• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فوزیه کوفي:د اسلام‌اباد ناسته د افغانستان د راتلونکې په اړه د نظرونو شریکولو زمینه برابروي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۹ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې د افغان سیاسي جریانونو او فعالانو په ناسته کې ګډونواله فوزیه کوفي وايي، خوشحاله ده چې په دغه ناسته کې ګډون کوي. هغه وایي، دغه ناسته افغان ښځینه او نارینه استازو ته د هېواد د راتلونکې په اړه د نظرونو شریکولو زمینه برابروي.

نوموړې بر اېکس پاڼه کاږلي، چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د زغم نه‌دی او افغانستان داسې مشرتابه ته اړتیا لري چې له خلکو یې سرچینه اخیستې وي.

اغلې کوفي په افغانستان کې د یوه داسې نظام په جوړېدو ټینګار کړی، چې د خلکو حقونه په‌کې خوندي وي او دوی په‌کې د پرېکړو حق ولري. فوزیه کوفي وايي، چې د یوه داسې نظام په رامنځته کېدو کې د پاکستان هڅې د پام وړ مهمې دي.

په اسلام‌اباد کې د افغان سیاسي جریانونو او فعالانو ناسته نن پیل شوه، دغه ناسته به دوه ورځې دوام وکړي.‎

د دغه ناستې موخه د افغانستان د سیاسي راتلونکې ارزونه او په راتلونکو تحولاتو کې د طالبانو د مخالفینو ونډه بلل شوې ده.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه: په افغانستان کې د مېندو د مړینې کچه مخ په لوړېدو ده

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۹ GMT+۱

د افغانستان د تحلیګرانو شبکې په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۳کال کې د هرو ۱۰۰زرو مېندو څخه ۵۲۱ یې د زېږون پر مهال مړې کېدې؛ خو د ۲۰۲۵کال د اپرېل تر میاشتې پورې دغه کچه ۶۲۰ ته لوړه شوې او اټکل کېږي، چې تر ۲۰۲۸ کاله پورې به ۱۲۰۰ ته لوړه شي.

د تحلیګرانو شبکې په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۱۸کال کې په افغانستان کې ۳زره روغتيايي مرکزونه فعال وو؛ خو په ۲۰۲۵ کال کې دغه شمېر ۸۱۷ ته راکم شو.

راپور زیاتوي، کله چې طالبانو د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې د قابلو او ښځینه روغتیاپالو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه؛ د مېندو روغتیا یې نوره هم له ګواښ سره مخ کړه.

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکه وايي، د ډاکټرانو، قابلو او کورنیو د غړو له‌خوا د راټولو شویو شمېرو له مخې د زېږون پرمهال د وینې بهېدل، لوړ فشار، انتانونه او روغتون ته د رسېدو ځنډ د مېندو د مړینې ځانګړي لاملونه بلل شوي دي.

دغه شبکه زیاتوي، افغانستان له پخوا راهیسې د هغو هېوادونو په نوملړ کې لسم ځای لاره چې د مېندو د مړینې کچه په کې خورا لوړه ده. دغه شبکه وايي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ښځینه ډاکټرانو، قابلو او روغتیايي چارواکو ورته ویلي چې د مېندو مړینه مخ په ډېرېدو ده.

د دوی د راپور پر بنسټ؛ که څه هم په افغانستان کې د مېندو د مړینې لاملونه خورا ډېر دي؛ خو ځانګړی لامل یې په روغتیايي برخه کې د بهرنیو مرستو بندېدل دي.

د دیادې شبکې د معلوماتو پر بنسټ؛ د امريکا متحده ايالتونو سږکال پرېکړه وکړه، چې له افغانستان سره به خپلې مرستې په بشپړ ډول ودروي. د دغې پرېکړې سره سم په افغانستان کې سملاسي تر ۴۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه وتړل شول.

د طالبانو په زندان کې پاتې درې نور امریکايي زندانیان څوک دي؟

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۲ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو په زندان کې پاتې درې نور امریکایي وګړي پولینسیس ایډرن، ډنیس والټر کویل او محمودشاه حبیبي دي. تر دې مخکې د محمودشاه حبیبي په اړه معلومات خپاره شوي او د هغه کورنۍ څو ځله د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

خو د دوو نورو امریکایي زندانیانو په اړه ډېر جزییات نه‌شته. طالبانو پرون د امیر امیري په نوم یو امریکایی وګړی له زندانه ازاد کړ.

طالبانو د امیري او د هغه د نیول کېدو علت په اړه څه نه‌دي ویلي او د امریکا حکومت هم تر پرونه پورې د امیري په اړه څه نه و ویلي.

امیري د زندانیانو په چارو کې د ټرمپ استازي ادم بولر د هلوځلو په پایله کې خوشې شو. ښاغلي بولر پرون په ناڅاپي ډول کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې وکتل.

د طالبانو له‌خوا په خپاره شوي انځور کې د بولر ترڅنګ، د ترهګرۍ ضد چارو کې د ټرمپ سلاکار سبسټین ګورکا او یو لوړپوړی عرب چارواکی هم لیدل کېږي.

تر دې وړاندې د قطر په منځګړتوب د طالبانو له زندانه ځينې امریکایان خوشې شوي دي.

محمودشاه حبیبي درې کاله مخکې د القاعده شبکې د مشر اېمن الظواهري د وژل کېدو په تړاو ونیول شو؛ خو طالبان د هغه نیول نه مني او وايي، چې د هغه په اړه هیڅ معلومات نه‌لري.

