یې وڅیړله، چې ټاکل شوې افغانستان ته وشړل شي.

د اتریش د کورنیو چارو او بهرنيو چارو وزارتونه ټینګار کوي چې دا لیدنې د کابل د ډي-فاکتو حکومت رسمي پېژندنه نه ده، بلکې یوازې د اخراج پروسې د اسانتیا لپاره اداري خبرې وې.

پیټریچ وايي: «که څه هم د خبروپر تخنیکي اړخ ټینګار شوی، خو دا په غیر مستقیم ډول د پېژندنې نښه ده، ځکه ټوله نړۍ ویني چې طالبان نور منزوي نه دي».

پیټریچ ، چې خپله مسلکي لاره یې د اتریش د صدراعظم برونو کریسکي د سکرتر په توګه پیل کړې، د سولې په منځګړیتوب کې هم کلونه تجربه لري.

په ۲۰۲۲ کال کې هغه او همکارانو یې د «ویانا پروسه» د یوه ډیموکراتیک افغانستان لپاره پیل کړه. جلاوطنه افغانان، د طالبانو مخالفان، د اقلیتونو استازي او ښځینه فعالان څو ځلې سره راټول شول، چې وروستۍ غونډه یې په فبروري میاشت کې وه.

ویانا د جلاوطنه افغانانو لپاره ځانګړی ځای لري، ځکه دلته د افغانستان وروستۍ ښځینه سفیره منیژه باختري لا هم په سفارت کې ده او د ویانا بهیر وخت ناوخته غونډې کوي.

د اتریشي رسنیو د رپوټ له مخې، طالبان د «ویانا پروسه» په دقت څاري او دا د هغوی لپاره یوه سره نښه ګڼل کېږي.

دوی غواړي په ویانا کې د افغان سیاسي مخالفانو غونډې بندې شي، منیژه باختري له سفارت نه لرې شي، یا لږ تر لږه په ویانا کې کونسلګرۍ ته خپل استازي واستوي.

پیټریچ خبرداری ورکوي چې د طالبانو غوښتنو ته غاړه ایښودل او هغوی ته کونسلګرۍ یا سفارت ورکول خطرناک دي.

نوموړی زیاتوي، «طالبان باید په ویانا کې ونډه ونه لري».

هغه یادونه کوي چې د «ویانا پروسې» موخه دا ده چې طالبان د ۲۰۲۰ کال د دوحې تړون مراعات کړي.

پیټریچ دا مهال د اروپايي اتحادیې له سیاستوالو سره د افغانستان په تړاو خبرې اترې کوي.

د فاروق اعظم خور: طالبانو فاروق اعظم له مجرمانو سره په یوه کوټه کې زنداني کړی

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۰ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم خور عزیزې په یوه لیک، چې افغانستان انټرنشنل ته سېدلی، پر طالبانو نیوکه کړې، چې ورور یې له مجرمانو سره په زندان کې یو ځای اچول شوی. په لیک کې راغلي:«خدای مه کړه که فاروق اعظم ته زندان کې څه ورپېښ شي، دا به ستاسې لویه خطا وي.»

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم خور عزیزه وايي، ورور یې د شکر ناروغي او لوړ فشار لري.

نوموړې همدراز زیاتوي، چې فاروق اعظم دوامداره یوناني او ډاکتري درمل خوري.

عزیزې په لیک کې لیکلي:«فاروق اعظم یې اوس له یوې ډلې جزایانو سره په یوه کوټه کې اچولی دی، چې نه یې خوب شته او نه یې ارام.»

هغې د طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې، چې ورور یې پرېږدی ځکه ډېر کمزوری دی.

نوموړې د کمونستانو د وخت یوه کیسه هم کړې، چې له خپلې مور سره د خپل ورور فاروق اعظم د لیدلو لپاره بلچرخي زندان ته تلله خو هغه وخت فاروق اعظم ځوان و مګر اوس کمزوری دی.

د طالبانو سرچینو تېره ورځ د وږي پر۲۹مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو ادارې د فاروق اعظم د خوشې کولو لپاره نوموړي ته یو لړ شرایط وړاندې کړي، چې یو پکې ددې ډلې له مشر ملا هبت الله نه رسمي بښنه غوښتل دي.

له فاروق اعظم سره د کابل په نظارت خونه کې د طالبانو یوه پلاوي لیدلي او ورته ویلي یې دي، چې د نجونو د زده کړو په تړاو د نوموړي وروستۍ څرګندونې د طالبانو له واک نه«بغاوت» او د ملا هبت الله پر وړاندې «سپکاوی» دی.

