• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمدعمر داودزی: موږ په افغانستان کې د بهرني پوځي حضور او اوسني وضعیت دواړو مخالف یو

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۳ GMT+۱

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي: «په افغانستان کې د جنګ او بهرني‌ پوځي حضور مخالف یم؛ خو اوسنی وضعیت هم د منلو نه دی.» نوموړي ویلي، چې ټرمپ د بګرام اډې په اړه جدي دی او غواړي «لویه امریکا» جوړه کړي.

محمدعمر داودزي د یکشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د دوحې د خبرو پر مهال ټرمپ له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د وتلو سره موافق نه وو.

نوموړي‌ زياته کړه: «د دوحې په خبرو کې ټرمپ له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د وتلو پلوی نه وو، د ناستې خواوو ورسره ژمنه وکړه چې یو ځل ټول ووځي تر څو طالبان د اشغال د ختم اعلان وکړي وروسته به بیا پر امنیتي‌ موضوعاتو خبرې پيل کړو.»

د نوموړي په خبره، امریکا له افغانستان څخه د وتلو پر مهال فکر کاوه چې طالبان به یې دوستان او په ارزانه ډول د غوښتنو عملي کوونکي شي.

هغه وايي، چې د طالبانو ناسمې پاليسۍ ټرمپ په دې برخه کې جدي کړی او د خپل کمپاین پر مهال یې هم ټينګار کړی، چې افغانستان ته به بیا ولاړ شي.

ښاغلي داودزي دا هم ویلي، چې د جمهوریت پر مهال د بګرام په اډه کې د امریکا له شتون څخه چین اندېښنه درلوده او له دوی سره یې شریکه کړې هم وه.

هغه وايي، که د طالبانو لوی مشر هبت الله اخوندزاده د امریکا له دې پرېکړې سره مخالفت وکړي: «ښایي واشنګټن نورې لارې هم ورته سنجولې وي.»

نوموړي د پاکستان رول ته په اشارې سره وویل، چې پاکستان جوړ او ارام افغانستان نه غواړي.

هغه زياته کړې: «پاکستان ماهر دی، له فرصت څخه ګټه اخلي، په بهرنۍ پالیسۍ کې یې بدلون راوستلی او خپل یو محوره سیاست یې بدل کړی. یو مهال یې له طالبانو سره ملګرتیا کوله او اوس یې دوښمن ګڼي.»

محمدعمر داوزی وايي، که خلک د «ظالم حاکم» پروړاندې ودرېږي او اقدام وکړي، نو هېڅ بهرني نظامي حضور ته اړتیا نشته چې وطن ته راشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وار- وار ويلي چې غواړي د بګرام هوايي اډه له طالبانو څخه د جوړجاړي یا له بلې لارې بېرته ترلاسه کړي؛ خو له یوې خوا طالبانو دغه خبره نه‌ده منلې او له بلې خوا کارپوهان دغه کار ناشونی بولي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

نصیر احمد اندېشه: که د طالبانو واکمني دوام وکړي نو سیمه به د نړۍوالې ترهګرۍ مرکز شي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۴ GMT+۱

په جینوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندېشه په خپلې اېکس‌پاڼې د SASSI پوهنتون لوګو لرونکی انځور چې په ظاهره د اسلام‌اباد د سبانۍ غونډې بلنلیک ښکاري په خپرولو سره ویلي، که د طالبانو واکمني دوام وکړي، نو سیمه به د نړۍوالې ترهګرۍ مرکز شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي و، چې د افغانستان د بېلابېلو سیاسي جریانونو د غړو په ګډون به سبا (دوشنبه د تلې ۷مه) په اسلام اباد کې «د یووالي او باور پر لور» ترسرلیک لاندې غونډه جوړه شي. دغه دوه ورځنۍ غونډه د یوه افغان او پاکستاني څېړنیز بنسټ په کوربتوب ترسره کېږي.

سبا په اسلام اباد کې د افغانستان د سیاسي جریانونو غونډه کیږي | افغانستان انټرنشنل پښتو

نصیر احمد اندېشه بیا په خپلې اېکس‌پاڼې دا نه دي ویلي، چې په یاده غونډه کې به ګډون کوي او که نه، خو زیاته کړې یې ده: «له تېرې نیمې پېړۍ راهیسې د افغانستان او پاکستان اړیکو ډېرې لوړې او ژورې درلودې او له امله یې په دواړو هېوادونو کې د نیابتي جګړو، بې وزلۍ او افراطیت اور بل شوی دی.»

