• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

راشدخان په یو ورځنیو نړۍوالو کرېکټ سیالیو کې ۲۰۰ ویکټې بشپړې کړې

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۴ GMT+۱

افغان ورو توپ اچوونکي راشدخان نن د چهارشنبې په ورځ، د بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې په وړاندې په توپ اچوونه کې درې ویکټې واخیستې او په دې سره لومړنی افغان توپ اچوونکی شو، چې په یو ورځنیو سیالیو کې یې ۲۰۲ ویکټې بشپړې کړې.

راشد خان دغه ویاړ د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځینو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې په خپل نوم ثبت کړ.

نوموړي دغه ویاړ په ۱۱۵ یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ثبت کړی.

راشدخان وايي:«دا ډېر د وړیا ځای دی، څوک چې د افغانستان لپاره لوبه کوي او بیا داسې کارنامه کوي. په ۹ یا ۱۰ کلونو کې مې ۲۰۰ ویکټې بشپړې کړې، دا یو لویه لاسته راوړنه ده.»

راشد خان تردې وړاندې د روان کال په فبروي میاشت کې هم په شل اوریزو لوبو کې د ۶۳۳ ویکیټو په ترلاسه کولو سره نوی نړیوال ریکارډ جوړ کړی و.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

بنګله‌دېش د افغانستان کرېکټ لوبډلې ته په درېیو پرله‌پسې شل‌اوره سیالیو کې ماتې ورکړه

۱۳ تله ۱۴۰۴ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۱ GMT+۱

د بنګله‌دېش او افغانستان د کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درېیو شل‌اوره سیالیو لړۍ په وروستۍ لوبه کې هم افغان لوبډلې د ۶ ویکټو په توپیر ماتې وخوړه. بنګله‌دېش لوبډلې د درې شل‌اوره سیالیو لړۍ په ۳-۰ خپل نوم کړه.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د لوبلړۍ د درېیمې سیالۍ پچه بنګله‌دېش لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۴۴ منډو هدف وټاکه.

بنګله‌دېش لوبډلې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۸م اور کې دغه هدف پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې د ۶ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان دغه پرله‌پسې ماتې د کرېکټ ګڼ مینه‌وال او یو شمېر څارونکي او مبصرین غوسه کړي دي.

ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د افغان لوبډلې د پرله‌سې ماتې د لاملونو په اړه تبصرې او پوسټونه کړي او په لوبډله کې یې د بدلونونو او تمریناتو د زیاتېدو وړاندیزونه کړي.

افغان لوبډله له بنګله‌دېش سره د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم لري.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د معلوماتو له مخې؛ درې یو ورځنۍ لوبې به د همدې میاشتې په ۸مه، ۱۱مه او ۱۴مه نېټه ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له وړاندې د دغه لوبلړۍ لپاره د حشمت الله شهیدي او راشدخان په مشرۍ لوبډلې اعلان کړې دي. په لوبډلو کې هڅه شوې، چې د پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شي.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبلړۍ؛ افغان لوبډله پرله‌پسې ماتو سره مخ ده

۱۲ تله ۱۴۰۴ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۰ GMT+۱

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ په دوېیمه لوبه کې هم بنګله‌دېش افغانستان ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه بیګاه د متحده عربې اماراتو په شارجې لوبغالي کې وشوه چې بنګله دېش په دوو ویکټو سره بریا خپله کړه. افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۴۷ منډې جوړې کړې، چې پکې ابراهیم ځدران د ۳۸ او رحمان‌الله ګربز د ۳۰ منډو سره مخکښ توپ وهونکي وو.

بنګله‌دېش ټاکل شوی هدف په ۲۰م اور کې پوره او د شل اوریزو د ۳ لوبو سریز کې یې دوه هغه په خپل نوم کړې.

د افغانستان بیګانۍ ماتې د کرېکټ ګڼ مینه‌وال او یو شمېر څارونکي او مبصرین غوسه کړي دي.

ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې د افغان ټیم د پرله‌سې ماتې د لاملونو په اړه تبصرې او پوسټونه کړي دي.

دوی وايي، د تمې خلاف افغان ټیم په عربي متحده امارتو کې د ناسم مدیریت له کبله ښه نه دی ځلېدلی دی.د کرېکټ څارونکي او مبصرین هم د ورته ستونزې په یادولو سره وايي چې افغان ټیم دا مهال د رهبرۍ له جدي ستونزې سره مخامخ دی.

