• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف له طالبانو د بشري حقونو او د ښځو حقونو د درناوي غوښتنه وکړه

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۴ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پرمهال له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد کار نه اخېستل کېږي.

شهباز شریف په دغه غونډه کې د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پاکستان هڅو ته په اشاره وویل:« موږ تر هر چا ډېر د تروریزم د مهار لپاره هڅې کړې دي او په وړاندې مو یې سنګر نیولی دی، دا هڅې باید په رسمیت و پېژندل شي.»

په ورته مهال د پاکستان لومړي وزیر په بلوچستان کې د جعفر اېکسپریس پر اورګاډي برېد ته په اشاره پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د هغو ډلو پرضد اقدام وکړي چې د نوموړي په وینا له افغانستان نه فعالیت کوي.

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان د بیارغونې او بشردوستانه مرستو په برخه کې هڅې کوي، خو د طالبانو څخه تمه لري چې د خلکو اساسي حقوق تضمین کړي.

شهباز شریف د خپلې وینا پرمهال د اسلام اباد او نوي ډیلي د اړیکو په اړه وویل، چې د هند تر وروستي برېد وروسته د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام کې پاکستان اووه هندي جنګې الوتکې نسکورې کړې دي.

شهباز شریف زیاته کړه:«څو اړخیزه پالنه یو انتخاب نه بلکې یو اړینه اړتیا ده، پاکستان د خبرو له لارې په همکارۍ او د اختلافاتو په حل ټینګار کوي، خو د هر بهرني یرغل په وړاندې به قاطع عمل وکړي.»

شریف له هند سره د جنجالي مسایلو په اړه جدي خبرو ته چمتوالی وښود.

د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه دوه ځله مننه وکړه هغه یې د «سولې سړی» وباله.

نوموړي د خپلې وینا پر دوام د فلسطین په رسمیت پېژندنه وستایله او وايي، چې د فلسطین اوسنی وضعیت د نړیوالې ټولنې «اخلاقي ناکامي» ده.

ترویج لرونکی

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې
۱

داعش ډلې د شیخ ادریس پر موټر د برید وېډیو خپره کړې

۲

د وفادارۍ کرښې ماتېږي؛ افغان طالبان جماعت الاحرار ته د باغي ډلې په توګه ګوري

۳
ځانګړی

طالبانو له ټي ټي پي غوښتي چې جماعت الاحرار له اورکزیو، کورمې او خیبر ولسوالیو وباسي

۴

د طالبانو د ادعا خلاف، په تخار، کابل او هرات کې نشه‌یي توکي نیول شوي

۵

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

•
•
•

نور کیسې

روسي کارپوه: د طالبانو رسمیت پېژندل د مسکو لپاره بې ګټې و

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۹ GMT+۱
روسي کارپوه: د طالبانو رسمیت پېژندل د مسکو لپاره بې ګټې و
100%

په روسیه کې د معاصرو ایراني مطالعاتو د مرکز مشر رجب صفروف وايي، چې د مسکو لخوا د طالبانو رسمیت پیژندلو هېڅ ‍ پایله نه ده ورکړې. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې روسیې تمه لرله نور هېوادونه به هم د طالبانو رژیم په رسمیت وپېژني، خو داسې ونه شول.

رجب صفروف د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، د طالبانو په رسمیت پېژندنه کې د روسیې مخکښ کېدلو سره مسکو غوښتل چې یاده ډله نړیوالې ټولنې ته راستانه شي او د یو مشروع قانوني دولت په څېر عمل وکړي، خو طالبانو په خپلو سیاستونو کې هېڅ بدلون نه دی راوستی.

د هغه په وینا، طالبانو د روسیې د دغه سترې پرېکړي په بدل کې د یوې اعلامیې له خپرولو پرته، کوم د پام وړ اقدام نه دی کړی.

