په ایران کې د افغان کډوالو د موټر چپه کېدو پېښه کې یو افغان مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي

ایراني چارواکو ویلي، د افغان کډوالو یو موټر د ایران د سیستان او بلوچستان د سراوان ښار په کوهک لار چپه شوی چې له کبله یې یو افغان مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. چارواکو ویلي، چې د ټپیانو له ډلې د اتو کسانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی.




