• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې او بیلاروس منځنۍ اسیا او افغانستان ته د تېلو صادرات ۱۰ سلنه ډېر کړي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۴ GMT+۱تازه شوی: ۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۱

د روسیې او بیلاروس له لوري د تېلو صادرات د ۲۰۲۵ کال په اګست کې پام وړ زیات شوي چې د صنعت د سرچینو او رویټرز خبري اژانس د محاسبو له مخې، یوازې د همدې میاشتې په ترڅ کې شاوخوا ۹۰۰ زره ټنه تېل منځنۍ اسیا، منګولیا او افغانستان ته صادر شوي.

د راپور له مخې، د روسیې له خوا په جولاي میاشت کې صادر شوي تېل ۷۴۳ زره ټنه وو چې په اګست کې ۷۷۹ زره ټنو ته رسېدلي، حال دا چې د ۲۰۲۴ کال د همدې میاشتې په پرتله نږدې ۲۰۰ زره ټنه زیاتوالی ښيي.

په ورته وخت کې، د بیلاروس صادرات هم له ۷۲ زره ټنو څخه ۱۲۱ زره ټنو ته لوړ شوي، چې د تېر کال د اګست له پنځه زره ټنو سره څرګند توپیر لري.

د روسیې حکومت د کورني بازار د ساتنې لپاره د ۲۰۲۵ د جولای له ۳۰مې د ګازولین صادرات محدود کړل او دا بندیز یې د سپټمبر تر پایه وغځاوه، خو صادرات هغو هېوادونو ته روان دي چې د اوراسیا اقتصادي اتحادیې (EAEU) غړي دي یا له مسکو سره یې د تیلو ځانګړي تړونونه لاسلیک کړي دي.

کارپوهان وايي، د منځنۍ اسیا پر لور د تېلو صادرات د روسي شرکتونو لپاره ځکه ارزښت لري چې هلته د لوېدیز د بندیزونو ستونزې نشته، د سمندر له لارې د لېږد اسانتیاوې شته او په روبل اسعارو کې تصفیه کېدای شي.

په ټولیز ډول د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې، د روسیې او بیلاروس تېلو صادرات منځنۍ اسیا ته ۳۰ سلنه زیات شوي او ۵.۹۴ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.

یوازې د ګازولین صادرات په دې موده کې ۴۴ سلنه لوړ شوي او ۱.۹۹ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.

بیلاروسي شرکتونو په اګست کې یوازې افغانستان ته ۵۸ زره ټنه ګازولین صادر کړی، چې د تېرې میاشتې په پرتله نږدې دوه چنده زیاتوالی ښيي.

د روسیې او بیلاروس د الوتکې تېلو عرضه هم لوړه شوې، یوازې قزاقستان ته یې د اګست په میاشت کې له ۲۱ زره ټنو څخه ۵۸ زره ټنو ته لوړه شوې ده.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

عبدالسلام حنفي له قطري پانګوالو نه په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۳ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې ارګ ویلي، چې د دې ډلې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د قطر سفیر سره د مخه ښې ناسته کې له قطري پانګوالو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د کرنې، انرژي او کانونو د استخراج په برخو کې پانګونه وکړي.

د قطر سفیر هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې تر پخوا زیاتې پراخې او پیاوړې شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په دې ناسته کې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د سعید بن مبارک الخیارین د کړنواو فعالیتونو مننه کړې او ویلي یې دي، چې دا مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د سوداګرۍ او پانګونې ښې زمینې برابرې دي.

هغه زیاته کړې، « د بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي ډول د قطر هېواد له پانګوالو غواړو چې په افغانستان کې د کرنې، انرژي او کانونو رااېستلو په برخو کې پانګونه وکړي».

دوه ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په افغانستان کې د قطر سفیر سعيد بن مبارک الخيارين ماموریت پای ته رسېدلی. نوموړي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د مخه ښې لیدنه هم کړې دو.

قطر د طالبانو او نړۍ ترمنځ د پل حیثیت لري او له دې ډلې سره نژدې اړیکې پالي.

طالبانو د نوي سفیر د راتک او ګومارنې په اړه څه نه دي ویلي.

قرغیزستان له لویدیځ نه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ افغانانو ته وسپاري

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۳ GMT+۱

د قرغیزستان ولسمشر د ملګرو ملتونو په ناسته کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د بیرته ورکولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د کابل نړیواله انزوا او مالي مرستې نه ورکول د منلو وړ نه دي.نوموړي ویلي، چې د افغانستان ټولشموله پرمختګ د سیمې د اوږدمهالې سولې او ثبات کیلي ده.

صدر جباروف د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۰مې غونډې په عمومي بحثونو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل، چې د جیوپولیټیکي سیاستونو لپاره د مالي وسایلو کارول یوازې د بشري ناورین شدت زیاتوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د لویدیزو هېوادونو له خوا د افغانستان له ۹ میلیارده ډالرو زیاتې کنګل شوې پیسې باید د افغانستان خلکو ته وسپارل شي. د نوموړي په وینا، دغه منابع کولی شي د بنسټیزو جوړښتونو د بیا رغونې، د بانکي سیسټم ملاتړ، د کرنې د پرمختګ او د میلیونونو خلکو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو سرچینه وګرځي.

هغه همدارنګه یادونه وکړه چې نن ورځ له ۱۵ میلیونه زیات افغانان له لوږې کړیږي او ۲۴ میلیونه نور بشري مرستو ته اړتیا لري.

