روسیه وایي، تېره شپه یې مسکو ته روانې د اوکراین ۲۵۱ډرون الوتکې غورځولې دي

د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې تېره شپه یې د مسکو پر لور د اوکراین تلونکې ۲۵۱ډرون الوتکې نسکورې کړې دي. دا په تېرو درېیو کلونو کې د کېیف له لوري تر ټولو پراخو بریدونو څخه یو بلل کېږي. دغه وزارت ویلي، ډېرې الوتکې یې د روسیې په سوېل لوېدیځو سیمو کې غورځولې دي.