• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني حکومت خلاف د افغانانو شاوخوا ۱۱۰ عاجلې قضیې ثبت شوې

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د فدرالي حکومت پر ضد، چې د بهرنیو چارو وزارت یې استازیتوب کوي، شاوخوا ۱۱۰ عاجلې قضیې روانې دي. جوزف هنټرزیهر وايي، د برلین اداري محکمې بهرنیو چارو وزارت ته تازه شاوخوا ۹۰ عاجلې پرېکړې استولې دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند جوزف هینټر زیهر په برلین کې یوې خبري ناستې ته وویل، دمګړۍ د فدرالي حکومت پر ضد، چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې یې استازولي کېږي، شاوخوا ۱۱۰بیړنۍ قضیې روانې دي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « خو دا مهمه ده چې پوه شئ دا یوازې د یوه وخت لنډ انځور دی او دا شمېر ژر بدلیدای شي. د برلین اداري محکمې له خوا د بهرنیو چارو وزارت ته اوس شاوخوا ۹۰ عاجلې پرېکړې رسیدلې دي».

زیهر وویل، د هغو افغانانود منلو پروسه او د امنیتي ارزونې ټول پړاوونه، چې ډېری په پاکستان کې دي، لا نه دي بشپړ شوي. د هرمسن په وینا، د امنیتي ارزونو بهیر څو ورځې وړاندې بېرته پیل شوی او د امنیتي ادارو کارکوونکي په اسلام‌اباد کې موجود دي څو دغه ارزونې ترسره کړي.

نوموړي افغانستان ته د شړل شویو افغانانو په اړه وویل، چې فدرالي حکومت د پروګرام د ټولو ګډونوالو د لا ښه خوندیتابه لپاره نور ګامونه اخلي.

هغه زیاته کړه، « د خوندیتوب پخواني اقدامات اصلاح شوي او د ګډونوالو لپاره صادر شوي خوندیتوب لیکونه هم جاري دي. هغه کسان چې په افغانستان کې ځای پر ځای شوي، لا هم د فدرالي حکومت تر ملاتړ لاندې دي».

په غونډه کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند هرمسن وویل، چې افغانستان ته له شړل شویو کسانو سره ددوی اړیکې شته دي او له پاکستان سره هم دوی په اړیکه کې دي، چې د جرمني د منلو په پروګرام کې شامل کسان ونه شړي.

هغه دغه راز وویل، چې نوی حکومت د تېر حکومت ټولې پرېکړې او ژمنې څیړي او د هغوی قانوني او حقوقي اعتبار ارزوي او بیا د منلو پروسه او امنیتي ارزونې ترسره کېږي.

د جرمني د اداري محکمې د حکم له مخې، پرون د دغه هېواد هانوفر ایالت ته د پنځو افغان کورنیو ۲۸ تنه غړي انتقال شول.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د سرغړونو په تور خوست کې یوشمېر درملتونونه او روغتیایي مرکزونه تړلي دي

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۰۲ GMT+۱

په خوست کې د طالبانو ولایتي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د دوی له روغتیايي قوانینو او مقرراتو څخه د سرغړونې په تور یې په دغه ولایت کې د یوشمېر روغتیایي مرکزونو په ګډون درملتونونه هم تړلي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د نظارت پر مهال د خوست ښار اړوند یې څلور روغتیايي مرکزونه او درې درملتونونه سرغړوونکي پېژندلي او تړلي یې دي. هغه وایي، د دوی څارونکې ډلې به په ښار کې خپل ګرځنده فعالیتونو ته دوام ورکړي او هره هغه هټۍ به تړي چې د دوی له اصولو سرغړونې کوي.

مستغفر ګربز د دغه څار دوام د روغتیايي خدمتونو د کېفیت لوړول، د عامه روغتیا په تړاو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کول او د ښو خدمتونو وړاندې کول بولي. طالبانو په دغه ولایت کې روغتیایي مرکزونو، روغتونونو او درملتونونو ته سپارښتنه کړې، چې باید د دوی قوانین په جدي توګه رعایت کړي.

طالبانو تر دې وړاندې په یوشمېر نورو ولایتونو او په ځانګړې توګه ننګرهار کې هم یوشمېر روغتونونه او درملتونونه تړلي وو. د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ناسم روغتیایي خدمتونه او بې‌کېفیته درمل د ناروغانو پر وړاندې تر ټولو لویې ننګوونې دي.

