• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکي وايي امریکا له تهران سره له هوکړې وروسته سلګونه ایرانیان وباسي

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۴ GMT+۱

یو لوړپوړي ایراني چارواکي د سې ‌شنبې په ورځ وویل، چې د امریکا متحده ایالات پلان لري شاوخوا ۴۰۰ ایرانیان چې ډېری یې په ناقانونه ډول ور ننوتي، وباسي. دا اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ پر ضد د پراخو اقداماتو یوه برخه ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پارلماني چارو رییس حسین نوش‌ابادي تسنیم خبري اژانس ته وویل: «په لومړي ګام کې پرېکړه شوې چې ۱۲۰ایرانیان چې د امریکا خاورې ته په ناقانونه ډول، چې ډېری یې د مکسیکو له لارې ننوتي دي، بېرته واستول شي.»

هغه زیاته کړې چې دغه کسان به په یوه یا دوو راتلونکو ورځو کې ایران ته ستانه شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، ځینې ایرانیان چې څو میاشتې د توقیف په مرکزونو کې ساتل شوي وو، په خپله خوښه ستنېدو ته تیار شوي، خو ځینې یې نه.

نوش‌ابادي له واشنګټن نه وغوښتل چې د امریکا په خاوره کې د ایراني کډوالو حقونو ته درناوی وکړي. هغه زیاته کړه: «ځینو ستنېدونکو د اوسېدو جوازونه لرل، خو د امریکا د کډوالۍ ادارې د ورکړل شویو دلیلونو له مخې د شړلو په لېست کې شامل کړل شوي. البته د هغوی خپله رضا د ستنېدو لپاره اخیستل شوې وه.»

ټرمپ پلان لري چې یو ستر شمېر ناقانونه کډوال له امریکا څخه وباسي. هغه ویلي چې د پخواني ولسمشر جو بایډن په وخت کې ناقانونه سرحدي تېرېدنې ډېرې شوې وې.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ایټالیا په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو سره د دوه میلیونه یورو مرسته وکړه

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۵ GMT+۱

ایټالیا په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو او د بېړنیو خدمتونو د ملاتړ لپاره دوه میلیونه یورو مرسته کړې ده. د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت چې دا مهال په قطر کې فعال دی، د یکشنبې په ورځ وویل چې روم په افغانستان کې د روغتیايي سکټور ملاتړ ته ژمن دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا څلور میلیونه افغانان د نشه‌ يي توکو د استعمال له امله له رواني او فزیکي اختلالاتو ځورېږي او افغانې ښځې او نجونې د فقر او د پوهاوي د نشتوالي له امله تر نورو ډېرې د روږدو کسانو د درملنې او بیارغونې خدماتو ته اړتیا لري.

ایتالیا د دغو مرکزونو د ملاتړ لپاره مالي مرسته ځانګړې کړې ده. د افغانستان لپاره ځانګړي وجهي صندوق د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) پر اېکس پاڼې په یوه یاداښت کې لیکلي: «دا مرسته به د روږدو د درملنې مرکزونه او د بیارغونې خدمات فعال وساتي، څو هغو کسانو ته رسېدګي وشي، چې له اعتیاد سره مبارزه کوي.»

د ملګرو ملتونو اړوند دغې ادارې زیاته کړې، چې د ایټالیا مالي مرسته به افغان ښځو او نارینه‌وو ته د ژوند د ښه والي او بیا جوړونې لپاره د عایداتي فرصتونو زمینه هم برابره کړي.

ملګري ملتونه وايي، چې په افغانستان کې د نشه‌ يي توکو د کاروونکو شمېر ۴ میلیونه تنه اټکل شوی، چې ۳۵ سلنه یې ښځې جوړوي.

طالبانو ویلي، واک ته د دوی له رسېدو را وروسته د هېواد لس سلنه وګړي په نشه‌يي توکو روږدي وو.

د دغو کسانو د درملنې څرنګوالي او د بیارغونې مرکزونو د کمښت په اړه اندېښنې لا هم پر ځای دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې دفتر راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې د نشه‌ يي توکو د «تزریقي استعمال» کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده.

د دې څېړنې له مخې، که څه هم د دودیزو نشه‌يي توکو لکه چرس او تریاکو کارول لږ شوي، خو د هېرویینو او شیشې استعمال ورځ تر بلې زیاتېږي.

د طالبانو له بند څخه خوشې شوی امریکايي قطر ته پر لارې دی او له دوحې به امریکا ته ولاړ شي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۵۴ GMT+۱

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د طالبانو له بند څخه د امریکايي وګړي امیر امیري په خوشې کېدو کې منځګړیتوب کړی دی. یاد وزارت زیاته کړې، چې امیر اميري دا مهال دوحې ته را روان دی او وروسته به خپل هېواد ته ولاړ شي.

د قطر دولتي خبري‌ اژانس (کیو اېن اې) د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي له قوله د طالبانو او د امریکا د ښې همکارۍ مننه کړې.

