• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ په ویرجینیا کې د امریکا د جګپوړو جنرالانو په غونډه کې ګډون کوي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د سې شنبې په ورځ په ویرجینیا کې د امریکا د پوځ له جګپوړو جنرالانو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړي. دا غونډه د امریکا د پوځي مشرۍ نادره راټولېدنه ګڼل کېږي.

تر دې دمه په غونډه کې د ټرمپ پر ګډون سپینې ماڼۍ کومه تبصره نه ده کړې.

رویټرز وايي، تمه ده چې د دفاع وزیر پیټ هیګسیت د دې غونډې په جریان کې د پوځ په ټولو برخو کې د «جنګي روحیې»د خوندي کولو پر اړتیا خبرې وکړي او ښايي په دې شاوخوا یو ساعت اوږده غونډه کې نور موضوعات هم وڅیړل شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

یوروشیلم پوسټ: ټرمپ د جګړې ختمول او اسراييل د غزې لوېدیځه غاړه نیول غواړي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۱

یوروشیلم پوسټ نن یکشبنه د (تلې ۶مه) لیکلي، چې امریکا د جګړې ختمولو لپاره پر اسراييل فشار ډېروي، خو په ورته وخت کې د اسراییل حکومت د غزې د لوېدیځې غاړې نیولو په لټه کې دی.

ټاکل شوې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دوشنبې په ورځ سره وویني او پر بېلابېلو موضوعاتو به خبرې وکړي.

د یوروشیلم پوسټ د خبر له مخې، په دې خبرو کې به نتنیاهو د غزې د لوېدیځې غاړې د واکمنۍ موضوع راپورته کړي او ټرمپ بیا د جګړې پر ختمولو او زندانیانو پر تبادله ټينګار کوي.

د خبر له مخې، نتنیاهو د بندیانو د خوشې کېدو ترڅنګ د سوریې خوا ته د خوندي کمربند جوړېدو غوښتنه هم لري.

ټرمپ ویلي، چې حماس ډلې ته یې د سولې پلان وړاندې کړی، خو یادې ډلې ویلي چې تر اوسه ورته دا وړاندیز نه دی رسېدلی.

حماس: ټرمپ د سولې پلان نه دی ورکړی، خو اسرايیل په غزه کې خپل عملیات پراخ کړي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۹ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس شنبه (د تلې ۵مه) د حماس له خولې لیکلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دوی ته د سولې پلان نه دی وړاندې کړی، خواسرايیلي ځواکونه په غزه کې ورځ په ورځ د خپلو عملیاتو لمن پراخوي.

هارټز ورځپاڼې لیکلي، چې ټرمپ حماس ته د سولې پلان وړاندې کړی دی.

په دې پلان کې د زندانیانو تبادله، له غزې څخه د اسرايیلي ځواکونو وتل او حماس واک پای ته رسول دي، خو حماس وايي، چې داسې کوم وړاندیز نه دی ورته شوی.

ټرمپ به په دې اړه د دوشنبې په ورځ د اسراييل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ویني،تر دې دمه د دې ملاقات په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

د ایران واکمن مذهبي مشران تر بل هر وخت له لوی خطر سره مخ دي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۶ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس (د تلې ۶مه) لیکلي، چې د ایران واکمنان تر۱۹۷۹ کال وروسته له لوی ګواښ سره مخ دي، ځکه د خلکو زیاتېدونکی قهر او اټومي تړون په اړه خبرو په ټپه درېدو دا هېواد د انزوا خوا ته بېولی دی.

ملګرو ملتونو د شنبې په ورځ له بریټانیا، فرانسې او جرمني سره د خبرو تر ناکامېدو وروسته بیا پر ایران بندیزونه ولګول.

دا بندیزونه د تېلو، بانکولۍ، وسلو او یورانیمو غني کولو پر ضد لګول شوي دي. ایراني چارواکي وايي، چې دا بندیزونه به پر ایران اقتصادي فشار نور هم ډېر کړي، خو د لوېدیځ غوښتنې منل د ایران د مذهبي مشرتابه د وېش خطر پېښولای شي.

