• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو لوی درستیز د بګرام پر سر له امریکا سره معامله رد کړه

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۹ GMT+۱

د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت د بګرام په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې دوی له هیچا څخه نه ویریږي او د یوې لوېشتې خاورې پر سر هم تعامل نه کوي.

فصیح الدین فطرت چې د طالبانو د هوایي ځواک پوهنتون له روزنیز کورس څخه د یو شمیر پېلوټانو د فراغت په مراسمو کې وینا کوله، وویل، په وروستیو کلونو کې یو شمیر افغانان ګوانتانامو، بګرام او پلچرخي زندانونو ته لیږل شوي او «فزیکي او ذهني شکنجه شوي خو دوی هیڅکله فشار ته تسلیم نه شول».

د فصیح الدین غبرګون وروسته له هغه راځي چې ټرمپ په وروستیو ورځو کې څو ځله طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې د بګرام هوايي اډه متحده ایالاتو ته وسپاري.

ټرمپ په خپل وروستي پوسټ کې خبرداری ورکړ چې «که افغانستان د بګرام هوايي اډه هغو کسانو ته چې دا اډه یې جوړه کړې، یانې د امریکا متحده ایالاتو ته بېرته ورنه کړي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.»

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۳

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۴

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ څرګندونو ته د طالبانو غبرګون: امریکا دې تیرې ناکامې تجربې نه تکرار وي‌

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۱
د ټرمپ څرګندونو ته د طالبانو غبرګون: امریکا دې تیرې ناکامې تجربې نه تکرار وي‌
100%

طالبانو تر دې ورځني ځنډ وروسته د بګرام اډې ترلاسه کولو په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته محتاطانه غبرګون وښود. طالبان وايي، واشنګټن دې د دوحې تړون ته ژمن واوسي. طالبان وايي، امریکا ددوحې په تړون کې منلې، چې له ځواک او ګواښ څخه به کار نه اخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددې ډلې د رسمي اعلامیې په ترڅ کې وویل، چې دوی د شرعي اصولو په رڼا کې د خپل متوازن او اقتصادي محوره سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو ګټو په اساس مثبتې اړیکې غواړي.

طالبانو ویلي، چې امریکا ته یې په دوه اړخیزو مزاکراتو کې روښانه کړې وه، چې د دوی لپاره د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا ارزښت ولري.

طالبانو ویلي، چې امریکا د دوحې په هوکړه لیک کې ژمنه کړې وه چې«د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر ضد له ځواک او ګواښ څخه کار نه اخلي او نه به یې په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي» نو په کار ده چې امریکا خپلو ژمنو ته پابنده و اوسیږي.

طالبانو ویلي، چې امریکا دې د تېرو «ناکامو تجربو» د تکرار پر ځای “عقلاني” او واقعبینانه تګلاره خپله کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډونالډ ټرمپ د تیرې پنجشنبې له ورځې راهیسې په خپلو ویناو کې څو ځله یادونه کړې ده، چې غواړې بېرته د بګرام هوايي اډه ترلاسه کړي.

یو شمېر امریکايي رسنیو رپوټونه ور کړي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د بګرام هوايي اډې په تړاو خبرې اترې شوې دي، خو تر اوسه کوم پرمختګ پکې نه دی شوی.

د بشري حقونو فعالان: په افغانستان کې د سولې په نوم پټه جګړه روانه ده

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۶ GMT+۱
د بشري حقونو فعالان: په افغانستان کې د سولې په نوم پټه جګړه روانه ده
100%

د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې اوس هم «مرموزه او غلې جګړه روانه ده، خلک پټ وژل کېږي او افغانستان د یوې ترهګرې ډلې په واک کې دی.»

په اعلامیه کې چې د یک‌شنبې په ورځ خپره شوې، ویل شوي چې افغانان د طالبانو تر واک لاندې له وېرې، بې‌عدالتیو، محرومیت او بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د بشري حقونو فعالانو د اعلامیې له‌مخې، ښځې او نجونې له زده‌کړې او کار نه بې برخې شوي، د بیان ازادي غلې شوې، قومي مشران، مدني فعالان او خبریالان د طالبانو په زندانونو کې شکنجه کېږي او یا له هېواد نه وتلو ته اړ ایستل کېږي.

د مدني فعالانو ټولنه وايي، چې ځوانان او علمي کادرونه، چې باید د هېواد راتلونکې جوړونکي وای، نن په یوه ګولۍ ډوډۍ پسې سرګردانه او لالهانده ګرځي. د دې ټولنې په وینا، د هېواد اوسنی انځور نه یوازې دا چې سوله نه ده، بلکې د یوه دوامدار جنګ کیسه کوي.

مرستندویه بنسټونه: د افغانستان په زلزله‌ځپلو سیمو کې ماشومان خوارځواکي شوي

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۹ GMT+۱
مرستندویه بنسټونه: د افغانستان په زلزله‌ځپلو سیمو  کې ماشومان خوارځواکي شوي
100%

الجزیره خبري شبکې په یوه راپور کې لیکلي چې له پاکستان او ایران نه هغه شړل شوي افغانان د وروستۍ زلزلې سیمو ته ورغلي، نور هم بې‌وزله او بې‌کوره شوي دي. مرستندویه ادارې خبر ورکوي چې د زلزله‌ځپلو سیمو په ماشومانو کې خوارځواکي ډېره شوې ده.

