• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د انټرنېټ په پرې کېدو سره د افغانستان اقتصادي ثبات له ګواښ سره مخ شوی

۱۰ تله ۱۴۰۴ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د انټرنېټ د بیا فعاله کېدو هرکلی وکړ. هغه وویل، چې د طالبانو له خوا د انټرنېټ بندېدو د افغانستان پر اقتصادي ثبات، د خلکو پر حقونو او معلوماتو ته په لاسرسي باندې منفي اغېزې کړې دي.

دوجاریک زیاته کړې، چې طالبانو تر اوسه د انټرنيټ د بندېدو لامل نه دی روښانه کړی او نه یې د فعاله کېدو په اړه وضاحت ورکړی.

هغه وویل: «د انټرنېټ پرې کېدل پر اقتصادي ثبات، د خلکو، ښځو او نجونو د ناسم وضعیت، د بیان پر ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي پر حقونو ناوړه اغېزې درلودلې دي.»

نوموړي دا هم وویل، چې د انټرنېټ بندېدو د ملګرو ملتونو فعالیتونه هم ګډوډ کړي وو. هغه د افغانستان ختیځو زلزله‌ځپلو سیمو ته د ملګرو ملتونو او نورو خیریه موسسو د مرستو یادونه وکړه او ویې ویل، چې د انټرنېټ بندېدو د هغوی مرستې ټکنۍ کړې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د سې شنبې په ورځ ویلي، دوی له خپلو مرستندویه کارکوونکو سره اړیکه له لاسه ورکړې وه.

د انټرنېټ له بندېدو سره ټولې صرافۍ، ګمرکونه، هوايي شرکتونه، صادرات او واردات او نور هغه کاروبارونه چې انټرنېټ ته اړتیا لري، وتړل شول.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د زلزله‌ځپلو د لاسنیوي لپاره د عربي اماراتو د مرستو درېیمه جوپه افغانستان ته ورسېده

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۴۳ GMT+۱

د ختیځو ولایتونو د زلزله‌ځپلو د لاسنیوي لپاره د متحده عربي اماراتو د مرستو درېیمه جوپه هم افغانستان ته ورسېده. دغه مرستې به په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو کورنیو باندې ووېشل شي.

د اماراتو د دولتي خبري اژانس «وام» د راپور له مخې، د مرستو په دې جوپه کې خواړه، لنډمهاله سرپناوې، طبي وسایل او د لومړنیو اړتیاوو توکي شامل دي، چې زلزله‌ځپلو کورنیو ته به ووېشل شي.

په راپور کې راغلي، چې د دې نوې مرستندویه کڅوړې په رارسېدو سره د اماراتو ټولې بشري مرستې چې تر دې مهاله افغانستان ته استول شوې دي، ۳۶۸۱ ټنو ته رسېدلي چې پکې خوراکي توکي، خېمې او د درملنې وسایل شامل دي.

100%

د یاد اژانس په خبره، د وروستۍ جوپې دقیق حجم نه دی اعلان شوی، خو دا د افغانستان د ختیځ زلزله‌ځپلو لپاره د اماراتو د مرستو درېیمه محموله ده.

تر دې وړاندې، متحده عربي اماراتو د مرستو ترڅنګ د لټون او ژغورنې یو ټیم هم زلزله‌ځپلو سیمو ته استولی و.

متحده عربي امارات د هغو څو هېوادونو له ډلې دی، چې له وروستۍ زلزلې وروسته یې په بېړني ډول د ملکي او پوځي الوتکو له لارې د افغانستان زلزله‌ځپلو خلکو ته مرستې ورسولې.

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر: افغانستان د ترهګرۍ ځاله ده او بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۱ GMT+۱

د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې وسله والې ډلې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري د افغانسان په اړه د جي ۷ غونډې د خبرپاڼې ملاتړ کړی. نوموړی وایي: «د افغانستان خطرناک وضعیت بېړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.»

علي میثم نظري د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د جي ۷ خبرپاڼه کې د افغانستان د ناورینونو یادونه پر ځای اقدام دی.

نوموړي لیکلي: «افغانستان د نړۍوالو او سیمه‌ ییزو ترهګرو ډلو لپاره په یوه خوندي پټنځای بدل شوی او ۴۰ میلیونه وګړي د نسل وژونکو ترهګرو طالبانو له خوا اداره کېږي.»