سرچینو وویل، « طالبانو فاروق اعظم ته ویلي، تاسې په رسمي اداره کې سلاکار یاست او د ملاهبت الله اطاعت پر تاسې واجب دی او تاسې د هغه سپکاوی کړی او باید بښنه وغواړئ».

سرچینې زیاتوي، چې طالبانو فاروق اعظم ته ویلي، « په خپلو ټولنیزو رسنیو کې ولیکئ، چې زه د نجونو د زده کړو په اړه پر خپلو څرګندونو پښېمانه یم او په دې برخه کې له ملاهبت الله بښنه غواړم».

د طالبانو د سرچینو په وینا، فاروق اعظم پلاوي ته ویلي، چې د ده عمر اوس له ۸۰ لوړ دی، د نجونو د تعلیم په خبره ټینګ ولاړ دی او زندان تېرولو ته چمتو دی، خو هیڅکله به نه پښېماني وښيي او نه به له ملا هبت الله نه بښنه وغواړي.

سرچینو د فاروق اعظم له قوله ویلی و:« زه چې افغانستان ته راغلی یم، زما هدف ولس ته کار کول و او په دې مرحله کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ لپاره هرې قربانۍ ته تیار یم».

د طالبانو سرچینو ویلی، فاروق اعظم نه یوازې دا چې د نجونو د تعلیم د ملاتړ په تړاو د فیسبوکي پوسټ له امله نیول شوی بلکې په کونړ کې له زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې پرمهال یې په څو ناستو کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله پر کړنو نیوکې کړې وې او د نجونو د تعلیم د بندیدو کار یې ناسم بللی و.

سرچینو ویلی و:« په کونړ کې فاروق اعظم پر ملاهبت الله توندې نیوکې کړې وې او بیا وروسته د طالبانو استخباراتو د هغه څرګندونې ثبت کړې وې او بیا یې هغه کندهار ته لېږلې وې».

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د وږي پر۲۴مه خپل زوی ته په لیک کې لیکلي و، چې طالبانو د ښځو زده کړو، عصري زده کړو او د امر بالمعروف د کمزوریو د په ګوته کولو له امله زندان ته اچولی دی.

د طالبانو مشر په خپل استوګنځي او شاوخوا کې د موبایل پر استعمال بندیز لګولی

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۱ GMT+۱
•
عبدالله همیم

د طالبانو مشر هبــت الله اخـوندزاده ته نږدې سرچینې وايي چې هغه د نوري فایبر انټرنېټ پر بندولو سربېره، په خپل استوګنځي او شاوخوا کې د هر ډول سمارټ فون او عادي ټیلیفونونو کارول هم منع کړي دي. سرچینې وايي، نوموړی د اړیکو لپاره له مخابرې کار اخلي.

سرچینو د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه پرېکړه د نوري فایبر او انټرنېټ د بندېدو په تړاو له بحثونو سره هم مهاله شوې ده.

سرچینې وايي، اوس هېڅوک اجازه نه لري چې د هبت الله د اوسېدو ځای او شاوخوا کې عادي موبایل هم وکاروي.

دسرچینو په وینا، تېره اونۍ د طالبانو قاضي القضات د انټرنېټ پر بندیز د بیا کتنې لپاره له اخوندزاده سره لیدلي وو، خو هغه پرېکنده ځواب ورکړی، چې «زه هېڅ دلیل نه منم. دا زما امر دی، انټرنېټ باید بند شي او کمره دار موبایلونه باید د خلکو په کورونو کې هم ونه کارول شي».

هبت الله اخوندزاده چې په عام محضر کې ډېر کم راڅرګندیږي، پر ټکنالوژۍ بې باوره شوی.

په کندهار کې سرچینو د تېرې چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د نوري فایبر او انټرنیټ د قطع کولو په تړاو د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده تصمیم نهايي دی.

د انټرنیټي خدماتو د یوې کمپنۍ مسوول افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د مشر د پرېکړې له مخې به یوازې محدود واټساپ شمېرو ته ، چې ددې ډلې په جواز به وېشل کیږي او تر څار لاندې به وي، انټرنیټي خدمات ورکول کیږي. دغه واټساپ شمېرې به سوداګرو او ځانګړو کسانو ته ور کول کیږي.