د قرغیزستان ولسمشر وویل، چې د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونو د همکارۍ ځواک پیاوړی کړی او ښودلې یې ده چې سیمه‌ییز یووالی د پرمختګ او امنیت لپاره یوه ځواکمنه وسیله کېدای شي.

نوموړي وویل، قزاقستان باور لري چې د افغانستان ټولشموله پرمختګ د سیمې د اوږدمهالې سولې او ثبات کیلي ده.

جباروف زیاته کړه چې قزاقستان د بشري مرستو او همکارۍ له لارې په سوداګرۍ، د خوړو امنیت، بنسټیزو جوړښتونو او ترانسپورت اړیکو کې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د پاکستان د بلوچستان چارواکي وايي د افغانانو ستنېدو ته اسانتیاوې برابروي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د پاکستان دولتي راډیو د راپور له مخې، د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي ویلي، چې حکومت یې د افغان کډوالو د ستنېدو په بهیر کې غوره اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

نوموړي په کوټه کې د طالبانو له کونسل محمد حبیب ناصر سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې ټولو اړوندو ادارو ته یې لارښوونې کړې، چې د افغان کډوالو د باعزته ستنېدو په بهیر کې هر اړخیزه مرسته وکړي.

پر همدغه مهال د بلوچسستان سترې محکمې هغه قضیه منلې، چې پکې تر راتلونکو شپږو میاشتو د افغان کډوالو د نه ستنولو غوښتنه شوې ده.

دغه غوښتنلیک چې د افغانانو په استازولۍ د سید نظیر اغا په نوم د یوه پاکستاني وکیل له لوري محکمې ته وړاندې شوی، وايي، هغو افغانانو ته چې له پاکستانیانو سره یې ودونه کړي؛ د اساسي قانون له مخې باید د پاکستان تابعیت ورکړل شي. په غوښتنلیک کې له محکمې غوښتنه شوې، چې اړونده چارواکي دې د افغان کډوالو له ستنولو راوګرځوي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د بلوچستان سترې محکمې په غوښتنلیک کې د وړاندې شویو دلایلو له اورېدو وروسته اړوندو ادارو ته د افغان کډوالو د نه ستنولو په اړه لارښوونې کړې دي.

خواجه اصف: ټول افغان کډوال باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۷ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې، چې پاکستان د افغان کډوالو د حضور له کبله له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دی. نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې ټول افغان کډوال باید بېرته افغانستان ته ستانه شي.

دغه پاکستاني چارواکي یو ځل بیا ادعا کړې، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد ورانکاره کړنې او ترهګریز بریدونه تنظمېږي چې باید مخینوی یې وشي.

خواجه اصف ویلي، چې په وار، وار یې په افغانستان له طالبانو نه له افغان خاورې د پاکستان پرضد د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي او په دې برخه کې د جدي ګامونو د پورته کولو غوښتنه کړې ده.

خواجه اصف په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې طالبانو په وار، وار د پاکستاني چارواکو ورته څرګندونې رد کړې دي.

له پاکستان نه د افغان کډوالو د ستنولو په اړه د خواجه اصف څرګندونې په داسې حال کې دي، چې وړاندې د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو له افغان کډوالو سره په پاکستان د ناسم وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

تازه د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د افغان کډوالو د روغتیایي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې ګڼ افغان کډوال د پولیسو د نیول کېدو له وېرې روغتونونو ته له تګ ډډه کوي چې د مېندواره مېرمنو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، راپورونه ښيي چې په پاکستان کې یوشمېر ناروغ افغان کډوال د پولیسو د وېرې له امله روغتیایي مرکزونو ته نه ورځي او ځینې روغتونونه له هغو ناروغانو سره د درملنې په برخه کې همکاري نه کوي چې د اعتبار وړ ویزې نه‌لري.

دغه سازمان په ډاګه کړې، چې دغه ډول چلند نه یوازې له انساني کرامت ښکاره سرغړونه ده؛ بلکې د پاکستان د اساسي قانون او د هغو نړۍوالو بشري ژمنو خلاف کړنه ده، چې دغه هېواد لاسلیک کړی دی.

له اسلام‌اباد او راولپنډۍ نه تر ۵۰ډېر کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي

۲ تله ۱۴۰۴ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۸ GMT+۱

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې تر ۵۰ ډېر هغه افغانان چې په دغه هېواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل؛ په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. له دې ډلې ۲۱ کسان نارینه، ۸ مېرمنې او ۲۰ ماشومان وو.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي دي، چې له یادې ډلې دوه کسان د روغتیايي وضعیت د خرابوالي له کبله روغتون ته لېږدول شوي دي. په راپور کې راغلي، په وروستیو کې یوازې په راولپنډۍ کې تر ۳۵۰۰ زیات افغانان نیول شوي چې ټول بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې د امنیتي چارواکو له حوالې راغلي، چې په یادو ښارونو کې به د هغو افغانانو پر وړاندې چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري؛ د نیولو لړۍ دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ له پاکستان نه په خپله خوښه د زرګونه افغانانو د ستنېدو په اړه خبرونه ورکول کېږي. د طالبانو حکومت ویلي، چې یوازې پرون له پاکستان نه تر ۵ زرو ډېر افغان کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.