په ورته وخت کې د اسرايیل له خوا د راتلونکو بریدونو په اړه هم اندېښنې ډېرې شوي، د دې ترڅنګ په هېواد کې تر۴۰ سلنې ډېر انفلاسیون او بیو لوړېدو د خلکو غوسه راپارولې ده.

ایران اوس هم د تېلو پلورلو په برخه کې پر چین تکیه لري، خو نوي بندیزونه دې سوداګرۍ ته هم لوی ګواښ دی.

لوېدیځ ته د روسیې ګواښ؛ که پر دوی هر ډول تېری وشي سخت ځواب به یې ورکړي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۷ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس یکشنبه (د تلې ۶مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خولې لیکلي، که پر روسیې هر ډول ځمکنی یا هوايي تېری وشي، سخت جواب به ورکړل شي. لاوروف وویل چې دوی نه د ناټو یا اروپايي ټولنې غړو هېوادونو باندې برید کړی او نه داسې کوم پلان لري.

سرګي لاوروف د شنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود، چې ویل یې د ناټو په هوايي حریم کې دې روسي جیټ الوتکي وویشتل شي.

لاوروف وویل که د روسیې هر ډول حاکمیت نقض شي ناوړه عواقب به ولري. هغه زیاته کړه، چې روسیې د ناټو یا اروپایي ټولنې غړي هېوادونه نه دي په نښه کړي او نه هم داسې کوم پلان لري.

د هند د بهرنیو چارو وزیر: نړۍ باید د ترهګرۍ د ملاتړو پروړاندې اقدام وکړي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۳ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس‌جي شنکر د ملګرو ملتونو په اتیا‌یمه غونډه کې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي، وویل چې د هند ګاونډی هېواد د نړۍوالو ترهګرو مرکز دی او له څو لسیزو راهیسې له هغه ځایه نړۍوال بریدونه پلانېږي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ (د تلې ۵مه) په خپله وینا کې وویل: «له ترهګرو سره مبارزه ځانګړی لومړیتوب دی. هند له داسې یوه ګاونډي سره مخ دی چې د نړۍوالو ترهګرو مرکز ګڼل کېږي او له خپلواکۍ راهیسې له دې ننګونې سره مخامخ دی.»

اېس‌جي شنکر د اپرېل میاشتې د «پهلګام» برید ته په اشاره سره زیاته کړه، چې هند د خپلو خلکو د دفاع لپاره له خپل مشروع حق څخه استفاده کړې او د پاکستان پروړاندې یې اقدام کړی دی.

هغه وویل: «که هېوادونه په څرګنده تروریزم د دولتي تګلارې په توګه غوره کړي، د ترهګرۍ مرکزونه په صنعتي کچه فعال وي او ترهګر په علني ډول ستایل کېږي، نو دا کړنې باید په واضیح ډول وغندل شي.»

نوموړي همداراز د ترهګرۍ د مالي سرچینو د پرې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، پر هغو هېوادونو چې تروریزم ته ملاتړ ورکوي، باید لازم فشار واچول شي.

تر دې وړادې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خپله وینا کې هند تورن کړی و، چې د «پهلګام» له برید وروسته یې د پاکستان حاکمیت او امنیت نقض کړی او بې‌ ګناه خلک یې وژلي دي.

شریف ویلي و، چې اسلام‌ اباد د نوي ډیلي‌ پر اقداماتو «پرېکنده ځواب» ورکړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې د نوی ډیلي له خوا بېلابېلو هېوادونو ته د بشري مرستو یادونه وکړه.

نوموړي افغانستان ته اشاره وکړه او ویې‌ ویل، چې د افغانستان او میانمار خلک شاهد دي چې هند د وروستیو زلزلو پر مهال د مرستې لاس ورکړی دی.

هغه همداراز د غزې او اوکراین پر وضعیت هم خبرې وکړې او ویې‌ ویل، چې هر هېواد کولی شي د سولې په راوستو کې رول ولوبوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، ان هغه هېوادونه چې مستقیم ښکېل نه‌دي، کولی شي د خبرو له لارې د ښکېلو خواوو ترمنځ د تفاهم هڅې وکړي.