• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
پر انټرنېټ د طالبانو بندیز

فضل محمود فضلي: روانه فاجعه سخته دوره ده، خو پای یې حتمي دی

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۴ GMT+۱

د پخواني جمهوري نظام پرمهال د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي په هېواد کې د انټرنېټ د قطع کېدو په غبرګون کې وایي، په افغانستان کې افراطي مذهبي ډلې د استعماري ځواکونو د ورانۍ او سبوتاژ وسیلې دي. د نوموړي په وینا، روانه فاجعه سخته دوره ده، خو پای یې حتمي دی.

فضل محمود فضلي وايي، په هېواد کې افراطي مذهبي ډلې د استعماري ځواکونو د ورانۍ او سبوتاژ وسیلې دي او موخه یې هم په افغانستان کې د دولت سبوتاژ او د ټولنې د بنسټونو کمزوري کول دي. فضلي زیاتوي، «د دولت انقطاع، د زده‌کړو ځنډول، د ټکنالوژۍ او انټرنېټ مخنیوی، د خوښۍ محدودول او په پایله کې د هوسا ژوند له منځه وړل د دوی [افراطي ډلو] اساسي دنده، خصلت او ماهيت دی.»

هغه د هیله مندۍ په څرګندولو سره ویلي: «د سبوتاژ اوسنۍ افراطي ډله به هېڅکله دولت نشي.»

فضلي زیاتوي: «د اوسني سبوتاژ او د افراطیونو د اشغال روانه فاجعه، يقينا توره او سخته دوره ده، خو پای یې حتمي دی.»

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

نېټ بلاکس: په افغانستان کې د انټرنېټ کچه تر ۱۴ سلنې راټیټه شوې ده

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۱ GMT+۱

د سایبري امنیت او د انټرنېټ د څار بنسټ «نېټ‌ بلاکس» اعلان کړی، چې په افغانستان کې د انټرنېټ کچه د عادي حالت په پرتله یوازې ۱۴سلنه پاتې شوې ده.

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د مخابراتو عمومي خدمتونه په پراخه کچه بند شوي او اوسمهال په عملي ډول د مخابراتي شبکو بشپړ بندیز لګول شوی دی.

نېټ‌ بلاکس په خپل تازه خپور کړي راپور کې ویلي: «په ټول افغانستان کې د مخابراتي شبکو پراخ بندیز په بشپړ ډول عملي شوی او اوسمهال د انټرنېټ لاسرسی نږدې په ټول هېواد کې پرې شوی دی.»

د دغې پرېکړې له امله نه یوازې د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن شوی، بلکې د رسنیو د فعالیتونو، د زده‌کړو بهیر، د سوداګرۍ چارې، د بانکي خدماتو او روغتیايي سیسټم په ګډون ګڼې برخې له جدي ګډوډۍ سره مخ شوې دي.

د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان د خلکو د حقونو د خوندیتوب لپاره بېړني اقدامات ترسره کړي او پر طالبانو فشار زیات کړي، ترڅو انټرنېټ ته د خلکو لاسرسی بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

علي میثم نظري: د طالبانو دغه بې پروايي د ځینو هېوادونو د نرم چلند پایله ده

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۳ GMT+۱

د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې وسله والې ډلې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري په افغانستان کې د انټرنېټ د قطع کېدو په غبرګون کې وايي، د طالبانو دغه بې پروايي د ځینو هېوادونو د نرم چلند پایله ده.

علي میثم نظري په افغانستان کې د انټرنېټ قطع کول د افغان ولس پر وړاندې ستر «ظلم» بولي او زیاتوي، چې طالبانو په قصدي ډول له نړۍ سره د افغانستان اړیکې پرې کړې دي.

هغه ویلي، دغه ډول «استبدادي» عمل په داسې پېر کې چې د بشري ژوند ټول اړخونه له ټکنالوژۍ سره تړلي دي، جرم دی او باید په کلکه وغندل شي. هغه په ټينګار سره ویلي، افغانستان «شمالي کوریا» نه دی او په وینا یې «افغان ولس هېڅکله هم نشي مجبورېدای چې د یوې ترهګریزې او جنایتکاره ډلې له لوري د انزوا په تیارو کې وساتل شي.»

د نظري په وینا، نړۍوالې ټولنې اوس باید دا درک کړې وي چې د طالبانو دغه بې پروايي او زړورتیا د هغو کلونو پایله ده، چې ځينو هېوادونو ورسره نرم چلند غوره کړی و.

هغه زیاته کړې: «اوس بایده یوه څرګنده سره کرښه وکښل شي او نړۍوالې ټولنې ته پکار ده چې پرېکنده عمل وکړي، څو افغانستان د طالبانو تر واک لاندې پر یوه منزوي هېواد بدل نه‌شي.»

د انټرنېټ له بندېدو وروسته د کام ایر هوایي شرکت اړیکې له خپلو استازو سره پرې شوې دي

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر په ټول افغانستان کې د انټرنېټ تر بشپړ بندېدو وروسته، د کام ایر هوايي شرکت استازو ویلي، چې د کابل له دفتر سره یې اړیکې پرې شوې دي.