د نوموړي په خبره، طالبانو هېواد د شاتګ لور ته روان کړی او په ځانګړې توګه یې ښځې تر خپل ظالم لاندې راوستې دي. هغه زیاتوي، چې د طالبانو د ظلمونو له کبله لا ډېر خلک کډوالۍ ته اړ دي.

نوموړي‌ له طالبانو سره د تعامل پر ځای په افغانستان کې د روانو ناورینونو له منځه وړل حل لاره ګڼلې. نظري هیله ښودلې، چې «د افغانستان خلک تمه لري، چې دا ډول خبرې باید عملي شي»

دا په داسې حال کې ده، چې په جي ۷ کې د امریکا، برېتانیا، فرانسې، جرمني، کاناډا، ډنمارک، ایټالیا، جاپان، سوېلي کوریا، سویس، ناروې، ترکیې او اروپايي اتحادیې ځانګړو استازو په یوه غونډه کې د افغانستان لپاره د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ. دوی د افغانستان له لوري د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) په یوه خبرپاڼه ویلي، چې دغه غونډه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په لندن کې ترسره شوه او په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) سرپرست هم د افغانستان پر وضعیت راپور ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو هېوادونو استازو ټینګار وکړ چې:«د افغانستان بریا د سیاسي تنوع او ټولګډونه حکومتوالۍ پورې تړلې ده.»

د دې ۱۳ هېوادونو او اروپايي اتحادیې استازو همداراز له افغانستانه د امنیتي ګواښونو او له پولې هاخوا د مهاجرت له ستونزو ژوره اندېښنه وښوده. هغوی پر سیمه‌ ییزو همکاریو ټینګار وکړ، څو د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ګډ کار وشي.

د برېتانیا ځانګړی استازی: طالبان دې له نړۍوالې ټولنې سره په رښتیني ډول تعامل وکړي

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۳ GMT+۱

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي د دغه هېواد په کوربه توب د «جي ۷ هېوادونو» او د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په ناسته کې پر طالبانو غږ کړی، چې له نړۍوالې ټولنې سره په رښتیني ډول تعامل وکړي.

لېنډسي پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې دغه ناسته د دې لپاره جوړه شوې وه څو د افغانستان د خلکو د ملاتړ په برخه کې د نړۍوالو هېوادونو ژمنتیا یو ځل بیا تایید شي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ د افغانستان د خلکو د ملاتړ ژمنه بیا تازه کړه او موږ له طالبانو غواړو چې له نړۍوالې ټولنې سره په رښتینې توګه او په رغنده بڼه ښکېل شي.»

د ده په وینا، نړۍواله ټولنه تمه لري چې طالبان د بشري حقونو، د ښځو د زده‌کړو او د کار حق او د ټول‌ګډونه سیاسي بهیر په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

لېنډسي ټینګار کړی، چې د نړۍوالو همغږي او ګډ دریځ کولای شي د افغانستان اوسني کړکېچونه نرم کړي او د افغانانو لپاره د تلپاتې ثبات او پرمختګ زمینه برابره کړي.

100%

د هغه د دې څرګندونو په اړه طالب چارواکو تر دې مهاله کوم غبرګون نه دی ښودلی .

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د خلکو د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه نړۍوالې اندېښنې ډېرې شوې او د لوېدیځو هېوادونو استازي په بیا بیا ټینګار کوي، چې د خلکو ملاتړ او د افغانستان له اوسني وضعیت سره ښکېلتیا یوازې د رغنده چلند او نړۍوالو اصولو ته د درناوي له لارې شونې ده.

د یو شمېر هېوادونو استازو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۴ GMT+۱

د امریکا، برېتانیا، فرانسې، جرمني، کاناډا، ډنمارک، ایټالیا، جاپان، سوېلي کوریا، سویس، ناروې، ترکیې او اروپايي اتحادیې ځانګړو استازو په یوه غونډه کې د افغانستان لپاره د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ. دوی د افغانستان له لوري د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۹مه) په یوه خبرپاڼه ویلي، چې دغه غونډه د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو په لندن کې ترسره شوه او په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) سرپرست هم د افغانستان پر وضعیت راپور ورکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو هېوادونو استازو ټینګار وکړ چې:«د افغانستان بریا د سیاسي تنوع او ټولګډونه حکومتوالۍ پورې تړلې ده.»

