• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اوربند په لومړیو ۴۸ ساعتونو کې؛ د ۱۱۷ فلسطینیانو مړي د ویجاړو ودانیو له لاندې اېستل شوي

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۶ GMT+۱

د فلسطین د روغتیا وزارت راپور ورکړی، چې د اوربند له رامنځته کېدو او د اسراییلي پوځ د شاتګ په لومړیو ۴۸ ساعتونو کې لږ تر لږه د ۱۱۷ فلسطینیانو مړي په غزه کې پیدا شوي دي.

د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، دې اوربند د غزې په سیمه کې د بېړنیو مرستندویه ځواکونو لپاره زمینه برابره کړې، ترڅو هغه کسان را وباسي چې مخکې له دې د ودانیو او ویجاړو بنسټونو لاندې په غزه کې ښخ شوي وو.
اټکل کېږي، چې په تېرو دوو کلونو کې له ۱۰ زره څخه ډېر فلسطینیان د وران شویو ودانیو لاندې ښخ شوي وي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۳

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۴

متحده جبهه وايي چې د طالبانو پر ضد یې پوځي عملیات پیل کړي

۵

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

•
•
•

نور کیسې

لطف‌الله خیرخواه: له ټي‌ټي‌پي د ملاتړ بحث مغالطه ده

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۴ GMT+۱
100%

د طالبانو د افغانستان بانک د نظارت او مالي خدمتونو عمومي امر لطف‌الله خیرخواه ویلي، له ټي‌ټي‌پي د ملاتړ بحث مغالطه ده او د پوښتنې په توګه مطرح کوي، چې پاکستانی پوځ د ټي‌ټي‌پي د جګړې د علتونو په اړه ولې بحث نه کوي؟

لطف‌الله خیرخواه د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، «د ملاتړ بحث مغالطه ده. امريکايانو هم زموږ جهاد پرديو ته منسوباوه خو د جګړې علتونه يې پټول.»

نوموړی د کوم شخص یا هېواد له نوم اخیستلو او خطاب کولو پرته د پوښتنې په توګه مطرح کوي، چې ولې جګړه حل لار وګڼل شي؟ [ټي‌ټي‌پي] ولې په کې ځان «شهيد» ګڼي؟

د نوموړي په باور: «د ستونزو ريښه په ديني، سياسي او ټولنيزو علتونو کې ده. که اصل بحث نه کوئ نو هلم جرا»

هلم جرا عربي کلمه ده او نږدې معنای یې «دلته راشه» ده.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان پر طالبانو تور پورې کوي، چې له ټي‌ټي‌پي ملاتړ کوي، خو طالبانو بیا دغه تور په کلکه رد کړی او د دغه هېواد امنیتي ستونزې یې داخلي چاره ګڼلې ده.

طالب چارواکی: دیوبند مدرسه د افغانستان پخوانیو حکومتونو هم ستر دیني مرکز بللی

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي، چې دیوبند مدرسه نه یوازې دا چې د سیمې په کچه معتبر دیني مرکز دی، بلکې د افغانستان مخکينیو حکومتونو هم دې مدرسې ته د ستر علمي مرکز په سترګه کتلي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دیوبند فکري او مذهبي اغېز نه يوازې د افغان علماوو او شرعي علومو په طالبانو کې ژورې ريښې لري، بلکې د پخوانيو افغان حکومتونو له نظره هم دیوبند ته د معتبر علمي مرکز په سترګه کتل شوي دي.

ذاکر جلالي دې مدرسې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ورتګ ته په اشارې سره لیکي: «په ورته وخت کې دواړه هېوادونه کولای شي د دیوبند د دې اړیکې له لارې د دوه اړخيزو اړيکو په فرهنګي او فکري ډګر کې يو نوی باب پرانیزي».

د تاريخي اسنادو له مخې د پاکستان تر جوړېدو مخکې د افغانستان ډېر طالبان د دیني زده کړو لپاره دیوبند مدرسې ته تلل.

شواهد ښيي، چې د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د افغان طالبانو لپاره د دیوبند مدرسه کې ځمکه رانیولې چې اوس هم په (باب ظاهر) سره یادېږي.