د کام ایر هوایي شرکت یو استازی چې له هېواده بهر مېشت دی، وایي: «موږ نشو کولای له خپلو مسوولینو سره په کابل کې اړیکه ونیسو. نه پوهېږو چې الوتنې به لغوه شي او که نه. په بشپړه توګه د ګډوډۍ په حالت کې یو، ځکه هېڅ ډول مشخص هدایت نه لرو او نه پوهېږو څه باید وکړو.»

د انټرنېټ د بندېدو له امله نه یوازې د کام ایر په څېر خصوصي شرکتونه، بلکې ګڼې ادارې، رسنۍ او د عامو وګړو ورځنۍ چارې هم له سختو ستونزو سره مخ شوې دي.

بلخوا، دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د اریانا افغان هوايي شرکت سهارنۍ ټولې الوتنې ځنډول شوي، خو لا تراوسه روښانه نه ده چې دغې ستونزې ته څه حل لاره په پام کې نیول شوې ده؟

په افغانستان کې د انټرنېټ په پرې کېدو سره د میلیونونو افغانانو تر منځ د اړیکو له پرې کېدو سربېره په هېواد کې د رسنیو خپرونې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

په افغانستان کې د انټرنېټ له پرې کېدو سره د اریانا افغان هوايي شرکت الوتنې هم وځنډول شوې

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۲ GMT+۱

په افغانستان کې د نوري فایبر د انټرنېټ له پرې کېدو وروسته له نن مازدیګر (دوشنبه د تلې ۷مه) راهیسې د یو شمېر مخابراتي شبکو انټرنېټ هم پرې شوی دی. په دې سره له افغانستان څخه او افغانستان ته کېدونکې د اریانا افغان هوايي شرکت ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.

دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، د اریانا افغان هوايي شرکت سهارنۍ ټولې الوتنې ځنډول شوي، خو لا تراوسه روښانه نه ده چې دغې ستونزې ته څه حل لاره په پام کې نیول شوې ده؟

په افغانستان کې د انټرنېټ په پرې کېدو سره د میلیونونو افغانانو تر منځ د اړیکو له پرې کېدو سربېره په هېواد کې د رسنیو خپرونې هم له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.

همدا څو ورځې مخکې طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر انټرنېټ بند کړ، خو له نن مازدیګر راهیسې په ټول هېواد کې د مخابراتي شبکو انټرنېټ هم قطع شوی او طالبانو لا تر اوسه په دې اړه هېڅ وضاحت نه دی ورکړی.

د طالبانو یو شمېر چارواکي د «سټارلېنک» له لارې انټرنېټ ته لاسرسی لري

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۴۴ GMT+۱

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښیي، چې د ټول افغانستان د عامو وګړو لپاره انټرنېټ او ټلیفوني شبکې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په فرمان پرې شوې، خو د طالبانو یو شمېر لوړپوړي چارواکي د سټارلېنک سپوږمکیزې انټرنېټي شبکې له لارې انټرنېټ ته لاسرسی لري.

اوسمهال دا څرګنده نه ده، چې د طالبانو چارواکو دغه پرمختللي دستګاوې څه وخت او څنګه افغانستان ته راوړې دي. ځینې سرچینې وایي، کېدای شي دوی د سټارلېنک سیسټم د انټرنېټ د بشپړ پرې کېدو د احتمالي سناریو په پام کې نیولو سره له وړاندې رانیولې وي.

د انټرنېټ له پرې کېدو وروسته د طالبانو د ډېرو وزارتونو وېبپاڼې له کاره لوېدلې دي، خو د بهرنیو چارو وزارت وېبپاڼه لا هم فعاله ده.

د شنونکو په باور، دا ښيي چې د دې وزارت تخنیکي ټیم د سټارلېنک له لارې په انلاین بڼه فعال پاتې شوی دی.

د اتریش لپاره د افغانستان سفیر دغه اقدام د طالبانو له لوري «په تیارو کې د خلکو ډوبول» بللي دي.

نوموړي ویلي، د انټرنېټ پرې کول نه یوازې د افغانانو د بیان د ازادۍ پر ضد کړنه ده، بلکې د نړۍوالو اړیکو، زده‌کړو او د زرګونو خلکو د مسلکي کارونو پر وړاندې لوی خنډ جوړوي.

سټارلېنک د امریکایي سوداګر او پانګه‌وال اېلان ماسک د شرکت اړوند شبکه ده، چې له لارې یې کاروونکي د کوچنیو دېشونو په وسیله نېغ په نېغه سپوږمکیو ته وصلېږي.

دا سیسټم د فایبر نوري او ځمکنيو مخابراتي شبکو اړتیا نه لري او کولی شي په لرې پرتو یا د بحران لاندې سیمو کې هم د لوړ سرعت انټرنېټ برابر کړي.

کارپوهان وایي، طالبان په داسې حال کې چې پر خلکو انټرنېټ بندوي، خپله د سټارلېنک څخه کار اخلي، نو دا د هغوی د سیاست دوه مخېتوب ښيي او د نړۍوالو د نیوکو لامل به شي.