ګنډاپور: د سیمې امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی دی

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۶ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د چهارشنبې په ورځ د (تلې ۲مه) یو ځل بیا ویلي، چې په سیمه کې تل پاتې سوله یوازې د خبرو اترو او د دودیزو جرګو له لارې ټینګېدای شي. هغه ویلي، د سیمې امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی دی.

د هغه د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړي د پاکستان لپاره د برېټانیا له عالي کمېشنر جېن ماریوټ سره په خپل دفتر کې د لیدنې پر مهال وویل: «په سیمه کې سوله هغه وخت شونې ده، چې په افغانستان کې ثبات رامنځته شي.»

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دواړو لورو ترمنځ د ګډو لېوالتیاوو او د سیمې د عمومي امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې شوې دي.

ګنډاپور ویلي، چې خېبر پښتونخوا ایالت د څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه پاتې شوی او لا هم د هغوی د باعزته ستنېدو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د نوموړي په خبره؛ ایالتي حکومت هڅه کوي هغو افغان کورنیو ته چې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي، هر ډول ممکنه مرسته او اسانتیاوې برابرې کړي.

تر دې دمخه علي امین ګنډاپور په وار، وار ویلي و، چې په خېبر پښتونخوا کې د پراخېدونکې نا امنۍ د مخنېوي لپاره هڅه کوي چې افغان طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته ولاړ شي؛‌ خو اسلام‌اباد یې پاسپورټ بلاک کړی دی. هغه په وار، وار ټینګار کړی، چې پر کابل واکمنو طالبانو سره باید د زیاتېدونکې ترهګرۍ او «ټي‌ټي‌پي» په تړاو خبرې اترې وشي.

امریکا ته دوه لارې؛ پوځي یرغل او یا د بګرام له‌منځه وړل؟

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۷ GMT+۱

یو نامتو امریکایي څېړونکی ماېکل کوګلمن وايي، د ډونالډ ټرمپ له لوري د بګرام د بېرته نیولو پرله‌پسې ټینګار ښيي چې هغه په رښتیا د دغه اډې د نیولو هڅه کوي.

نوموړي په فارن پالېسي وېب‌پاڼه په یوه لیکنه کې ویلي، چې د امریکا پر وړاندې تر ټولو سخته سناریو به په خورا خطرناکه توګه د بګرام نیول وي او یا به یې هم په بشپړه توګه له‌منځه یوسي. کوګلمن چې د واشنګټن په وېلسن څېړنیز مرکز کې د سوېلي اسیا لوړپوړی شنونکی دی، په دغه مقاله کې یې د بګرام په تړاو د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې څېړلې دي.

هغه لیکلي، لاهم څرګنده نه‌ده چې د ټرمپ وروستي ګواښونه یوازې سیاسي فشار دی او که جدي اراده یې کړې. هغه زیاتوي، چې په پرله‌پسې توګه د ټرمپ له‌خوا د بګرام ذکر د دغه اډې په تړاو د نوموړي ځانګړې علاقه څرګندوي.

د ده په وینا؛ د امریکا احتمالي سناریوګانې که پوځي یرغل وي او که د بګرام ویجاړول، دواړه به د افغانانو او امریکایانو د مرګ‌ژوبلې، د بندیانو د خلاصون بهیر د ګډوډۍ او د ټرمپ لپاره د سیاسي زیان لامل شي. مقاله زیاتوي، ټرمپ داسې غوښتنې کوي چې طالبان یې هېڅ‌کله نه مني؛ حال دا چې د امریکا د سټراټېژیکو او امنیتي اندېښنو لپاره نور بدیلونه شته، چې له پامه غورځول شوي دي.

ټرمپ د تېرې اونۍ په پای کې پر تروټ خواله رسنۍ ګواښ کړی و، که طالبان د بګرام هوايي اډه امریکا ته ونه سپاري؛ نو «ناوړه پېښې به رامنځته شي». هغه مخکې هم د برېټانیا له لومړي وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې د بګرام د بیا نیولو خبره کړې وه.

دغه امریکايي لیکوال ټینګار کړی، چې د ټرمپ وروستی ګواښ د وخت، دلیل او منطق له پلوه ناسمه خبره ده.