طالبان وایي، تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر ۱۰۰زره مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي دي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، په تېره اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۴۱۷۹ مټریک ټنه انتقالات شوي چې د صادراتو ډېره برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لړ کې د حیرتان بندر له لارې ۷۳۰۸۰ ټنه، د اقینې له لارې ۴۵۲۷ ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۱۶۷۷۴ ټنه او د هرات خواف له لارې ۹۷۹۸ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د دغه انتقالاتو یوه برخه صادرات وو. په تېره اونۍ کې ۱۹۳ ټنه سوداګریز توکي صادر شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

د تېرې اونۍ له صادراتو او وارداتو څخه څرګندېږي، چې افغانستان یوازې ۱۹۳ مټریک ټنه صادرات لاره چې د وارداتو پرتله له صفر سره برابر دي.

کارپوهان وايي، که واردات تر صادراتو ډېر وي؛ هغه هېواد مصرفي بلل کېږي او دا د کمزوري اقتصاد نښه ده، ځکه په دې صورت کې له هېواد څخه پيسې وځي، کورنی تولید کمېږي او بې‌کاري ورسره زیاتېږي.

اقتصادپوهان وړاندیز کوي، چې باید صادراتو ته ډېر پام وشي او دغه ډول د وارداتو او صادراتو تر منځ توازن موجود وي.

تر دې وړاندې د طالبانو د ټولګلټو چارو وزارت ویلي و، چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو پرتله د اوسپنې پټلۍ له لارې په انتقالاتو کې ۱۱.۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

طالب چارواکی: د زندانیانو خوشې کېدل له امریکا سره د تعامل راتلونکي پړاوونه اسانه کوي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سياسي رییس ذاکر جلالي د امریکايي زنداني خوشې کېدو ته په اشارې ویلي، چې په لوړه کچه د طالبانو او امریکایانو غونډې د اړیکو پراختیا ته زمینه برابروي او د تعامل راتلونکي پړاوونه اسانه کوي.

نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د افغانستان او امريکا په دوه اړخيزو اړيکو کې په لوړه کچه غونډه او د زندانیانو خلاصون، متقابل درناوی او ګډې ګټې د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو پراختیا ته لاره هواروي.

د جلالي په وینا؛ مهمه دا ده چې دواړه لوري هڅه کوي د زندانیانو ستونزه حل او پر نورو موضوعاتو خبرې وشي. هغه زیاته کړې، چې د دواړو خواوو ترمنځ د واقعیتونو او حساسیتونو درک د تعامل راتلونکي پړاوونه اسانه کوي.

پرون د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د امریکايي زندانیانو په چارو کې د ټرمپ له استازي ادم بولرسره وکتل او د دغه خبرو په پایله کې یې د امیر امیري په نوم یو امریکايي ازاد کړ.

د امریکايي زندانیانو تر خوشې کېدو وروسته د طالبانو په منځ کې له امریکا سره اړیکو ټینګولو ته لېوالتیا ډېره شوې او ځينې طالب چارواکي دې کار ته له امریکا سره د تعامل د یوه مهم ګام په سترګه ګوري.

پاکستانی چارواکی: که له افغانستان سره خبرې ناکامه شي، د ټوپک په ژبه خبرې ورسره کوو

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۰ GMT+۱

د کورنیو چارو لپاره د پاکستان د دولت وزیر طلال چودري په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې پرېکنده دریځ لري او که پر ډیورنډ کرښه د بریدونو د مخنيوي په برخه کې له طالبانو سره خبرې پایله ورنه کړي؛ نو له هغوی سره به د ټوپک په ژبه خبرې وکړي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ښاغلي چودري په یاده غونډه کې ترهګري د پاکستان لپاره تر ټولو ستره ننګونه وبلله. هغه زیاته کړه، اوسني پوځي عملیات به د پاکستان په ناامنو سیمو کې د کورني امنیت د ټینګښت او خوندي پانګونې لپاره دوام ولري.

چودري وویل:« که له طالبانو سره خبرې بې‌پایلې پاتې شي، هغه خلک چې د ټوپک په ژبه پوهېږي؛ د ټوپک په ژبه به خبرې ورسره وکړو.» چودري ادعا وکړه، چې د پاکستان په بریدونو کې اتیا سلنه بریدګر افغانان دي.

هغه وویل، چې د ډیورنډ کرښې د خوندیتوب لپاره به کلک امنيتي تدابیر ونیسي. د هغه په وینا؛ پاکستان هوډ لري چې امنیتي ګواښونه په بشپړ ډول پای ته ورسوي او امنیت ته د پراختیا له پاره د بنسټیز شرط په توګه لومړیتوب ورکړي.

په وروستیو میاشتو کې ډيورنډ کرښې ته نږدې په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ناامني ډېره شوې ده. نږدې هره اونۍ د وسله‌والو په بریدونو او چاودنو کې د پوځیانو، پولیسو او ملکي وګړو د وژل کېدو راپورونه ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په وروستۍ غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم وویل، هېواد یې اوس هم له داسې ترهګرۍ سره لاس او ګرېوان دی چې له بهره یې ملاتړ کېږي. شهباز شریف ویلي و:« ترهګري د پاکستان د ملي امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی او باید نړۍواله ټولنه د دغه ګواښ په مهارولو کې زموږ سره مرسته وکړي.»