دغه ډول محمد ظاهر شاه د دې مدرسې د یوه عالم دوه اثار (کابلی تفسیر) او (سیرت النبي) له اردو ژبې څخه په پښتو او دري ژبو وژباړل او د دې کتابونو لیکوال ته یې نغدي انعام هم ورکړ.

شنونکي وايي، چې د هند حکومت د مسلمانانو مدرسې په ځير سره څاري او د افراطیت مخه یې نیسي. باورونه دا دي، که د تېر جمهوریت پر مهال افغان طالبان د زده کړو لپاره دیوبند ته استول شوي وای، په پاکستاني مدرسو کې به د افغانستان پر ضد نه روزل کېدای او اوس به افغانانو له ديني ادرس څخه هم ملي روایت درلودای.

واشنګټن پوسټ: د ایران ګواښ د اسراییل او مهمو عربي هېوادونو ترمنځ امنیتي اړیکې نږدې کړې دي

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۱ GMT+۱
100%

واشنګټن پوسټ د افشا شویو امریکایي اسنادو په حواله راپور ورکړی، چې لوی عربي هېوادونه سره له دې چې د غزې جګړه غندي؛ خو په پټه د اسراییل له پوځ سره خپله امنیتي همکاري پراخوي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، دغه افشا شوي اسناد ښيي چې د ایران ګواښ د اسراییل او مهمو عربي هېوادونو ترمنځ د نږدې امنیتي اړیکو اصلي لامل دی او د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د دې اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې کړې دي.

د راپور له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې د اسراییل او شپږو عربي هېوادونو لوړپوړي پوځي چارواکي د امریکا په منځګړیتوب په بحرین، مصر، اردن او قطر کې د پلان جوړونې غونډې ترسره کړې دي.

ورځپاڼه دا هم لیکي، چې د اسراییل له خوا پر قطر د هوايي برید وروسته د اسراییل او عربي هېوادونو امنیتي اړیکو کې کړکېچ رامنځته شو، خو دا امکان شته چې دا اړیکې د غزې د اوربند څارنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د حماس لوړپوړی چارواکی: د یرغمل شویو کسانو سپارل به د دوشنبې په سهار پیل شي

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۹ GMT+۱
100%

د حماس یوه لوړپوړي چارواکي اسامه حمدان د فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: «د لاسلیک شوي تړون له مخې، د بندیانو تبادله باید د دوشنبې په سهار پیل شي او تراوسه په دې اړه هېڅ نوی بدلون نه دی راغلی.»

د اوربند د لومړي پړاو د تړون له مخې، چې د امریکا په منځګړیتوب د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک شوی، له غزې څخه د یرغملو تر ستنېدو وروسته اسراییل به شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطیني امنیتي بندیان خوشې کړي.

حماس مخکې ویلي و، چې ښايي د ۷۲ ساعته ضرب‌الاجل په موده کې د ځینو مړو شویو یرغملو د جسدونو موندلو کې له ستونزو سره مخ شي او اسراییل هم له دې موضوع خبر دی.

ویل کېږي، چې له ۴۸ یرغملو څخه ۲۰ تنه ژوندي دي او ۲۸ تنه مړه شوي دي.

د فرانسې، هسپانیې او ایټالیا مشران به د غزې د سولې په غونډه کې ګډون وکړي

۲۰ تله ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۶ GMT+۱
100%

د فرانسې، هسپانیې او ایټالیا مشرانو د مصر په شرم‌الشېخ کې د غزې په اړه د سولې په نړۍوال کنفرانس کې ګډون تایید کړی دی. امانوېل مکرون، پیډرو سانچیز او جیورجیا میلوني د نړۍ له مشرانو سره یوځای شوي دي، څو په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ وکړي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په ګډه مشري کېدونکې سرمشریزه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د برېتانیا لومړی وزیر هم ګډون وکړي.

تمه کېږي، چې د دې ناستې پر مهال د اسراييل د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو بهیر هم پیل شي، خو اسراییل به پخپله په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړي.

حماس هم اعلان کړی، چې د شرم‌الشېخ په ناسته کې ګډون نه کوي.

د دې ډلې د سیاسي دفتر غړي حسام بدران د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې حماس «په دې بهیر کې دخیل نه دی» او تر ډېره یې پخوانۍ خبرې اترې د قطر او مصر له لارې تعقیب کړې دي.