• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو په زندان کې پاتې درې نور امریکايي زندانیان څوک دي؟

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۲ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو په زندان کې پاتې درې نور امریکایي وګړي پولینسیس ایډرن، ډنیس والټر کویل او محمودشاه حبیبي دي. تر دې مخکې د محمودشاه حبیبي په اړه معلومات خپاره شوي او د هغه کورنۍ څو ځله د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

خو د دوو نورو امریکایي زندانیانو په اړه ډېر جزییات نه‌شته. طالبانو پرون د امیر امیري په نوم یو امریکایی وګړی له زندانه ازاد کړ.

طالبانو د امیري او د هغه د نیول کېدو علت په اړه څه نه‌دي ویلي او د امریکا حکومت هم تر پرونه پورې د امیري په اړه څه نه و ویلي.

امیري د زندانیانو په چارو کې د ټرمپ استازي ادم بولر د هلوځلو په پایله کې خوشې شو. ښاغلي بولر پرون په ناڅاپي ډول کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې وکتل.

د طالبانو له‌خوا په خپاره شوي انځور کې د بولر ترڅنګ، د ترهګرۍ ضد چارو کې د ټرمپ سلاکار سبسټین ګورکا او یو لوړپوړی عرب چارواکی هم لیدل کېږي.

تر دې وړاندې د قطر په منځګړتوب د طالبانو له زندانه ځينې امریکایان خوشې شوي دي.

محمودشاه حبیبي درې کاله مخکې د القاعده شبکې د مشر اېمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو ونیول شو؛ خو طالبان د هغه نیول نه مني او وايي، چې د هغه په اړه هیڅ معلومات نه‌لري.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي، تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۱۰۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي دي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، په تېره اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۴۱۷۹ مټریک ټنه انتقالات شوي چې د صادراتو ډېره برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لړ کې د حیرتان بندر له لارې ۷۳۰۸۰ ټنه، د اقینې له لارې ۴۵۲۷ ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۱۶۷۷۴ ټنه او د هرات خواف له لارې ۹۷۹۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د دغه انتقالاتو یوه برخه صادرات وو. په تېره اونۍ کې ۱۹۳ ټنه سوداګریز توکي صادر شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

د تېرې اونۍ له صادراتو او وارداتو څخه څرګندېږي، چې افغانستان یوازې ۱۹۳ مټریک ټنه صادرات لاره چې د وارداتو پرتله له صفر سره برابر دي.

کارپوهان وايي، که واردات تر صادراتو ډېر وي؛ هغه هېواد مصرفي بلل کېږي او دا د کمزوري اقتصاد نښه ده، ځکه په دې صورت کې له هېواد څخه پيسې وځي، کورنی تولید کمېږي او بې‌کاري ورسره زیاتېږي.

اقتصادپوهان وړاندیز کوي، چې باید صادراتو ته ډېر پام وشي او دغه ډول د وارداتو او صادراتو تر منځ توازن موجود وي.

تر دې وړاندې د طالبانو د ټولګلټو چارو وزارت ویلي و، چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله د اوسپنې پټلۍ له لارې په انتقالاتو کې ۱۱.۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

طالب چارواکی: د زندانیانو خوشې کېدل له امریکا سره د تعامل راتلونکي پړاوونه اسانه کوي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سياسي رییس ذاکر جلالي د امریکايي زنداني خوشې کېدو ته په اشارې ویلي، چې په لوړه کچه د طالبانو او امریکایانو غونډې د اړیکو پراختیا ته زمینه برابروي او د تعامل راتلونکي پړاوونه اسانه کوي.

نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د افغانستان او امريکا په دوه اړخيزو اړيکو کې په لوړه کچه غونډه او د زندانیانو خلاصون، متقابل درناوی او ګډې ګټې د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته لاره هواروي.

د جلالي په وینا؛ مهمه دا ده چې دواړه لوري هڅه کوي د زندانیانو ستونزه حل او پر نورو موضوعاتو خبرې وشي. هغه زیاته کړې، چې د دواړو خواوو ترمنځ د واقعیتونو او حساسیتونو درک د تعامل راتلونکي پړاوونه اسانه کوي.

پرون د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د امریکايي زندانیانو په چارو کې د ټرمپ له استازي ادم بولرسره وکتل او د دغه خبرو په پایله کې یې د امیر امیري په نوم یو امریکايي ازاد کړ.

د امریکايي زندانیانو تر خوشې کېدو وروسته د طالبانو په منځ کې له امریکا سره اړیکو ټینګولو ته لېوالتیا ډېره شوې او ځينې طالب چارواکي دې کار ته له امریکا سره د تعامل د یوه مهم ګام په سترګه ګوري.

