د طالبانو مالیې وزارت په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۴۰۰ ټانکره تېل مسترد کړي

د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د هېواد په بېلابېلو ګمرکونو کې یې د ټاکل شويو معیارونو پر بنسټ د واردېدونکو نفتي توکو ارزونه کړې او ۴۲۴ټانکره یې بېرته مسترد کړي دي. دغه وزارت وایي، له دې ډلې ۳۹۱ټانکره ډېزل او پاتې نور یې پیټرول وو.