د حماس له خوا یرغمل شوي اسراییلیان به په دوو پړاوونو کې خوشې شي

د اسراییل ۱۲شبکې راپور ورکړی، چې حماس به د تلې په ۲۱مه ۲۰ ژوندي پاتې شوي بندیان په دوو پړاوونو کې خوشې کړي.

د اسراییل ۱۲شبکې راپور ورکړی، چې حماس به د تلې په ۲۱مه ۲۰ ژوندي پاتې شوي بندیان په دوو پړاوونو کې خوشې کړي.
د دې شبکې په وینا، د اسراییل او غزې چارواکي له یاد مهالوېش څخه خبر دي، خو امکان شته چې دا بهیر تر ټاکلي وخت مخکې پیل شي، ځکه له دې مخکې ویل شوي وو چې د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ به د سهار په اته یا نهه بجو پیل شي.
په همدې وخت کې، د واینېټ وېبپاڼې لیکلي چې د دوشنبې د ماسپښین له وروستیو ساعتونو څخه به د وژل شویو بندیانو د مړو انتقال پیل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي، چې دیوبند مدرسه نه یوازې دا چې د سیمې په کچه معتبر دیني مرکز دی، بلکې د افغانستان مخکينیو حکومتونو هم دې مدرسې ته د ستر علمي مرکز په سترګه کتلي دي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د دیوبند فکري او مذهبي اغېز نه يوازې د افغان علماوو او شرعي علومو په طالبانو کې ژورې ريښې لري، بلکې د پخوانيو افغان حکومتونو له نظره هم دیوبند ته د معتبر علمي مرکز په سترګه کتل شوي دي.
ذاکر جلالي دې مدرسې ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ورتګ ته په اشارې سره لیکي: «په ورته وخت کې دواړه هېوادونه کولای شي د دیوبند د دې اړیکې له لارې د دوه اړخيزو اړيکو په فرهنګي او فکري ډګر کې يو نوی باب پرانیزي».
د تاريخي اسنادو له مخې د پاکستان تر جوړېدو مخکې د افغانستان ډېر طالبان د دیني زده کړو لپاره دیوبند مدرسې ته تلل.
شواهد ښيي، چې د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د افغان طالبانو لپاره د دیوبند مدرسه کې ځمکه رانیولې چې اوس هم په (باب ظاهر) سره یادېږي.
دغه ډول محمد ظاهر شاه د دې مدرسې د یوه عالم دوه اثار (کابلی تفسیر) او (سیرت النبي) له اردو ژبې څخه په پښتو او دري ژبو وژباړل او د دې کتابونو لیکوال ته یې نغدي انعام هم ورکړ.
شنونکي وايي، چې د هند حکومت د مسلمانانو مدرسې په ځير سره څاري او د افراطیت مخه یې نیسي. باورونه دا دي، که د تېر جمهوریت پر مهال افغان طالبان د زده کړو لپاره دیوبند ته استول شوي وای، په پاکستاني مدرسو کې به د افغانستان پر ضد نه روزل کېدای او اوس به افغانانو له ديني ادرس څخه هم ملي روایت درلودای.
واشنګټن پوسټ د افشا شویو امریکایي اسنادو په حواله راپور ورکړی، چې لوی عربي هېوادونه سره له دې چې د غزې جګړه غندي؛ خو په پټه د اسراییل له پوځ سره خپله امنیتي همکاري پراخوي.
واشنګټن پوسټ زیاتوي، دغه افشا شوي اسناد ښيي چې د ایران ګواښ د اسراییل او مهمو عربي هېوادونو ترمنځ د نږدې امنیتي اړیکو اصلي لامل دی او د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د دې اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې کړې دي.
د راپور له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې د اسراییل او شپږو عربي هېوادونو لوړپوړي پوځي چارواکي د امریکا په منځګړیتوب په بحرین، مصر، اردن او قطر کې د پلان جوړونې غونډې ترسره کړې دي.
ورځپاڼه دا هم لیکي، چې د اسراییل له خوا پر قطر د هوايي برید وروسته د اسراییل او عربي هېوادونو امنیتي اړیکو کې کړکېچ رامنځته شو، خو دا امکان شته چې دا اړیکې د غزې د اوربند څارنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د حماس یوه لوړپوړي چارواکي اسامه حمدان د فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي: «د لاسلیک شوي تړون له مخې، د بندیانو تبادله باید د دوشنبې په سهار پیل شي او تراوسه په دې اړه هېڅ نوی بدلون نه دی راغلی.»
د اوربند د لومړي پړاو د تړون له مخې، چې د امریکا په منځګړیتوب د دواړو خواوو ترمنځ لاسلیک شوی، له غزې څخه د یرغملو تر ستنېدو وروسته اسراییل به شاوخوا ۲۰۰۰ فلسطیني امنیتي بندیان خوشې کړي.
حماس مخکې ویلي و، چې ښايي د ۷۲ ساعته ضربالاجل په موده کې د ځینو مړو شویو یرغملو د جسدونو موندلو کې له ستونزو سره مخ شي او اسراییل هم له دې موضوع خبر دی.
ویل کېږي، چې له ۴۸ یرغملو څخه ۲۰ تنه ژوندي دي او ۲۸ تنه مړه شوي دي.
د فرانسې، هسپانیې او ایټالیا مشرانو د مصر په شرمالشېخ کې د غزې په اړه د سولې په نړۍوال کنفرانس کې ګډون تایید کړی دی. امانوېل مکرون، پیډرو سانچیز او جیورجیا میلوني د نړۍ له مشرانو سره یوځای شوي دي، څو په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو ملاتړ وکړي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي په ګډه مشري کېدونکې سرمشریزه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او د برېتانیا لومړی وزیر هم ګډون وکړي.
تمه کېږي، چې د دې ناستې پر مهال د اسراييل د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو بهیر هم پیل شي، خو اسراییل به پخپله په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړي.
حماس هم اعلان کړی، چې د شرمالشېخ په ناسته کې ګډون نه کوي.
د دې ډلې د سیاسي دفتر غړي حسام بدران د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې حماس «په دې بهیر کې دخیل نه دی» او تر ډېره یې پخوانۍ خبرې اترې د قطر او مصر له لارې تعقیب کړې دي.
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وايي، طالبان پر کابل او ځینو سوېل ختیځو ولایتونو د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې هلمند، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او کونړ ولایتونو ته څېرمه د فرضي کرښې په اوږدو کې له پاکستاني ځواکونو سره نښتي دي.
سرچینې زیاتوي، په دغو جګړو کې له سپکو او درنو وسلو استفاده کېږي. لا تر اوسه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.
له دې سره سم، په ننګرهار کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو مسوولین وايي، د ننګرهار اچين ولسوالۍ بانډر درې ساحه کې فرضي کرښې ته پورې غاړې د پاکستاني ځواکونو یوه پوسته نیولې او بیا یې په بمونو الوزولې ده.
د دغې قول اردو د خبرپاڼې لهمخې، د دغه ولایت د دوربابا ولسوالۍ د ماشين ناو ساحه کې هم د پاکستاني ځواکونو یوه پوسته یې نیولې او په وینا یې ډېر ژر به په بمونو والوزول شي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه عملیات هم د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو د مشرتابه تر ځانګړي څار لاندې روان دي.