د ده په وینا: «طالبان هېڅ‌کله د بهرنیو ځواکونو حضور په افغانستان کې نه مني. که څه هم دوی د نړۍوال مشروعیت لپاره د امریکایي زندانیانو د خوشې کېدو امتیازات ورکړي؛ خو د بګرام مساله ورته سره کرښه ده.» طالبانو تېره یکشنبه د ټرمپ دغه غوښتنه په کلکه رد کړه.

کوګلمن د امریکا د استازو، د بندیانو په چارو کې د ټرمپ ځانګړي استازي اډم بولر او د افغاستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد وروستیو سفرونو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د ټرمپ ګواښونه کولای شي د امریکا د سیاست اصلي لومړیتوبونه هم افغانستان کې زیانمن کړي.

هغه همدارنګه د ټرمپ د څرګندونو په اړه چې ګواکې بګرام له چین سره نږدې دی، ویلي چې له څلورو کلونو وروسته امریکایي سرتېري بېرته بګرام ته ستنول؛ ښايي د واشنګټن لپاره د ګټو پر ځای تاوان وکړي، ځکه بیجېنګ به دا کار پاروونکی وګڼي او غبرګون به وښيي. د ده په باور؛ د چین حضور په افغانستان کې خورا محدود دی، چې د امنیتي او ترهګريزو اندېښنو له امله رامنځته شوی.

د کوګلمن په وینا، امریکا ښايي د داعش خراسان پر ضد د مبارزې لپاره بګرام ته سترګې په لار وي؛ خو د دغې ډلې د نفوذ پراخېدو له امله ښایي په نورو سیمو کې د ترهګرۍ ضد د امریکا هڅې اغېزمنې شي.

هغه زیاتوي، کېدای شي طالبان وړاندیز وکړي چې امریکا کولای شي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او له دې لارې د ګواښونو څار وکړي. که څه هم د امریکا سفارت بیا پرانیستل په کابل کې ډېر شونی نه ښکاري؛ خو واشنګټن لا هم له طالبانو سره د خبرو پرانیستي چېنلونه لري، چې د قطر په غونډو او کله هم په کابل کې سره لیدنې کوي.

دغه اړیکې امریکا ته ځینې فرصتونه برابروي؛ لکه د افغانستان پر مهمو کاني زېرمو د نفوذ ارزونه او یا د امریکا د استخباراتو او طالبانو تر منځ د داعش-خراسان پر ګډو ګواښونو نارسمي خبرې اترې یې برخه کېدای شي.

د افغان کډوالو د اېستلو څپې؛ تېره ورځ نږدې ۱۵۰۰ کورنۍ له ایران او پاکستان نه ستنې شوې

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د اېستلو په بهیر کې تېره ورځ چهارشنبه د (تلې ۲مه) ۱۴۹۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې کړای شوې دي. دوی وایي، له دې ډلې ۱۲۰۴ کورنۍ د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له لارې له پاکستان نه ستنې شوې دي.

همدا راز له ایران نه بیا د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۹۰ کورنۍ افغانستان ته اوښتې دي. طالبان وایي، دغو ستنو شویو کورنیو ته یې سیم کارټونه او ټرانسپورټي اسانتیاوې هم برابرې کړې دي. هم‌مهاله د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنه لري، چې افغانستان وار دمخه د طالبانو په واک کې له بشري ناورین سره مخ دی او د کډوالو د ستنېدو تازه څپې دغه ناورین لا پسې ژور کړی دی.

د یاد سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ اندېښنه ښوولې، چې دغه تازه ستانه شوي افغانان په خپل هېواد کې د سرپناوو، بې‌روزګارۍ او فقر له پراخو څپو سره مخ شوي دي. یاد سازمان له مرستندویه ادارو او هېوادونو غوښتي، چې د دغه ناورین د مخنېوي لپاره باید ورسره مرستې وکړي.

پر طالبانو نیوکې دي، چې یوازې په شعاري توګه کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو ادعاوې کوي؛ خو په عمل کې دغه ډله ستنېدونکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو او مدیریت کې پاتې راغلې ده.

پاکستانۍ رسنۍ: اسلام‌اباد د افغانستان د انزوا پای ته رسېدو لپاره هڅې کوي

۳ تله ۱۴۰۴ - ۲۵ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۷ GMT+۱

پاکستان د چهارشنبې په ورځ د اسلامي همکاریو سازمان په ناسته کې ویلي، چې د دغه سازمان د تماس ډلې د غړو هېوادونو له کارپوهانو دې یو ګډ کاري پلاوی جوړ شي؛ ترڅو د افغانستان اړوند ټولو مسایلو لپاره د عملي نقشې په جوړولو کې ګډ کار وکړي او د متقابلو ګامونو یوه لړۍ پرمخ یوسي.