د کرېکټ پر لوبو نظر لرونکی سمیع الله هلال په خبره، د راشد خان په وړتیا کې هیڅ شک نشته خو په وروستیو لوبو کې ولېدل شو چې د لوبغاړو په لوبولو کې جدي ستونزې لري. هغه زیاته کړه: هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل: «زه فکر کوم د پرله‌پسې ماتې د لاملونو پړه بیخي ډېره په راشد خان چې زموږ ستوری لوبغاړی دی راځي، ځکه ټولې ټولنیزې لوبې د یوه کس په ښې لوبې نه ګټل کیږي، راشد خان به ښه لوبه کوي خو تر هغې چې خپل ټیم ښه مدیرت نه کړي د لوبو ګټل ستونزمن دي».

نوموړی وايي، د افغانستان کرېکټ بورډ او د غوراوي کمېټې ځینې ځوان لوبغاړي په نوملړ کې شامل کړي؛ خو بیا هم په منظم ډول د لوبېدو موقعه نه ورکول کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له وړاندې د دغه لوبلړۍ لپاره د حشمت الله شهیدي او راشدخان په مشرۍ لوبډلې اعلان کړې دي. په لوبډلو کې هڅه شوې، چې د پخوانیو لوبغاړو سربېره ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم چانس ورکړل شي.

وړاندې د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان ویلي و، چې له بنګه‌دېش سره کېدونکې لوبلړۍ د نړۍوال جام لپاره د بشپړ چمتووالي برخه ده. نوموړي ویلي و، که څه هم افغان لوبډلې په اسیا جام کې د تمې خلاف ښې لوبې ونه‌کړې؛ خو هیله یې ښودلې وه چې له بنګله‌دېش سره به په لوبو کې ښه وځلیږي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د معلوماتو له مخې؛ افغان لوبډله به خپله درېیمه لوبه د اکټوبر په ۵مه ترسره کړي. د یادې ادارې په وینا؛ درې یو ورځنۍ لوبې به د همدې میاشتې په ۸مه، ۱۱مه او ۱۴مه نېټه ترسره شي.

په غزني کې د نېزه وهنې ملي ټورنمنټ د پکتيکا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د المپيک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست له لوري په غزني کې د نېزه وهنې دوه ورځنۍ سیالۍ د پکتیکا لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. په دغو سیالیو کې کابل لوبډلې دویم او خوست لوبډلې بیا درېیم مقام ګټلي دي.

دغه دوه ورځنۍ سیالۍ د یوه سوداګر په مالي مرسته او د غزني په کوربتوب د هېواد له اتو ولایتونو (پکتيا، پکتيکا، لوګر، خوست، کابل، ميدان وردګ، زابل او غزني) د نېزه وهنې د ۹ لوبډلو تر منځ تېره ورځ ( پنجشنبه د تلې ۱۰مه) پيل او نن (جمعه د تلې ۱۱مه) پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د طالبانو د سپورټ ادارې مشر احمدالله وثیق وويل، «موږ هڅه کوو، چې دوديزې لوبې بیا را ژوندۍ کړو او پلان لرو، چې په راتلونکي کې دغه ډول ټورنمنټونه په نورو ولايتونو کې هم برابر کړو.»

100%

د طالبانو د المپيک، بدني روزنې او سپورټ ادارې په وینا، د دغو سیالیو لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته يو موټر، دويم مقام ګټونکې لوبډلې ته ۲۰ زره افغانۍ او درېيم مقام ګټونکې لوبډلې ته بیا ۱۰ زره افغانۍ او ترڅنګ يې درې واړو لوبډلو ته کپونه او مډالونه هم ورکړل شوي.

هوتک: ډیر ژر به د خپل روسي سیال«ارسن پارخوګادژیف» سره په یوه نړیواله سیالې کې مخامخ شم

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۵ GMT+۱

د ازادو سیالیو پېژندل شوی افغان ورزشکار احمد ولي هوتک، وایي چې ډیر ژر به د خپل روسي سیال «ارسن پارخوګادژیف» سره په یو نړۍواله سیالې کې مخامخ شي.

هوتک، پر خواله رسنیو لیکلي، چې یاده سیالي به د «ایم ایم سریز» تر نامه لاندې د اکتوبر په ۱۱مه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې ترسره شي.

