طالبان: پرون له ایران او پاکستان نه نږدې ۸۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې یوازې پرون چهارشنبه د ایران او پاکستان له بېلابېلو لارو نه ۸۰۰ کورنۍ چې ټولټال ۴۱۸۴ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي.
دغه کورنۍ د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، انګورو اډې، بهرامچې او اسلامکلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي. طالبانو ویلي، چې له ځینو کورنیو سره د لومړنیو توکو مرستې هم شوې دي.