دغه روسي کارپوه د طالبانو او امریکا ترمنځ د احتمالي همکارۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې د امریکايي پوځي اډې پرانېستل د سیمې د امنیت او ثبات د ګډوډولو لپاره دی او مسکو به په کلکه د دې کار مخالفت وکړي.

محمد صادق د روسیې له سفیر سره په افغانستان کې ترهګرو ډلو د شتون او ننګونو په تړاو خبرې کړي

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۲ GMT+۱
محمد صادق د روسیې له سفیر سره په افغانستان کې ترهګرو ډلو د شتون او ننګونو په تړاو خبرې کړي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په اسلام‌اباد کې د روسیې له سفیر البرت پي خاریف سره کتلي او دواړو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او ننګونو په اړه خبرې کړې دي.

محمد صادق د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې په اسلام اباد کې یې د روسیې له سفیر البرت پي خاریف سره لیدلي او د سیمي د امنیتي وضعیت په اړه یې خبرې کړي دي.

صادق ویلي: «په دې لېدنه کې د افغانستان د ننه د نړیوالو او سیمه‌ییزو ترهګرو ډلو پر شتون تمرکز وشو او دواړو لورو د نږدې همکارۍ له لارې د دغو ننګونو پر وړاندې د ګډو هڅو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.»

محمد صادق زیاته کړې چې د روسیې له سفیر سره یې د افغانستان په اړه د پاکستان، روسیې، چین او ایران د ځانګړو استازو د څلور اړخیزې غونډې او د مسکو فورمټ د اوومې غونډې د چمتوالي په اړه هم خبرې کړې دي.

محمد صادق ویلي، د افغانستان په اړه دواړه غونډې به د اکټوبر میاشت په لومړۍ اوونۍ کې په مسکو کې ترسره شي.

امرالله صالح: چین دې د مشروع دولت تر جوړېدو پورې خپلې کمپنۍ له افغانستانه وباسي

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۸ GMT+۱
امرالله صالح: چین دې د مشروع دولت تر جوړېدو پورې خپلې کمپنۍ له افغانستانه وباسي
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح خبرداری ورکړی چې د چین شرکتونه د بدخشان او تخار په سرو زرو کې د بشیر نورزي په ګډون د نشه‌یي توکو له قاچاقبرو سره په ملګرتیا کې ښکېل دي، چې دا کار د طالبانو د زورواکۍ بنسټونه پیاوړي کوي او د افغان ولس په زیان دی.

صالح دغه څرګندونې د چین له هغه اعلان وروسته وکړې چې د بګرام هوايي اډې برخلیک یې د افغان ولس پورې تړلی یاد کړ.

نوموړي د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې دا دریځ د دې نښه ده چې چین طالبان د مشروع دولت په توګه نه یادوي، بلکې په څرګنده توګه مني چې افغانستان له قانوني سیسټم څخه بې‌برخې دی.

نوموړي ویلي: «د افغانستان طبیعي زېرمې، په ځانګړې توګه د بدخشان او تخار ولایتونو سرو زرو کانونه، د افغان ولس ملکیت دي، موږ هیله لرو چې د چین چارواکي خپل شرکتونه د دغو زېرمو له لوټ او غارت څخه راوګرځوي.»

هغه ټینګار کړی چې د بشیر نورزي په ګډون د نشه‌یي توکو له سترو قاچاقبرو سره د چین شرکتونو شراکت نه یوازې له شرافت لرې ده، بلکې د نړۍ دویم اقتصاد (چین) لپاره هم د شرم خبره ده.

صالح زیاته کړه: «د دغو ناقانونه او ناوړه سرو زرو کانونو عملیات یوازې طالبانو ته مالي سرچینې برابروي او د هغوی د زورواکۍ بنسټونه پیاوړي کوي. طالبان یوه ملي ضد ډله ده چې بالاخره به ړنګه شي.»

