• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اروپایي ټولنې د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۲۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ نن د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې «ژیل برټران»د دې ټولنې له خواد نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نوموړي ټاکنه په داسې وخت کې شوې ده چې افغانستان د سیاسي، ټولنیزو او بشري حقونو له جدي ننګونو سره مخ دی او د اروپايي ټولنې لپاره د افغانانو سره د اړیکو او ملاتړ پیاوړتیا ځانګړی اهمیت لري.

د استازولۍ په وینا، د برټران رول به د افغانانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل په پیاوړي کولو کې مهم وي.

ژیل برټران د فرانسې یو تجربه لرونکی ډیپلومات دی. هغه مخکې هم د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازولۍ غړی پاتې شوی او له افغانستان سره د کار عملي تجربه لري. نوموړی له ۲۰۲۱کال راهیسې د کلمبیا لپاره د اروپايي ټولنې د سفیر په توګه کار کاوه.

برټران نږدې ۲۰کاله د اروپايي ټولنې په بېلابېلو برخوکې، په ځانګړي ډول د بهرنۍ تګلارې او نړیوالو اړیکو په برخه کې دنده ترسره کړې ده. د ده مسلکي مخینه او د سیمې پېچلتیاوو سره بلدیت هغه ته ځانګړې وړتیا ورکوي چې د اروپايي ټولنې د استازیتوب مسوولیتونه په اغېزمن ډول پرمخ یوسي.

نوی استازی د توماس نیکلسون ځای ناستی کیږي. نیکلسون هغه مهال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټاکل شوی و چې طالبانیو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول. د هغه دنده تر ډېره د اروپايي ټولنې دریځ څرګندول او له نړیوالې ټولنې سره د همغږۍ هڅې کولې.

د اروپايي ټولنې چارواکي ټینګار کوي چې دغه بدلون به د افغانستان په تړاو د اتحادیې د بهرنۍ تګلارې د دوام او اغېزمنتیا په برخه کې نوې ساه ورکړي او د افغانانو د حقونو، بشري وضعیت او نړیوال تعامل د ملاتړ په برخه کې به مثبت بدلونونه رامنځته کړي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

•
•
•

نور کیسې

قزاقستان: د افغانستان خلک « زاړه او کوچنیان» مرستو ته اړتیا لري

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۰ GMT+۱

قزاقستان نږدې ۹۵۲ زره ټُنه خوراکي او غیر خوراکي بلا عوضه مرستې د هرات په تورغونډۍ بندر کې د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې ته وسپارلې. د قزاقستان استازي د دغو مرستو د سپارلو په مراسمو کې ویلي، د افغانستان خلک له ماشومانو نیولې تر زړو ټول یې مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې د خبرپاڼې له مخې، قزاقستان د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) ۹۵۱ زره او ۹۰۶ ټُنه خوراکي او غیر خوراکي بلاعوضه مرستې د هرات په تورغونډۍ بندر کې د دغې ادارې مسوولینو ته وسپارلې.

په دغو مرستو کې ۸۰۰,۱۵۰کیلو اوړه (۱۶۰۰۳ بورۍ ۵۰ کیلویي)، ۱۰۰۲ بستې غوښه، ۶۵,۱۵۰ کیلو بوره (۱۲۹۹ بورۍ ۵۰ کیلویي)، ۷۲۰ بوجۍ ۲۵ کیلویي چای، ۱۹۰۰ تختې کمپلې، ۴۲۴ بابه ۱۰ کسیزه خیمې او ۷۶ژمنۍ خیمې شاملې دي.

د قزاقستان استازي د دغو مرستو د سپارلو پر مهال وویل، «د افغانستان خلک له ماشومانو، ځوانانو او زاړه نسل څخه ټول مرستو ته اړتیا لري او د نن ورځې د خوراکي او غیرخوراکي مرستو دا جوپه د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو او نېک نیت ښکارندویه ده.»

له دې سره سم، د طالبانو له پېښو سره د مبارزې ادارې استازو په دې مراسمو کې وویل، دغه مرستې د دغې ادارې د هڅو او د دوی د بهرنیو چارو وزارت په همغږۍ ترلاسه شوي او زیاته یې کړه، «دغه مرستې به پر وخت د مستحقو خلکو لاس ته ورسېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان او ایران څخه د یو مخیزې اېستنې له امله په کور دننه د بې وزلۍ کچه لوړې شوې او همداراز د زلزله ځپلو وضعیت ته د نه رسېدنې له امله اندېښنې زیاتې شوي او ډېری کورنۍ را روان ژمي ته سخت اندېښمن دي او له اړوندو بنسټونو د مرستو غوښتنه لري.

شهباز شریف له طالبانو د بشري حقونو او د ښځو حقونو د درناوي غوښتنه وکړه

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۲ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پرمهال له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد کار نه اخېستل کېږي.

شهباز شریف په دغه غونډه کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پاکستان هڅو ته په اشاره وویل:« موږ تر هر چا ډېر د تروریزم د مهار لپاره هڅې کړې دي او په وړاندې مو یې سنګر نیولی دی، دا هڅې باید په رسمیت و پېژندل شي.»

په ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر په بلوچستان کې د جعفر اېکسپریس پر اورګاډي برېد ته په اشاره پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د هغو ډلو پرضد اقدام وکړي چې د نوموړي په وینا له افغانستان نه فعالیت کوي.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان د بیارغونې او بشردوستانه مرستو په برخه کې هڅې کوي، خو د طالبانو څخه تمه لري چې د خلکو اساسي حقوق تضمین کړي.

