• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق ایران ته ورسېد

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۱۲ GMT+۱

ایرنا خبري اژانس نن یکشنبه د (تلې ۶مه) لیکلی، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه له ایراني چارواکو سره د لیدلو لپاره ایران ته ورسېد.

ايرنا لیکي، چې صادق خان به په دې سفر کې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره وويني.

د ایرنا د خبر له مخې، د دې لیدنې موضوعات د افغانستان رواني چارې او د پاکستان او ایران ترمنځ د ګډو همکاریو پراختیا ده.

دوه ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي غونډې په ترڅ کېپه نیویارک کې د افغانستان په اړه د ايران، چين، پاکستان او روسيې د بهرنيو چارو وزيرانو هم ګډه غونډه کړې وه.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

کونړ کې د زلزله ځپلو لپاره د ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۲ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې د قبا په نامه دغه ښار ګوټی به د کونړ په مزار دره کې جوړ شي.

د معلوماتو پربنسټ په یاد ښارګوټي کې د زلزله ځپلو لپاره ۸۰ کورونه چې هر کور به دوه خونې او د اړتیا وړ نورې برخې ولري په اساسي ډول جوړ شي. د دغه ښارګوټي مالي لګښت د هرات ولایت یوه سوداګر په غاړه اخیستی دی.

د ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د کونړ لپاره د طالبانو والي،ځايي چارواکي او د سیمې اوسېدونکو برخه اخیسې وه.

د تیرې اګسټ میاشتې په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول کونړ کې مرګونې زلزلې تر دوو زرو ډېر کسان مړه تر درې نیمو زره ډېر هغه ژوبل او شاوخوا اته زره کورونه یې په بشپړه توګه ونړول.

د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو او مرستندویه بنسټونو خبرداری ورکړی چې د هوا له سړېدو وړاندې باید د زلزله ځپلو لاسنیوی وشي او د سرپناه ستونزه یې حل شي.

یوروشیلم پوسټ: ټرمپ د جګړې ختمول او اسراييل د غزې لوېدیځه غاړه نیول غواړي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۱

یوروشیلم پوسټ نن یکشبنه د (تلې ۶مه) لیکلي، چې امریکا د جګړې ختمولو لپاره پر اسراييل فشار ډېروي، خو په ورته وخت کې د اسراییل حکومت د غزې د لوېدیځې غاړې نیولو په لټه کې دی.

ټاکل شوې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دوشنبې په ورځ سره وویني او پر بېلابېلو موضوعاتو به خبرې وکړي.

د یوروشیلم پوسټ د خبر له مخې، په دې خبرو کې به نتنیاهو د غزې د لوېدیځې غاړې د واکمنۍ موضوع راپورته کړي او ټرمپ بیا د جګړې پر ختمولو او زندانیانو پر تبادله ټينګار کوي.

د خبر له مخې، نتنیاهو د بندیانو د خوشې کېدو ترڅنګ د سوریې خوا ته د خوندي کمربند جوړېدو غوښتنه هم لري.

ټرمپ ویلي، چې حماس ډلې ته یې د سولې پلان وړاندې کړی، خو یادې ډلې ویلي چې تر اوسه ورته دا وړاندیز نه دی رسېدلی.

د روان کال لومړیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري له یو مېلیارد ډالرو اوښتې

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۶ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایو وزارت وايي چې د روان ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ کچه یو مېلیارد او یو سلو اته میلیونه ډالره وه.

د طالبانو دغه وزارت ویاند عبدالسلام جواد د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې پاکستان ته د صادراتو کچه ۳۰۴ میلیونه ډالره او د وارداتو کچه ۸۰۴ مېلیونه ډالره وه.

که څه هم جواد په دې اړه څه نه دي ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په کچه کې زیاتوالی او یا هم کموالی راغلی دی خو تیر کال د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه یوه ملیارد ډالرو ته نه رسېده.

وړاندې ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د روان زېږدیز کال په اګست میاشت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ۱۴۳ مېلیون ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده او په دې لړ کې پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

پاکستانۍ ده نیشن ورځپاڼې راپور ورکړی و چې افغانستان ته بیا له پاکستان نه د وارداتو په کچه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د معلوماتو پربنسټ؛ په جولای میاشت کې له پاکستان نه افغانستان ته د وارداتو کچه ۱۰۲ مېلیون ډالرو ته رسېده؛ خو دغه کچه اګسټ میاشت کې ۸۸ مېلیون ډالرو ته راښکته شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو ویلي و، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د راکړې ورکړې کچه په وروستیو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ سیاسي ناندرۍ، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پوځي نښتې او د پاکستان له لوري د محدودیتونو وضع کول يې ځانګړي لاملونه بلل کېږي.

طالبانو په بلخ ولایت کې دوه کوډګران نیولي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پر خپله ایکس پاڼه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په بلخ ولایت کې یې دوه کوډګران نيولي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دې وزارت محتسبینو په مزار شریف کې دوه کودګران د شریعت خلاف کړنو له امله د کوډو د کتابونو او نورو اسنادو سره نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې دا کوډګران تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.

د روان کال د وږي په میاشت کې په ټول هېواد کې تر ۳۰ ډېر کوډګران نیول شوي دي.

حماس: ټرمپ د سولې پلان نه دی ورکړی، خو اسرايیل په غزه کې خپل عملیات پراخ کړي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۹ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس شنبه (د تلې ۵مه) د حماس له خولې لیکلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوی ته د سولې پلان نه دی وړاندې کړی، خواسرايیلي ځواکونه په غزه کې ورځ په ورځ د خپلو عملیاتو لمن پراخوي.

هارټز ورځپاڼې لیکلي، چې ټرمپ حماس ته د سولې پلان وړاندې کړی دی.

په دې پلان کې د زندانیانو تبادله، له غزې څخه د اسرايیلي ځواکونو وتل او حماس واک پای ته رسول دي، خو حماس وايي، چې داسې کوم وړاندیز نه دی ورته شوی.

ټرمپ به په دې اړه د دوشنبې په ورځ د اسراييل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ویني،تر دې دمه د دې ملاقات په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.