څلور میاشتې وړاندې نواب‌الدین په پاکستان کې تر ۸ کلنې کډوالۍ وروسته د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې خپل کلي وادیر ته ستون شو. د هغه کور زلزلې وران کړی او اوس په خپله زراعتي ځمکه کې په یوه خېمه کې ژوند تېروي.

۵۵ کلن نواب‌الدین وویل: «زموږ کورونه زاړه وو، ټول د غرونو تر کاڼو لاندې او ویجاړ شول، موږ اوس په خېمو کې ژوند کوو.» هغه وايي چې په پاکستان کې څه پیدا کړي او له ځانه سره وطن ته راوړي وو، ټول یې له لاسه ورکړل.

دې کلي ته نژدې په برابټ کلي کې ۵۸ کلن سعادت خان په کنډواله کې ژوند کوي. هغه هم له له پاکستان څخه راستون شوی او په کرايي کور کې اوسېده، خو زلزلې د هغه کرايي کور هم ویجاړ کړ.

هغه وویل: «موږ نه پوهېږو، چې راتلونکی وخت ډوډۍ به له کومه راشي او څوک به یې راکړي؟ ما له چارواکو وغوښتل، چې یوه خیمه راکړي، خو هغوی را نه کړه، بیا مې کاکا په خپلو کور کې یوه کوټه راکړه، اوس هلته اوسېږم.»

مرستندویه سازمانونو په زلزله‌ځپلو سیمو کې د خوارځواکۍ د ډېرېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. د اسلامي ریلیف ادارې ساحوي روغتون ډاکټرې فریدې ساپۍ وویل: «ډېری زیانمن شوي خلک کافي خواړه نه لري.»

ساپۍ زیاته کړه: «موږ د ماشومانو د خوارځواکۍ ډېرې پېښې لیدلي دي، د ډېرو داسې ماشومانو درملنه مو کړې چې په خوارځواکۍ اخته وو.»

د کونړ لپاره د طالبانو والي مولوي قدرت‌الله وویل چې دوی په خاص کونړ ولسوالۍ کې خلکو ته د ۳۸۲ کورونو جوړولو ځمکو ورکولو پلان لري، خو دا لا څرګنده نه ده، چې دا ځمکې به کله ورکړل شي.

د دې ټولو سره سره د نواب‌الدین او نورو بې‌وزلو خلکو برخه لیک لا نه دی معلوم. هغه وویل: «زه نه پوهېږم چې حکومت [طالبان] به زموږ سره د کور جوړولو په برخه کې مرسته وکړي که نه.»

هغه زیاته کړه «زه وېره لرم چې موږ به تر ډېره وخته په همدې خېمو کې پاتې شو، ځکه چې کمزوري زلزلې مو اوس هم خیمې ښوروي.»

د طالبانو یو وزیر له بندیزونو او تور لیست نه سر ټکوي او بل وزیر بیا پر دې حال شکر باسي

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۸ GMT+۱
د طالبانو یو وزیر له بندیزونو او تور لیست نه سر ټکوي او بل وزیر بیا پر دې حال شکر باسي
100%

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي په یوه غږیز پیغام کې د دغه وزارت محتسبینو ته وايي: «شکر وباسئ چې موږ د دښمنانو په تور لیست کې راوستلي یو او بندیزونه یې راباندې لګولي دي.»

هغه خپلو محتسینو ته په خطاب کې زیاته کړې چې پر افغانستان د بندیزونو لګولو او په تور لیست کې د طالبانو راوستلو په اړه دې اندېښنه نه‌‌کوي، بلکې شکر دې وباسي چې «دښمن یادې ډلې ته د دښمن په سترګه ګوري.»

حنفي د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «خدای ته دعا وکړئ چې له تور لیست څخه مو و نه‌باسي.» د خالد په وینا، د ده باور دا دی چې نن به وي سبا به نه وي.

خالد حنفي داسې مهال د نړیوالو بندیزونو او تور لیست په اړه شکر باسي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، ویاندویان، ډېپلوماټان او پلویان یې په پرله‌پسې ډول له نړۍوالو غواړي چې د هغوی مشران له تور لست څخه وباسي، لګېدلي بندیزونه ځنې لیري کړي او په رسمیت یې وپېژني.

طالبان وايي مالیزیا په افغانستان کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنه وکړه

۳۰ وږی ۱۴۰۴ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۰ GMT+۱
طالبان وايي مالیزیا په افغانستان کې له زلزله‌ځپلو سره د مرستې ژمنه وکړه
100%

په مالیزیا کې د طالبانو سفارت ویلي چې د دغې ډلې سرپرست سفیر د مالیزیا د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه وکړه. د طالبانو په ویتا، په دې لیدنه کې پر دوه‌‌اړخیزو، سیاسي، اقتصادي او سوداگریزو اړیکو بحث وشو.

په مالیزیا کې د طالبانو سفارت پرون (شنبه) په یوه بیان کې لیکلي چې د یادې ډلې سرپرست سفیر نقیب‌الله احمدي د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي داتو سري محمد حسن سره وکتل.

د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د وروستیو زلزله‌ځپلو خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې له هغوی سره مرستې به افغانستان ته په ډاډمنه توګه ورسېږي.

مالیزیا تر دې مخکې د افغانستان په ختیځ کې د زلزله‌ځپلو لپاره د ژغورنې یو ټیم استولی و.