• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فایق: نړۍ باید د ګډو هڅو له لارې په افغانستان کې د «عدالت او انساني کرامت» ملاتړ وکړي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۴ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق ویلي، طالبان له دین څخه د ناسم تصور له مخې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي. هغه وايي، نړۍ باید د ګډو هڅو له لارې په افغانستان کې د «عدالت او انساني کرامت» ملاتړ وکړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د اسمبلۍ په څنډه کې یوې ناستې ته د وینا پرمهال ویلي، چې طالبان له دین څخه ناوړه استفاده کوي او په منظم ډول د ښځو حقونه او ازادۍ تر پښو لاندې کوي.

د فایق په وینا، دغه ناوړه استفاده نه یوازې دا چې افغانستان؛ بلکې د اسلام او اسلامي ټولنو نړۍوال درک ته هم زیان رسوي.

هغه زیاتوي:« له زده‌کړو، کار او ازادۍ د ښځو بې‌برخې کېدو په اړه هیڅ سم او اصیل اسلامي دلیل نه‌شته، دا د طالبانو شخصي تفسیر دی.»

نصیر احمد فایق وړاندې ویلي، باید نړۍ د ګډو هڅو او یووالي له لارې په افغانستان کې د عدالت، برابرۍ او انساني کرامت ملاتړ وکړي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: په مزار شریف کې د داعش خراسان ډلې یو تاجکستانی قوماندان وژل شوی دی

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۵ GMT+۱

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، محمد احساني چې د «انور» په نوم هم پېژندل کېده، په مزار شریف کې ناپېژاندو وسله‌والو وژلی دی؛ خو په دې اړه تر دې مهاله نه پاکستاني رسنیو نور جزییات خپاره کړي او نه هم طالبانو څه ویلي دي.

  • د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي، احساني چې د تاجکستان اوسېدونکی دی؛ د پاکستان ضد عملیاتو لپاره د ځانمرګو بریدګرو د روزنې او انتقال په چارو کې مهم رول لاره.

د پاکستان امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې احساني د ۲۰۲۲کال د پېښور د کوچه رسالدار جومات پر ضد د خونړي برید اصلي پلانوونکی و، په هغه برید کې ۶۷ لمونځ کوونکي وژل شوي وو.

طالبانو لاتر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو دوی تل په افغاستان کې د ترهګرو ډلو او بهرنیو جنګیالیو حضور رد کړی او په دې اړه یې د ملګرو ملتونو راپورونه هم تبلیغات بللي دي.

البته طالبان خپله هم وخت ناوخت د داعش خراسان ډلې پر ضد د عملیاتو خبرونه خپروي او د دغه ډلې د غړو د وژل کېدو او نیول کېدو اعلانونه کوي.

تر دې مهاله د احساني په اړه نور جزییات نه‌دي خپاره شوي او دا هم نه‌ده څرګنده، چې نوموړي په مزار شریف کې څه کول، هلته چا، څنګه او ولې وواژه؟

ایرانی چارواکی: له اسراييل سره په جګړه کې تر هر چا ډېر افغانانو د ایران ملاتړ وکړ

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۳ GMT+۱

د ایران د ملي امنیت شورا منشي وايي، ډېری هغه خبرونه چې له اسراییل سره د افغانانو د همکاریو په اړه خپرېدل؛ ناسم او د رواني جګړې برخه وو. علي‌اکبر پورجمشیدیان وویل، په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې تر هر چا ډېر افغان ولس او طالبانو د ایران ملاتړ وکړ.

دغه ایراني چارواکي د یکشنبې په ورځ (د تلې په ۶مه) نېټه د ایران له یوې ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل، هغه افغانان چې له اسراییل سره یې اړیکې درلودې؛ شمېر یې خورا لږ و چې بیخي د یادولو وړ نه‌دی.

ښاغلي جمشیدیان په خپلو خبرو کې زیاته کړه، ډېری هغه خبرونه چې له موساد سره د افغانانو د اړیکو په اړه خپرېدل؛ د اسراییل تبلیغاتي او رواني جګړه وه.

د هغه په وینا؛ اسراییل غوښتل په دې کار سره د افغانانو او ایرانیانو ترمنځ اختلاف پيدا کړي.

دغه ایرانی چارواکی وايي، ان له ایران نه په جبري توګه ستنو شویو یوشمېر افغانانو هم ویلي و چې د اسراييل پر ضد د ایران تر څنګ ولاړ دي.

د ایران د ملي امنیت شورا منشي د افغان کډوالو د اېستلو په اړه وویل: «د ناقانونه افغان کډوالو اېستل د دولت له مخکېنیو پروګرامونو و؛ خو له ۱۲ ورځنۍ جګړې او رواني تبلیغاتو سره دغه بهیر نور هم چټک شو.»

طالبانو د یوه امریکایي د خوشې کېدو په تړاو د پلاوي د هرکلي لپاره پراخ چمتووالی نیولی و

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۶ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د یوه امریکایي وګړي د خوشې کېدو په موخه، کابل ته د امریکایي پلاوي د هرکلي لپاره پراخ چمتووالی نیولی و. سرچینو ویلي، چې تمه کېده په دې لیدنو کې مهم معلومات شریک شي.

د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر استازی ادم بولر د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) کابل ته ورسېد او په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د امیر امیري په نوم یو امریکایي وګړی یې له زندان څخه خوشې کړی دی.

له دې پېښې سره هم مهاله ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان غواړي یو شمېر مهم معلومات خپاره کړي؛ خو تر اوسه د دې معلوماتو جزییات معلوم نه دي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر اعلان کړی و، چې امریکايي چارواکي له طالبانو سره د بګرام هوايي ډګر ته د امریکايي ځواکونو د بېرته ستنېدو په اړه خبرې کوي، خو د طالبانو ویاند دا خبره رد کړې او ویلي یې دي، چې د بګرام په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي شوې.