پاکستانی چارواکی: که له افغانستان سره خبرې ناکامه شي، د ټوپک په ژبه خبرې ورسره کوو

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۰ GMT+۱

د کورنیو چارو لپاره د پاکستان د دولت وزیر طلال چودري په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې پرېکنده دریځ لري او که پر ډیورنډ کرښه د بریدونو د مخنيوي په برخه کې له طالبانو سره خبرې پایله ورنه کړي؛ نو له هغوی سره به د ټوپک په ژبه خبرې وکړي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ښاغلي چودري په یاده غونډه کې ترهګري د پاکستان لپاره تر ټولو ستره ننګونه وبلله. هغه زیاته کړه، اوسني پوځي عملیات به د پاکستان په ناامنو سیمو کې د کورني امنیت د ټینګښت او خوندي پانګونې لپاره دوام ولري.

چودري وویل:« که له طالبانو سره خبرې بې‌پایلې پاتې شي، هغه خلک چې د ټوپک په ژبه پوهېږي؛ د ټوپک په ژبه به خبرې ورسره وکړو.» چودري ادعا وکړه، چې د پاکستان په بریدونو کې اتیا سلنه بریدګر افغانان دي.

هغه وویل، چې د ډیورنډ کرښې د خوندیتوب لپاره به کلک امنيتي تدابیر ونیسي. د هغه په وینا؛ پاکستان هوډ لري چې امنیتي ګواښونه په بشپړ ډول پای ته ورسوي او امنیت ته د پراختیا له پاره د بنسټیز شرط په توګه لومړیتوب ورکړي.

په وروستیو میاشتو کې ډيورنډ کرښې ته نږدې په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ناامني ډېره شوې ده. نږدې هره اونۍ د وسله‌والو په بریدونو او چاودنو کې د پوځیانو، پولیسو او ملکي وګړو د وژل کېدو راپورونه ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په وروستۍ غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم وویل، هېواد یې اوس هم له داسې ترهګرۍ سره لاس او ګرېوان دی چې له بهره یې ملاتړ کېږي. شهباز شریف ویلي و:« ترهګري د پاکستان د ملي امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی او باید نړۍواله ټولنه د دغه ګواښ په مهارولو کې زموږ سره مرسته وکړي.»

فایق: نړۍ باید د ګډو هڅو له لارې په افغانستان کې د «عدالت او انساني کرامت» ملاتړ وکړي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۴ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق ویلي، طالبان له دین څخه د ناسم تصور له مخې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي. هغه وايي، نړۍ باید د ګډو هڅو له لارې په افغانستان کې د «عدالت او انساني کرامت» ملاتړ وکړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ په څنډه کې یوې ناستې ته د وینا پرمهال ویلي، چې طالبان له دین څخه ناوړه استفاده کوي او په منظم ډول د ښځو حقونه او ازادۍ تر پښو لاندې کوي.

د فایق په وینا، دغه ناوړه استفاده نه یوازې دا چې افغانستان؛ بلکې د اسلام او اسلامي ټولنو نړۍوال درک ته هم زیان رسوي.

هغه زیاتوي:« له زده‌کړو، کار او ازادۍ د ښځو بې‌برخې کېدو په اړه هیڅ سم او اصیل اسلامي دلیل نه‌شته، دا د طالبانو شخصي تفسیر دی.»

نصیر احمد فایق وړاندې ویلي، باید نړۍ د ګډو هڅو او یووالي له لارې په افغانستان کې د عدالت، برابرۍ او انساني کرامت ملاتړ وکړي.

پاکستاني رسنۍ: په مزار شریف کې د داعش خراسان ډلې یو تاجکستانی قوماندان وژل شوی دی

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۵ GMT+۱

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، محمد احساني چې د «انور» په نوم هم پېژندل کېده، په مزار شریف کې ناپېژاندو وسله‌والو وژلی دی؛ خو په دې اړه تر دې مهاله نه پاکستاني رسنیو نور جزییات خپاره کړي او نه هم طالبانو څه ویلي دي.

  • د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي، احساني چې د تاجکستان اوسېدونکی دی؛ د پاکستان ضد عملیاتو لپاره د ځانمرګو بریدګرو د روزنې او انتقال په چارو کې مهم رول لاره.

د پاکستان امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې احساني د ۲۰۲۲کال د پېښور د کوچه رسالدار جومات پر ضد د خونړي برید اصلي پلانوونکی و، په هغه برید کې ۶۷ لمونځ کوونکي وژل شوي وو.

طالبانو لاتر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو دوی تل په افغاستان کې د ترهګرو ډلو او بهرنیو جنګیالیو حضور رد کړی او په دې اړه یې د ملګرو ملتونو راپورونه هم تبلیغات بللي دي.

البته طالبان خپله هم وخت ناوخت د داعش خراسان ډلې پر ضد د عملیاتو خبرونه خپروي او د دغه ډلې د غړو د وژل کېدو او نیول کېدو اعلانونه کوي.

تر دې مهاله د احساني په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره شوي او دا هم نه‌ده څرګنده، چې نوموړي په مزار شریف کې څه کول، هلته چا، څنګه او ولې وواژه؟