شهباز شریف د خپلې وینا پرمهال د اسلام اباد او نوي ډیلي د اړیکو په اړه وویل، چې د هند تر وروستي برېد وروسته د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام کې پاکستان اووه هندي جنګې الوتکې نسکورې کړې دي.

شهباز شریف زیاته کړه:«څو اړخیزه پالنه یو انتخاب نه بلکې یو اړینه اړتیا ده، پاکستان د خبرو له لارې په همکارۍ او د اختلافاتو په حل ټینګار کوي، خو د هر بهرني یرغل په وړاندې به قاطع عمل وکړي.»

شریف له هند سره د جنجالي مسایلو په اړه جدي خبرو ته چمتوالی وښود.

د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه دوه ځله مننه وکړه هغه یې د «سولې سړی» وباله.

نوموړي د خپلې وینا پر دوام د فلسطین په رسمیت پېژندنه وستایله او وايي، چې د فلسطین اوسنی وضعیت د نړیوالې ټولنې «اخلاقي ناکامي» ده.

روسي کارپوه: د طالبانو رسمیت پېژندل د مسکو لپاره بې ګټې و

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۹ GMT+۱

په روسیه کې د معاصرو ایراني مطالعاتو د مرکز مشر رجب صفروف وايي، چې د مسکو لخوا د طالبانو رسمیت پیژندلو هېڅ ‍ پایله نه ده ورکړې. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې روسیې تمه لرله نور هېوادونه به هم د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني، خو داسې ونه شول.

رجب صفروف د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، د طالبانو په رسمیت پېژندنه کې د روسیې مخکښ کېدلو سره مسکو غوښتل چې یاده ډله نړیوالې ټولنې ته راستانه شي او د یو مشروع قانوني دولت په څېر عمل وکړي، خو طالبانو په خپلو سیاستونو کې هېڅ بدلون نه دی راوستی.

د هغه په وینا، طالبانو د روسیې د دغه سترې پرېکړي په بدل کې د یوې اعلامیې له خپرولو پرته، کوم د پام وړ اقدام نه دی کړی.

دغه روسي کارپوه د طالبانو او امریکا ترمنځ د احتمالي همکارۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې د امریکايي پوځي اډې پرانېستل د سیمې د امنیت او ثبات د ګډوډولو لپاره دی او مسکو به په کلکه د دې کار مخالفت وکړي.

محمد صادق د روسیې له سفیر سره په افغانستان کې ترهګرو ډلو د شتون او ننګونو په تړاو خبرې کړي

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په اسلام‌اباد کې د روسیې له سفیر البرت پي خاریف سره کتلي او دواړو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او ننګونو په اړه خبرې کړې دي.

محمد صادق د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په اسلام اباد کې یې د روسیې له سفیر البرت پي خاریف سره لیدلي او د سیمي د امنیتي وضعیت په اړه یې خبرې کړي دي.

صادق ویلي: «په دې لېدنه کې د افغانستان د ننه د نړیوالو او سیمه‌ییزو ترهګرو ډلو پر شتون تمرکز وشو او دواړو لورو د نږدې همکارۍ له لارې د دغو ننګونو پر وړاندې د ګډو هڅو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.»

محمد صادق زیاته کړې چې د روسیې له سفیر سره یې د افغانستان په اړه د پاکستان، روسیې، چین او ایران د ځانګړو استازو د څلور اړخیزې غونډې او د مسکو فورمټ د اوومې غونډې د چمتوالي په اړه هم خبرې کړې دي.

محمد صادق ویلي، د افغانستان په اړه دواړه غونډې به د اکټوبر میاشت په لومړۍ اوونۍ کې په مسکو کې ترسره شي.

امرالله صالح: چین دې د مشروع دولت تر جوړېدو پورې خپلې کمپنۍ له افغانستانه وباسي

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح خبرداری ورکړی چې د چین شرکتونه د بدخشان او تخار په سرو زرو کې د بشیر نورزي په ګډون د نشه‌یي توکو له قاچاقبرو سره په ملګرتیا کې ښکېل دي، چې دا کار د طالبانو د زورواکۍ بنسټونه پیاوړي کوي او د افغان ولس په زیان دی.

صالح دغه څرګندونې د چین له هغه اعلان وروسته وکړې چې د بګرام هوايي اډې برخلیک یې د افغان ولس پورې تړلی یاد کړ.

نوموړي د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې دا دریځ د دې نښه ده چې چین طالبان د مشروع دولت په توګه نه یادوي، بلکې په څرګنده توګه مني چې افغانستان له قانوني سیسټم څخه بې‌برخې دی.

نوموړي ویلي: «د افغانستان طبیعي زېرمې، په ځانګړې توګه د بدخشان او تخار ولایتونو سرو زرو کانونه، د افغان ولس ملکیت دي، موږ هیله لرو چې د چین چارواکي خپل شرکتونه د دغو زېرمو له لوټ او غارت څخه راوګرځوي.»

هغه ټینګار کړی چې د بشیر نورزي په ګډون د نشه‌یي توکو له سترو قاچاقبرو سره د چین شرکتونو شراکت نه یوازې له شرافت لرې ده، بلکې د نړۍ دویم اقتصاد (چین) لپاره هم د شرم خبره ده.

صالح زیاته کړه: «د دغو ناقانونه او ناوړه سرو زرو کانونو عملیات یوازې طالبانو ته مالي سرچینې برابروي او د هغوی د زورواکۍ بنسټونه پیاوړي کوي. طالبان یوه ملي ضد ډله ده چې بالاخره به ړنګه شي.»

هغه له چین غوښتنه کړې چې تر هغه وخته دې خپل شرکتونه له افغانستان څخه وباسي څو پورې چې په دغه هېواد کې یو مشروع حساب ورکوونکی حکومت رامنځته کیږي.