په دې سیالیو کې د احمد ولي هوتک سیال«پارخوګادژیف» له دې وړاندې د «ایم ایم ای» سازمان په نړیوالو ریکارډونو کې درې بریاوې په خپل نوم ثبت کړي دي.

احمدولي هوتک، چې د افغانستان په کچه د ازادو سیالیوتر ټولو مخکښ مبارز ګڼل کېږي، تر دې دمه په مسلکي ډګر کې ۱۱بریاوې او یوازې یوه ماتې لري.

هوتک د خپلې اتلولۍ ترڅنګ د افغان ځوانانو لپاره د الهام سرچینه بلل کېږي او نوموړيتل ویلي چې د سیالیو پر مهال د افغانستان د بیرغ د سرلوړۍلپاره مبارزه کوي.

د مسکو دا سیالي د هغه لپاره یو بل مهم ازمیښت ګڼل کېږي، ځکه د روسي سیالانو پر وړاندې بریا نه یوازې د ده د نړیوال ریکارډ پیاوړتیا ده، بلکې د افغان ورزش د ویاړ یو بل باب هم کېدای شي.

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ لوبلړۍ؛ بنګله‌دېش افغانستان ته په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه

۱۱ تله ۱۴۰۴ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۳ GMT+۱

د افغانستان او بنګله‌دېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګله‌دېش افغانستان ته ماتې ورکړه. د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغان لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۹ وېکټو په سوځېدو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۱ منډو هدف وټاکه.

خو د لوبې په دویمې پاڼۍ کې بنګله‌دېش په ۱۸ اورونو کې په داسې حال کې چې ۴ وېکټې یې هم لرلې، ټاکل شوی هدف پوره او بریا یې خپله کړه. د لوبې غوره لوبغاړی د بنګله‌دېش لوبډلې پروېز حسین ونومول شو، چې په ۳۷ توپونو یې ۵۴ مهمې منډې جوړې کړې وې.

د افغانستان لپاره رحمان الله ګربز ۴۰ او محمد نبي ۳۸ منډې جوړې کړې وې. که څه هم په بېګانۍ لوبه کې ورو توپ اچونکي راشد خان د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول؛ خو بیا یې هم بریا خپله نه‌کړه.

د کرېکټ ګڼو مینه‌والو او څارونکو په خواله رسنیو کې د افغانستان په ماتې تبصرې او پوسټونه کړي دي. د خواله رسنیو ګڼو کاروونکو ویلي، په وروستیو کې له افغان لوبډلې دا چل هېر شوی چې لوبې باید څنګه وګټي.

د کرېکټ د چارو پوه او څارونکی سمیع‌الله هلال وايي، تر هغې چې افغان لوبډله د غوراوي په برخه کې جدي اصلاحات رامنځته نه‌کړي؛ د دغه لوبډلې بری ستونزمن دی.

نوموړی وايي، د افغانستان کرېکټ بورډ او د غوراوي کمیټې ځینې ځوان لوبغاړي په نوملړ کې شامل کړي؛ خو بیا هم د لوبېدو موکه نه ورکول کېږي. نوموړی د بېګانۍ ماتې پړه د لوبډلې پر لوبډلمشر راشد خان او د غوراوي پر کمیټې اچوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له وړاندې د دغه لوبلړۍ لپاره د حشمت الله شهیدي او راشدخان په مشرۍ لوبډلې اعلان کړې دي. په لوبډلو کې هڅه شوې، چې د پخوانیو لوبغاړو سربېره ځینو ځوانو لوبغاړو ته هم موکه ورکړل شي.

وړاندې د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر نصیب خان ویلي و، چې له بنګه‌دېش سره کېدونکې لوبلړۍ د نړۍوال جام لپاره د بشپړ چمتووالي برخه ده. نوموړي ویلي و، که څه هم افغان لوبډلې په اسیا جام کې د تمې خلاف ښې لوبې ونه‌کړې؛ خو هیله یې ښودلې وه چې له بنګله‌دېش سره به په لوبو کې ښه وځلیږي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې د معلوماتو له مخې؛ افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه د اکټوبر په ۳مه او درېیمه هغه به د اکټوبر په ۵مه ترسره کړي. د یادې ادارې په وینا؛ درې یو ورځنۍ لوبې به د همدې میاشتې په ۸مه، ۱۱مه او ۱۴مه نېټه ترسره شي.