د دولت وزیر په افغانستان کې د امریکايي‌ وګړي امیر امیري خوشې کېدو ته په اشارې لیکلي: «دا یو مهم او هڅوونکی ګام دی، ترڅو د ښکېلو لوريو ترمنځ د مستقیمو خبرو او اړیکو لارې پياوړې او د تفاهم فضا جوړه شي.»

نوموړي زياته کړې، چې قطر د شخړو، اختلافاتو او پېچلو نړۍوالو مسایلو په حل کې خپل منځګړی رول فعال ساتي.

قطر دا ډول هڅې د خپلي بهرنۍ پالیسۍ برخه یادوي.

نن د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د امریکايي بندیانو په چارو کې د ټرمپ له استازي سره کتلي او د امیر امیري په نامه یې یو امریکایی وګړی خوشې کړی.

قطر د طالبانو او نړۍ ترمنځ د پله حیثیت لري او له دې ډلې سره نږدې اړیکې پالي.

امریکا: ټرمپ به تر هغه ارام ونه کړي څو د افغانستان له بندخونو خپل بندي وګړي ازاد نه کړي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امریکایي‌ وګړي‌ امیر امیري د خوشې کېدو هرکلی کړی. یاد وزارت ویلي، چې ولسمشر ټرمپ به تر هغه ارام ونه کړي څو د افغانستان له بندخونو خپل بندي وګړي ازاد نه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۶مه) په افغانستان کې د خپل امریکايي وګړي د خوشې د هرکلي‌ په خبرپاڼه کې د قطر له رول څخه هم مننه کړې.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د امریکايي وګړي امیر امیري چې په ناحقه په افغانستان کې بندي وو، د خوشي کېدو هرکلی کوو، موږ په دې برخه کې د قطر د قوي ملګرتيا او ډیپلوماتیکو هڅو او رول څخه هم مننه کوو.»

په خبرپاڼه کې راغلي، چې یو شمېر نور امریکايي وګړي لا هم په افغانستان کې ناحقه بندیان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم په دې اړه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې حکومت یې په افغانستان کې د نورو امریکايي‌ وګړو په خوشې کېدو کې جدي دی.

نوموړي‌ لیکلي: «حکومت او ولسمشر ټرمپ به تر هغه وخته ارام و نه کړي، څو پورې چې زموږ ټول بندیان وطن ته راستانه شوي نه وي.»

نن د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د امریکايي بندیانو په چارو کې د ټرمپ له استازي سره کتلي او د امیر امیري په نامه یې یو امریکایی وګړی خوشې کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د اتباعو مسایلو ته له سیاسي زاویې نه ګوري او د ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو حل موندل کېدای شي.

دغه امریکایی وګړی په داسې حال کې خوشې کېږي، چې د افغان امریکايي وګړي محمود شاه حبیبي په اړه تراوسه طالبانو هېڅ اقدام نه دی کړی.

ټرمپ په ویرجینیا کې د امریکا د جګپوړو جنرالانو په غونډه کې ګډون کوي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د سې شنبې په ورځ په ویرجینیا کې د امریکا د پوځ له جګپوړو جنرالانو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړي. دا غونډه د امریکا د پوځي مشرۍ نادره راټولېدنه ګڼل کېږي.

تر دې دمه په غونډه کې د ټرمپ پر ګډون سپینې ماڼۍ کومه تبصره نه ده کړې.

رویټرز وايي، تمه ده چې د دفاع وزیر پیټ هیګسیت د دې غونډې په جریان کې د پوځ په ټولو برخو کې د «جنګي روحیې»د خوندي کولو پر اړتیا خبرې وکړي او ښايي په دې شاوخوا یو ساعت اوږده غونډه کې نور موضوعات هم وڅیړل شي.

یوروشیلم پوسټ: ټرمپ د جګړې ختمول او اسراييل د غزې لوېدیځه غاړه نیول غواړي

۶ تله ۱۴۰۴ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۰ GMT+۱

یوروشیلم پوسټ نن یکشبنه د (تلې ۶مه) لیکلي، چې امریکا د جګړې ختمولو لپاره پر اسراييل فشار ډېروي، خو په ورته وخت کې د اسراییل حکومت د غزې د لوېدیځې غاړې نیولو په لټه کې دی.

ټاکل شوې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دوشنبې په ورځ سره وویني او پر بېلابېلو موضوعاتو به خبرې وکړي.

د یوروشیلم پوسټ د خبر له مخې، په دې خبرو کې به نتنیاهو د غزې د لوېدیځې غاړې د واکمنۍ موضوع راپورته کړي او ټرمپ بیا د جګړې پر ختمولو او زندانیانو پر تبادله ټينګار کوي.

د خبر له مخې، نتنیاهو د بندیانو د خوشې کېدو ترڅنګ د سوریې خوا ته د خوندي کمربند جوړېدو غوښتنه هم لري.

ټرمپ ویلي، چې حماس ډلې ته یې د سولې پلان وړاندې کړی، خو یادې ډلې ویلي چې تر اوسه ورته دا وړاندیز نه دی رسېدلی.