د برازیل ولسمشر وايي په غزه کې نسل وژنه نه شي توجیه کېدای

د برازیل ولسمشر لولا داسیلوا د ملګرو ملتونو ۸۰مه غونډه کې وویل چې په غزه کې نسل وژنه په هېڅ ډوله نه توجیه کېږي. هغه زیاته کړه: «هلته قتل عام ترسره شوی. لوږه د خلکو د بېخایه کیدو لپاره د وسلې په توګه کارول شوې.»