د نصیر احمد اندېشه له لوري خپور شوی عکس
100%
د نصیر احمد اندېشه له لوري خپور شوی عکس

هغه د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، که له تېرو تجربو زده کړې شوې وي، نو کېدای شي چې د دواړو هېوادونو تر منځ داسې نوی فصل پرانېستل شي، چې ټول ګډونوالي، ډيموکراټيک حاکمیت، ازادې سوداګرۍ، ټرانزیت، متقابل درناوي او روښانه راتلونکې ته لاره هواره کړي.

اندېشه همداراز ویلي، ګنې د طالبانو د واکمنۍ په دوام سره به «سیمه د نړۍوالې ترهګرۍ، تاوتریخوالي، افراطیت او د کډوالو د وتلو پر مرکز بدله شي.»

په اسلام‌اباد کې سبانۍ غونډه د «ښځې د افغانستان لپاره (WFA) بنسټ» او «د سوېلي اسیا د ستراتېژیک ثبات انسټیټوټ (SASSI) » په کوربه توب پیلېږي او دغې غونډې ته شاوخوا ۳۰ افغان سیاستوال بلل شوي دي.

د یادونې وړ ده، دغې غونډې لپاره چې موخه یې د افغانستان پر وضعیت او سیمه ییزې سولې او ثبات بحث دی، لومړی د اګسټ میاشتې ۲۵مه او ۲۶مه نېټې اعلان شوې وې، خو له ګڼو غبرګونونو وروسته وځنډېده.

طالبانو یو ځل بیا له موسسو وغوښتل چې خپل فعالیتونه له دوی سره په همغږۍ ترسره کړي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال محمد زاهد احمدزي د یو شمېر ملي او نړۍوالو موسسو له استازو سره په کتنه کې له هغوی څخه وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي، څو په چارو کې غوره والی او اسانتیاوې رامنځته شي.

په دغې همغږۍ غونډه کې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو هېوادوالو ته د کارموندنې په موخه د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) په یاد وزارت کې جوړه شوې وه، دVAF, OHW,CHA, ZFA, AADA, ICSSO, HI او NRC ملي او نړۍوالو موسسو استازو ګډون درلود.

محمد زاهد احمدزي په دې غونډه کې وویل، دوی هڅې کوي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو هېوادوالو ته د اوسېدو ځای، په ځانګړو برخو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو او په هېواد کې ورته کاري فرصتونه برابر کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د یادو موسسو استازو د راستنېدونکو افغانانو د لاسنیوي په موخه د لنډ مهاله او اوږد مهاله پروژو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې له راستنېدونکو افغانانو سره به په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

د طالبانو له بند څخه خوشې شوی امریکايي قطر ته پر لارې دی او له دوحې به امریکا ته ولاړ شي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۴ GMT+۱

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د طالبانو له بند څخه د امریکايي وګړي امیر امیري په خوشې کېدو کې منځګړیتوب کړی دی. یاد وزارت زیاته کړې، چې امیر اميري دا مهال دوحې ته را روان دی او وروسته به خپل هېواد ته ولاړ شي.

د قطر دولتي خبري‌ اژانس (کیو اېن اې) د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي له قوله د طالبانو او د امریکا د ښې همکارۍ مننه کړې.

د دولت وزیر په افغانستان کې د امریکايي‌ وګړي امیر امیري خوشې کېدو ته په اشارې لیکلي: «دا یو مهم او هڅوونکی ګام دی، ترڅو د ښکېلو لوريو ترمنځ د مستقیمو خبرو او اړیکو لارې پياوړې او د تفاهم فضا جوړه شي.»

نوموړي زياته کړې، چې قطر د شخړو، اختلافاتو او پېچلو نړۍوالو مسایلو په حل کې خپل منځګړی رول فعال ساتي.

قطر دا ډول هڅې د خپلي بهرنۍ پالیسۍ برخه یادوي.