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډله په ۲۰۰۹کال کې د جرمني په ملاتړ رامنځته شوې وه او اوس د یاد سازمان له پنځوسو غړو هېوادونو جوړه ده.

په دغه غونډه کې افغانستان ته یو څرګند پیغام هم ورکړل شو او له طالبانو یې وغوښتل، چې پر ښځو او نجونو هغه «بې‌دلیله» بندیزونه لرې کړي چې د اسلامي اصولو او د اسلامي ټولنو د دودونو خلاف دي. دغه غوښتنه وروسته له هغه راپورته شوه، چې طالبانو د ښځینه لیکوالانو د اثارو پر خپرولو او لوستلو بندیز ولګاوه.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په یوې څنډه کې د اسلامي هېوادونو سازمان د تماس ډلې د لومړۍ ناستې پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د افغانستان په تړاو د خپل هېواد ځینې وړاندیزونه او طرحې شریکې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ ډار ټینګار کړی چې سیاسي بن‌بست او د افغانستان اوسنی وضعیت د دې لامل شوی، چې په نړۍواله ټولنه کې خپل حضور نه‌لري. هغه ویلي: «د اسلامي همکاریو د غړو، د سیمې د شریکانو او ګاونډیانو په توګه موږ باید له دې بستر څخه د هغو نوښتونو لپاره کار واخلو، چې افغانستان د انزوا له حالت څخه وباسي».

نوموړي په خپلو څرګندونو کې وویل، د تماس ډله باید له نړۍوالې ټولنې وغواړي چې افغانستان ته پرته له سیاسي شرطونو بشري مرستې برابرې کړي. همدارنګه، د افغانستان د اقتصاد د ټینګښت، د بانکي نظام د بېرته فعالولو، د سوداګرۍ د اسانتیاوو او د سیمه‌ییز وصل پروژو د عملي کولو لپاره هم هڅې وشي؛ ترڅو د بې‌کارۍ کچه کمه شي او خلک د فقر له حالته ووځي.

هغه زیاته کړه، چې د طالبانو سره باید د سیمې په ګډون له بېلابېلو لارو د تعامل ملاتړ وشي؛ ترڅو دوی خپلو نړۍوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي. نوموړي د ملګرو ملتونو هڅې هم وستایلې، چې د کوکنارو کښت اړوند اوس د بدیلو معیشتونو په برابرولو بوخت دي او باید دغه هڅې دوام وکړي چې افغان بزګرانو ته د راتلونکي لپاره دوامدارې لارې چارې رامنځته شي.

اسحاق ډار زیاته کړه، طالبان باید دې ته وهڅول شي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د اسلامي اصولو خلاف بندیزونه لرې کړي او خپلې تګلارې په دې برخه کې له سره وڅېړي. د ده په باور؛ له نسبي سولې وروسته اوس وخت رارسېدلی، چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي او د تماس ډله باید د طالبانو چارواکي دې ته اړ کړي چې د بېرته ستنو شویو کډوالو د ځای پر ځای کېدو لپاره لازم شرایط برابر کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې نړۍواله ټولنه هم باید په دې مسوولیت کې ونډه واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دغه ناستې پرمهال یو ځل بیا اندېښنه څرګنده کړې، چې اسلام‌اباد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر حضور جدي اندېښه لري. هغه د پاکستاني طالبانو تحریک په ګډون د بلوڅ بېلتون پاله ډلې ته هم اشارې کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو تر سیوري لاندې ښکاره پناه ځایونه لري. هغه همدا راز د ختیځ ترکستان ډلې ته هم اشاره کړې، چې د القاعده شبکې سره نږدې همکاري لري.

هغه خبرداری ورکړی، چې طالبان باید د دغو ترهګرو د مخنېوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي او د اسلام‌اباد شته امنیتي اندېښنو ته ځواب ووایي. اسحاق ډار ټینګار کړی، چې پر افغانستان واکمن باید د پاکستان په ګډون د دوی له خاورې هر ګاونډي ته شته ګواښونه ختم کړي.