هغه له چین غوښتنه کړې چې تر هغه وخته دې خپل شرکتونه له افغانستان څخه وباسي څو پورې چې په دغه هېواد کې یو مشروع حساب ورکوونکی حکومت رامنځته کیږي.

کارپوهان: د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د ترهګرۍ د پراخېدو خطر زیاتوي

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۷ GMT+۱
کارپوهان: د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د ترهګرۍ د پراخېدو خطر زیاتوي
100%

له پاکستان او ایرانه د میلیونونو افغان کډوالو جبري ستنول چې له سختو فشارونو سره مخ دي، د داعش-خراسان ډلې د فعالیتونو د پیاوړتیا اندېښنې زیاتې کړې دي. د ډېپلوماټیکو او امنیتي سرچینو په وینا، دا بهیر د سیمې لپاره جدي امنیتي ننګونې رامنځته کولای شي.

د رسنیو راپورونو له مخې، یوازې له جنورۍ راهیسې شاوخوا ۲،۶ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي، چې ډېری یې یا لسګونه کاله بهر تېر کړي او یا یې په لومړي ځل افغانستان کې پښه ایښې ده.

د ملګرو ملتونو د توندلارو ډلو د څارنې پخواني همغږي کوونکي هانسیاکوب شنډلر ویلي: «د خطر کچه لوړه ده چې داعش-خراسان به دغو نویو ستانه شويو افغانان ته د جذب د یوې سرچینې په سترګه وګوري.»

که څه هم د طالبانو له واک ته رسېدو او د پخواني حکومت د نسکورېدو وروسته د افغانستان امنیت ښه شوی، خو د داعش سیمه‌ییزه څانګه چې د افغانستان په ختیځ کې یې پښې لګولې، لا هم وخت ناوخت بریدونه ترسره کوي او د طالبانو واک او پراخو سیمو ته ګواښ پېښوي.

شندلر زیاته کړه: «له اګست ۲۰۲۱ وروسته، دې ډلې د طالبانو ناهیلې شوي غړي او هغه افغانان چې د نوي رژیم برخه نه دي، جذب کړي دي.»

ملګرو ملتونو هم په جولای کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان د ترهګرو ډلو لپاره یو «پرانیستی چاپېریال» ګرځېدلی، چې د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.

ملګري ملتونه وايي تر ټولو لوی خطر له داعش څخه دی، چې شاوخوا ۲۰۰۰ وسله‌وال لري او په تېرو کلونو کې یې روسیې، ایران او پاکستان کې خونړي بریدونه کړي دي.

همدا راز د پاکستاني طالبانو جګپوړې ډلې، درې برابره ډېر وسله‌وال لري، خو تمرکز یې د پاکستان د حکومت پر امنیتي ځواکونو بریدونو ته ځانګړی شوی دی.

اسلام‌اباد پرلپسې پر افغان طالب واکمنانو تور لګولی چې توندلارو ډلو ته یې خوندي پناه ورکړې، خو د طالبانو حکومت بیا- بیا ویلي چې نور په افغانستان کې «هیڅ ترهګره ډله» فعاله نه ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ وړاندوینه کړې چې د کال تر پایه ښايي څلور میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شي.

د دغې ادارې د انساني مرستو همغږي کوونکي اندریکا رټواټې ویلي: «نوي ستانه شوي افغانان له سترو ننګونو سره مخ دي، نه د کار فرصتونه شته، نه سرپناه او نه د لومړنیو خدماتو لاسرسی، له همدې امله دوی د ناوړه استفادې او وسله‌والو ډلو له لوري د جذب په خطر کې دي.»

د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، نږدې نیمايي افغانان د فقر کرښې لاندې ژوند کوي او شاوخوا یوه په څلور کې د ۱۵تر۲۹ کلونو ځوانان بې‌کاره دي.

یوې اروپایي سرچینې چې نوم یې ندی یاد شوی ویلي: «موږ لا له وړاندې پوهېږو چې ځینې افغانان له عقیدې نه، بلکې د اقتصادي اړتیا له امله توندلارو ډلو ته ورځي.»

