د پنجاب فیصل‌اباد کې د یو کور د چت پرېوتو له امله دوه ماشومان مړه او ۷کسان ټپیان شوي

د‌ پاکستان د‌ پنجاب ایالت په فیصل‌اباد ښار کې د پرله‌پسې بارانونو له امله د یو کور چت نړېدلی، چې په‌کې دوه ماشومان مړه او ۷کسان نور ټپیان دي. ځایي چارواکو ویلي، چې ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته استول شوي دي. هم‌مهاله د‌ پنجاب په نورو سیمو کې هم نن تېز بارانونه شوي.