د سرچینو په وینا، له اترا ادارې، په کابل کې د طالبانو له چارواکو او په کندهار کې د طالبانو له مشرانو سره د مخابراتي شبکو د مسوولانو او له کابل نه د تللیو طالب چارواکو لیدنې کتنې تراوسه بې نتیجې دي.

ملا هبت الله ویلي، یوه نوې مخابراتي کمپنۍ دې رامنځته شي، چې یوازې د افغانستان بانک، خصوصي بانکونو او ډیپلوماتیکو استازځایونو ته د انټرنیټ خدمات ور کړي.

تېره اونۍ کندهار ته د طالبانو یو شمېر وزیران او چارواکي تللي وو، چې د دې ډلې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د مالیې او اقتصاد وزیران، د کورنیو چارو وزارت لوی مرستیال ابراهیم صدر او افغانستان بانک رییس پکې شامل وو.

پر نوري فایبر د طالبانو د مشر بندیزونه کابل ته د امریکایي پلاوي له سفر سره هممهاله دي، چې ظاهرا یې له طالب چارواکو سره د بندیانو پر خلاصون خبرې کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه خبرداری ورکړی، چې طالبان دې د بګرام اډه بېرته ور وسپاري او که داسې ونه شي بدې پېښې کېدای شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د امریکا او اروپا له استخباراتي ادارو سره اړیکې رد کړې

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د فایننشل ټایمز وروستی راپور رد کړ، چې دا ډله د روسیې، چین، امریکا او اروپا له استخباراتو سره په تماس کې ده. یادې ورځپاڼې د عبدالمتین قانع له قوله راپور ورکړی و، چې طالبان د وسله والو پر ضد د عملیاتو لپاره له یادو هیوادونو سره په اړیکه کې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین نن یکشنبه د (وږي ۳۰مه) په خپل اېکس کې ولیکل چې هغه هیڅکله داسې څرګندونې نه دي کړې او نه هم د دې ډلې کومې رسمي سرچینې داسې څرګندونې کړې دي.

قانع د داسې راپورونو خپرول «د رسنیو دسیسه» او د ډلې په وړاندې د پروپاګندا جګړې یوه برخه وبلله او ویې ویل چې د داسې راپورونو خپرولو هدف د خلکو باور او د هیواد "سیاسي خپلواکي" کمزوري کول دي.

فایننشل ټایمز مخکې د قانع له قوله ویلي و چې دا ډله د وسله والو ډلو پر وړاندې د خپلو عملیاتو د یوې برخې په توګه د روسیې، چین، متحده ایالاتو او اروپا له دفاعي او استخباراتي ادارو سره په تماس کې وه.

برېتانوي ورځپاڼې دا راپور هم ورکړی و، چې د اروپایي هیوادونو په پالیسیو کې بدلون په داسې وخت کې راځي چې له داعش سره د طالبانو د مقابلې له امله له دې ډلې سره د روسیې او متحده ایالاتو اړیکې زیاتې شوې دي.

په دې وروستیو کې د جرمني او اتریش په ګډون یو شمیر اروپایي هیوادونو په رسمي ډول له طالبانو سره د خپلو تخنیکي اړیکو په اړه خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې د دې تعاملاتو هدف د مجرمو او غیرقانوني افغان کډوالو بیرته هېواد ته لېږل دي.

تېره اونۍ کې د رېل پټلۍ له لارې څه باندې ۹۵ زره ټنه انتقالات شوي

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې له حیرتان، اقینې، تور غونډۍ او خواف ـ هرات بندرونو څخه د ریل پټلۍ له لارۍ ۹۵۳۶۹ ټنه انتقالات شوي دي. طالب چارواکي وايي، په تېره یوه اونۍ کې د ۷۳۷ ټنه ټرانزیټ او صادراتو لویه برخه وریژې دي.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، چې د وږي میاشتې له ۲۱ مې نه تر ۲۸مې نېټې د اوسپنې پټلۍ په وسیله د حیرتان بندر له لارې ۶۷۸۲۹ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۵۴۵۸ ټنه، د تور غونډۍ له لارې ۱۲۷۰۷ ټنه او د خواف ـ هرات له لارې ۹۳۷۵ ټنه انتقالات شوي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو انتقالاتو کې نفتي، غیر نفتي او نور مواد افغانستان ته وارد او صادر شوي دي.

په ورته وخت کې حق شناس ویلي، چې په تېره یوه اونۍ کې د ۷۳۷ ټنه ټرانزیټ او صادراتو لویه برخه وریژې دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي هڅه کوي، چې د زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو اسانتیاوي برابرې کړي.