شمالي کوریا: که امریکا د اټومي وسلو په اړه له خپلو غوښتنو په شا شي، د خبرو شونتیا شته

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون تازه ویلي، چې هیڅکله خپلې اټومي وسلې لهمنځه نه وړي او که امریکا په دې اړه له خپلې غوښتنې په شا شي؛ نو د خبرو شونتیا شته. نوموړي همدا راز ویلي، چې د هېواد د بقا لپاره د اټومي وسلو لرل اړین دي.