طالبانو ویلي، چې غواړي له واشنګټن سره د سیاسي او اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې وکړي؛ خو دا یې روښانه کړې چې د بهرنیو ځواکونو بېرته راګرځېدل نه مني. په دې اړه ډونالډ ټرمپ ویلي: «په راتلونکې کې به د بګرام په اړه نورې خبرې وکړم.»

د امریکايي پلاوي په ترکیب کې د ادم بولر ترڅنګ سبستین ګورکا او یو قطري چارواکی هم شامل وو.

د امیر امیري خوشې کېدل د قطر د حکومت د منځګړیتوب له لارې ممکن شوي دي.

طالبانو د دغه امریکايي بندي خوشې کول له واشنګټن سره د اړیکو د ښه کېدو په لور یو ډیپلوماټیک ګام بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د طالبانو دا اقدام مهم بللی؛ خو ټینګار یې کړی چې باید ټول امریکايي بنديان له افغان زندانونو خوشې شي.

سی‌اېن‌اېن د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې لږ تر لږه درې نور امریکایان د طالبانو په بند کې دي.

همداراز طالبانو د افغان-امریکايي محمود شاه حبیبي د برخلیک په اړه بې‌خبري څرګنده کړې ده.

زلمی خلیلزاد: دا ډاډ باید ترلاسه شي چې طالبان بیا د برمته کولو عمل نه تکراروي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له لوري د امیر امیري په نوم د یوه بل امریکايي ازادول یو ښه خبر بللی او زیاته کړې یې ده، چې دا ډاډ باید ترلاسه شي چې طالبان په راتلونکې کې دغه ډول یو کار نه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست او د امریکايي بندیانو په چارو کې د ټرمپ د استازي تر منځ د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) له کتنې وروسته د امیر امیري په نوم یو امریکایی وګړی ازاد شو، خو د افغاني الاصله امریکايي محمود شاه حبیبي برخلیک لا تر اوسه نه دی مشخص شوی.

زلمي خلیلزاد د امیر امیري له ازادېدو وروسته په خپلې اېکس پاڼې ولیکل، امیر امیري د طالبانو له لوري په ناحقه نیول شوی و او زیاتوية «دا یو مثبت او د پام وړ ګام دی د هغو مهمو خنډونو په لرې کولو کې چې د متحده ایالاتو او افغانستان د اړیکو د ښه کېدو په لاره کې موجود دي.»

هغه همداراز هیله څرګنده کړې، چې له طالبانو سره د برمته شویو امریکایانو مساله په بشپړه توګه حل شي او ویلي یې دي: «دا ډاډ باید ترلاسه شي چې طالبان به په راتلونکي کې د برمته کولو دغه عمل بیا نه تکراروي.»

د ویلو ده، چې د محمود شاه حبیبي په ګډون ۳ نور امریکایان له طالبانو سره بندیان دي او امریکا هڅې کوي، چې پاتې کسان هم د طالبانو له منګلو وژغوري.

د محمود شاه حبیبي ورور افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، ورور یې له څه باندې درېیو کلونو راهیسې له طالبانو سره بندي دی، خو لا تر اوسه یې برخلیک نه دی روښانه شوی.

سي‌اېن‌اېن: شاوخوا درې نور امریکایان د طالبانو په بند کې دي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۶ GMT+۱

سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی، د پاول اوربي ترڅنګ چې ګومان کېږي په افغانستان کې ورک شوی، لږ تر لږه درې نور امریکایان د طالبانو په بند کې دي. امریکایي چارواکي هیله لري، چې د امیر امیري خوشې کېدل د نورو بندي امریکایانو د خلاصون لپاره لومړنی ګام وي.

پل اډوین اووربي جونیور یو امریکایی لیکوال دی، چې د پاکستان وزیرستان ته د سفر پرمهال ورک شو.

هغه وروستی ځل د ۲۰۲۴ کال په نیمایي کې د افغانستان په خوست ښار کې لیدل شوی و. ویل کېږي، چې نوموړي په ​​سیمه کې د خپل نوي کتاب لپاره څېړنه کوله.

سي‌اېن‌اېن هم مهاله د امیر امیري د خوشې کېدو خبر د خپرېدو پر مهال د باخبره سرچینو له قوله لیکلي، چې طالبان د هغه د خوشې کولو په بدل کې هېڅ ډول امتیاز نه دی ترلاسه کړی.

د یو بل امریکايي وګړي محمود شاه حبيبي ورور احمدشاه حبيبي بیا ویلي، چې کورنۍ یې «په دې اورېدولو خوښه ده، چې یو بل امریکايي د طالبانو له بند څخه خوشې شوی دی.»

محمودشاه حبيبي د ۲۰۲۲ کال له اګسټ راهيسي د طالبانو په زندان کې دی.

هغه زیاته کړې: «ټول امریکایان باید له دې خبر څخه خوښ وي، خو زما ورور هم یو امریکایی دی او تر اوسه له خپلې مېرمنې سره د اړیکې هېڅ لاره نه لري.»

محمود شاه حبیبي د القاعده د مشر اېمن‌الظواهري د وژل کېدو له پېښې سره په تړاو نیول شوی، خو طالبان د هغه د بندي کېدو خبره ردوي او وايي، چې د هغه له شتون نه په افغانستان کې بې‌ خبره دي.

تر دې دمه طالبانو پنځه امریکايي وګړي خوشې کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ ټینګار کړی، چې ولسمشر ټرمپ به هڅه وکړي، څو نور امریکایان چې په افغانستان یا نورو هېوادونو کې بندیان دي ازاد شي.