نن د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د امریکايي بندیانو په چارو کې د ټرمپ له استازي سره کتلي او د امیر امیري په نامه یې یو امریکایی وګړی خوشې کړی.

قطر د طالبانو او نړۍ ترمنځ د پله حیثیت لري او له دې ډلې سره نږدې اړیکې پالي.

طالبانو له موسسو غوښتي چې په کونړ کې له زلزله‌ځپلو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۱

د کونړ د کار او ټولنیزو چارو ریاست د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل‌دره کې زلزله‌ځپلو کورنیو ته د مرستو د رسولو په موخه د بېلابېلو مرستندویه موسساتو له استازو سره د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) په همغږۍ غونډه کې له هغوی څخه وغوښتل، چې د سرپناه په ګډون په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رييس مجیب الله عمر په دې همغږۍ غونډه کې له ټولو ملي او نړۍوالو خیریه بنسټونو او موسسو وغوښتل، چې د وروستیو زلزلو له امله زیانمنو کورنیو ته د سرپناه، کرنې، روغتیا، پوهنې، د څښاک پاکو اوبو، سړکونو، کاري فرصتونو او نورو پرختیايې پروژو د تطبیق په برخو کې همکاري وکړي.

د دغې غونډې په پای کې په افغانستان کې د بشري چارو ناظم اندریکي‌راټ‌ولټ، د اوچا ادارې مرستیاله کېټ کیري، د UNHCR دفتر مشر عرفات جمال، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مشر کوربیناانست او په افغانستان کې د نمیک حیدروف د دفتر مشر په خپلو خبرو کې زلزله‌ځپلو کورنیو ته په بېلابېلو برخو کې د مرستو او همکاريو ټټر وواهه.

د یادونې وړ ده، چې په کونړ او ننګرهار کې د وروستیو زلزلو له امله څه باندې ۲۲۰۰ کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۶۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

د محمودشاه حبیبي ورور: امریکا هڅه کوي چې ورور مې ډېر ژر د طالبانو له بند څخه خوشې کړي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۸ GMT+۱

د محمود شاه حبیبي ورور افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، د محمود شاه حبیبي د ازادولو لپاره د امریکا د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې روانې دي او په وینا یې واشنګټن هڅې کوي، چې هغه هم ژر تر ژره ازاد کړي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نن هم یو امریکایی وګړی ازاد کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او د امریکايي بندیانو په چارو کې د ټرمپ د استازي تر منځ له نننۍ کتنې وروسته د امیر امیري په نوم یو امریکایی ازاد شو، خو د افغاني الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي برخلیک لا تر اوسه نه دی مشخص شوی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، دوی د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې نه ګوري او زیاتوي، چې د ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو د حل لپاره لارې چارې موندل کېدای شي.

د محمود شاه حبیبي ورور احمدشاه حبیبي له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل: «د امریکا د حکومت مذاکرات له طالبانو سره جریان لري او دوی کوښښ کوي چې زما ورور محمود شاه حبیبي هم ژر تر ژره ازاد کړي.»

د نوموړي په وینا، دمګړی د محمود شاه حبیبي په ګډون ۳ امریکايان له طالبانو سره بندیان دي، خو طالبانو لا تر اوسه په روښانه ټکو د محمود شاه حبیبي د نیونې او برخلیک په تړاو څه نه دي ویلي.

احمد شاه حبیبي زیاتوي: «د امریکا له حکومت سره ټول شواهد او ثبوتونه شته چې هغه [محمود شاه حبیبي] د دوی [طالبانو] په بند کې دی.»

محمد شاه حبیبي چې یو افغان الاصله امریکایی دی، د ۲۰۲۲ کال په اګسټ کې د طالبانو د استخباراتو له خوا په کابل کې د القاعدې د مشر اېمن الظواهري د استوګنې ځای په پیژندلو کې د مرستې په تور نیول شوی دی.

تر دې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، طالبان دې پایلې ته رسېدلي، چې د امریکایي یرغمل وګړو ساتل شتمني نه، بلکې د اوږو بار ګرځېدلی.

خلیلزاد د بندیانو مساله د امریکا او طالبانو د اړیکو پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ بللی او همداراز یې هیله څرګنده کړې، چې په دې برخه کېبه ډېر ژر پرمختګ وشي.