امینه خان چې د اسلام‌اباد د ستراتیژیکو څېړنو انسټیټیوټ (ISSI) غړې ده، ویلي، هغه افغانان چې لسیزې یې بهر تېرې کړې، د ستنېدو پر مهال د خپل هېواد په ټولنه کې «پردي» ګڼل کېږي.

د هغې په وینا: «ځینې ستانه شوي کسان به پر پاکستان قهرجن وي، ځکه هلته یې کاروبارونه او شتمنۍ له لاسه ورکړي، دا خلک د هغو ترهګرو ډلو لپاره چې په سیمه کې فعالیت کوي، ډېر مناسب هدف ګرځي.»

همدا راز د مسکو په وینا، افغانستان د شاوخوا ۲۳ زره وسله‌والو کوربه دی چې ۲۰ بېلابېلو ډلو پورې تړاو لري.

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د اګست په پای کې وویل: «تر ټولو ستره اندېښنه د داعش د افغان څانګې فعالیت دی، چې په افغانستان کې یې روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي.»

حلیم فدایي: افغان سیاستوال نه له تاریخ زده کړه کوي او نه د ملت ژغورنې ظرفیت لري

۴ تله ۱۴۰۴ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۸ GMT+۱
حلیم فدایي: افغان سیاستوال نه له تاریخ زده کړه کوي او نه د ملت ژغورنې ظرفیت لري
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال د خوست پخواني والي محمد حلیم فدایي د افغان سیاستوالو پر کړنو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د بګرام اډې په اړه د ډونالډ ټرمپ د ګواښونو او راتګ له موضوع سره د ځینو سیاستوالو خوشحالي ښيي چې هغوی نه له تاریخ زده کړه کوي او نه د هېواد د ژغورنې ظرفیت لري.

دغه څرګندونې فدایي د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) پر اېکس پاڼه کړي او افغان سیاستوال یې د تېروتنو د نه اصلاح کولو او د تکراري غلطیو پر دوام تورن کړي دي.

هغه لیکلي: «افغان سیاستوال نه له ۵۰۰۰ کلن تاریخ، نه له ۵۰ کلن تاریخ، نه له څلور کلن تاریخ، او نه له سقوط او نه له حاکمیت څخه زده کړه کوي، متاسفانه ظرفیت یې هم نه لري.»

فدایي د سیاستوالو پر چلند د انتقاد په ترڅ کې ویلي چې هغوی خپلې تلپاتې غلطۍ «غیرت او استقلال» بولي، خو په حقیقت کې د همدغو کړنو له امله تل د ابزار او قربانۍ په توګه کارول شوي دي.

هغه زیاته کړې: «تر هغې چې افغان سیاستوال له دې حالت څخه راونه وځي، نه حاکمیت، نه مخالفت، نه فرصت او نه چلینج به د دوی لپاره ګټور وي، بلکې په هره مرحله کې به یوازې ابزار او قرباني پاتې شي.»

پخواني والي ټینګار کړی چې که بهرنی ځواک بېرته راشي او یا اوسنی استبداد دوام وکړي، دواړه د افغانستان او سیمې په زیان دي.

نوموړی د حل لارې په اړه وایي، چې سیاستوال دې لږ تر لږه د احمد الشرع له تګلارو زده کړه وکړي، ځکه «هغه یو سل او اتیا درجې بدلون وکړ او په دې توګه یې ځانونه وژغورل او سیمې ته یې لږ زیان ورساوه.»

فدایي د طالبانو حکومت ته په اشاره ویلي: «زموږ خو د جهاد پر وخت ځانمرګي کوي او د حاکمیت پر وخت ملت مرګي کوي او دا عملونه د غيرت او جهاد په نوم توجیه کېږي. نهایت افسوس دی.»