د دې ۱۳ هېوادونو او اروپايي اتحادیې استازو همداراز له افغانستانه د امنیتي ګواښونو او له پولې هاخوا د مهاجرت له ستونزو ژوره اندېښنه وښوده. هغوی پر سیمه‌ ییزو همکاریو ټینګار وکړ، څو د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ګډ کار وشي.

تر دې وړاندې د سیمې یو شمېر هېوادونو لکه چین، روسیې، ایران او پاکستان هم له افغانستانه د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او حضور په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې وه.

د لوېدیځو هېوادونو استازو او د دوی سیمه‌ییزو متحدینو د طالبانو له خوا پر زده‌کړو، کار، روغتیايي خدماتو او د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر تګ بندیزونه د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو ښکاره نقض وباله.

هغوی د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د ورځ تر بلې ډېرېدونکو محدودیتونو ته په اشارې د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت ژوره اندېښنه وښوده.

د یادو هېوادونو استازو د خپلې خبرپاڼې په یوه برخه کې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له خوا د انټرنېټ پرېکول له نړۍ سره د افغانانو اړیکې، د بشري مرستو رسولو او د هېواد اقتصاد ته جدي زیان رسوي.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د غونډې ګډونوالو د ملګرو ملتونو وروستی وړاندیز چې «موزاییک» نومېږي بیاکتنه وکړه او هیله‌ مندي یې وښوده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي او نوی استازی به د دې بهیر پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

یاد پلان د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ په میاشت کې د دوحې پروسې غړو ته وړاندې شوی و، چې موخه یې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او بشري کړکېچ د حل لپاره د یوه پراخ چوکاټ رامنځته کول دي. په دې طرحه کې ټینګار شوی، چې د افغانستان د بحران د حل لپاره باید له بېلابېلو لورو، لکه طالبان، مدني ټولنه، سیمه‌ ییز هېوادونه او نړۍوال سازمانونه سره خبرې او تعامل وشي.

دا په داسې حال کې دی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې په توګه د مېرمن اوتونبایوا ماموریت پای ته رسېدلی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي لا تر اوسه د افغانستان لپاره خپل نوی استازی نه دی نومولی.

ریچارډ بېنېټ په افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو له بیا فعالېدو هرکلی وکړ

۹ تله ۱۴۰۴ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ، په افغانستان کې د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو له بیا فعالېدو هرکلی کړی دی. هغه زیاته کړه، چې د انټرنېټ بندېدل د خلکو ژوند ګډوډوي او دا ډول د اړیکو پرې کېدل باید پر خلکو ونه تپل شي.

ښاغلي بېنېټ پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «د دې په اورېدو چې د افغانستان خلک بیا له انلاین کېدو وروسته وتوانېدل چې له یو بل او همدارنګه له نړۍ سره اړیکه ټینګه کړي، خوشحاله شوم. دا حالت د نږدې ۴۸ساعتونو له تیارو وروسته رامنځته شو.»

بېنېټ ټینګار کړی، چې د انټرنېټ بندېدل د خلکو ژوند ګډوډوي، د حقونو سرغړونه کوي او د معلوماتو لاسرسی پرې کوي. نوموړي زیاته کړې چې د اړیکو دغه ډول پرې کېدل هېڅکله باید پر خلکو ونه تپل شي.

د تېرې دوشنبې په ماښام د طالبانو له خوا په ټول افغانستان کې انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه پرې شوي وو، خو نن ماښام (چهارشنبه) په کابل او ځینو نورو ښارونو او ولایتونو کې بېرته وصل شول.

د انټرنېټ پرې کېدو په افغانستان کې د بانکونو، صرافیو، انلاین کاروبارونو، هوايي پروازونو او بندرونو په فعالیتونو کې پراخې ګډوډۍ رامنځته کړې وې.

طالبانو تر اوسه د انټرنېټ د پرې کېدو او بیا وصلېدو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي. خو په کابل کې د طالبانو یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په افغانستان کې انټرنېټي خدمات د دې ډلې د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په امر بېرته پیل شوي دي.

له دې وړاندې سرچینو ویلي وو، چې د انټرنېټ بندول د طالبانو د مشر ملا هبت الله شخصي تصمیم و.