• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو پر پاکستان غږ کړی چې له خپلو خلکو سره خبرو او مفاهمې ته کښېني

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۵ GMT+۱

طالبانو په یوه اعلامیه کې د پاکستان تحریک لبیک ګوند پر اعتراضي ناستې برید خواشینوونکی بللی او په برید کې یې د پاکستان پوځ ښکیل ګڼلی. طالبانو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د ستونزو اواري لپاره له خپلو خلکو سره خبرو او مفاهمې ته کښیني.

طالبانو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له اعلامیې وروسته، چې په افغانستان کې یې د خلکو د خوښې حکومت راتلو هیله پکې ښودلې، په یوه رسمي اعلامیه کې د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې له خپلو خلکو سره ستونزې د خبرو او مفاهمې له لارې اوارې کړي.

ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه، د تلې ۲۱مه، وویل، چې په پاکستان کې د لیبک تحریک اړوند مظاهره کوونکو باندې د پاکستان پوځ ډزې کړې دي. اعلامیې د یاد مذهبي ګوند پرلت د پاکستان له قانون سره سم ګڼلی دی.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي، «د ملکي خلکو پر وړاندې د دغه راز تاوتریخوالي او مرګ ژوبلې له امله سخت خواشیني او متاثره شوو».

د طالبانو ادارې د وژل شویو کسانو له کورنیو او ټول پاکستاني ولس سره خپله خواخوږي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې « په پاکستاني حکومت او په حاکم اړخ غږ کوو، چې د خپلو خلکو په وړاندې نور زور زیاتی ونه کړي او ستونزې د خبرو او مفاهمې له لارې حل کړي».

د یادونې وړ ده، چې د پنجاب په مریدکې سیمه کې د پاکستان د لبیک تحریک پلویانو او ددغه هېواد امنیتي ځواکونو ترمنځ د اخ ډپ له امله د یو پولیس افسر په ګډون څلور تنه وژل شوي دي او ۵۶ نور ټپیان دي.

دا په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر رسېدو وروسته لومړی ځل دی، چې طالبان د پاکستان د داخلي وضعیت په تړاو رسمي اعلامیه ور کوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د افغان کډوالو له اخراج سره په خیبر پښتونخوا کې د افغان زده کوونکو شمېر خورا کم شوی

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۵ GMT+۱

په پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري ایستنې له اعلان وروسته، د افغان زده کوونکو شمېر په بې‌سارې توګه کم شوی او ګڼې کورنۍ د نیول کېدو له وېرې خپل ماشومان له ښوونځیو را ګرځوي. په ورته وخت کې د افغان ښوونیزو بنسټونو مسوولان وايي، د ښوونځیو دوام هم له مالي ستونزو سره مخ شوی دی.

په خېبر پښتونخوا کې افغان کډوال چې په بېلابېلو برخو کې په زده کړو بوخت دي، له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

ددغه ایالت په ستر ښار پېښور کې د یو خصوصي ښوونځي د یوولسم ټولګي زده کوونکی عمران وایي: «موږ تمه لرله چې سږکال به ښه درسونه ولرو خو زموږ له شپېتو هم‌صنفيانو یوازې شل کسان لیسې ته راغلي دي، ډېری ملګري مې نه‌دي راغلي.»

د عمران په وینا، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستنې پرېکړې نه‌یوازې د زده‌کوونکو شمېر کم کړی، بلکې د زده‌کړې پر بهیر یې هم اغېز کړی دی.

یو بل افغان زده کوونکی احسان الله چې د زده کړو لپاره له شاه کڅ نه تر پېښوره ۳۰ کیلومټره واټن وهي وایي، کورنۍ یې ورته هره ورځ اندېښمنه وي.

نوموړی وایي: «هر سهار چې ښوونځي ته ځم، مور او پلار راته وايي چې له احتیاطه کار واخله، هسې نه پولیس دې ونیسي او بېرته دې افغانستان ته واستوي، موږ اوس د وېرې تر سیوري لاندې زده‌کړه کوو.»

د افغان کډوالو د اخراج په تړاو د پاکستان حکومت پرېکړې نه یوازې افغان زده کوونکي زیانمن کړي بلکې ښوونیزې ادارې یې هم له مالي بحران سره مخ کړې دي.

د روان کال د سپټمبر له شپږمې ، چې نوی تعلیمي کال پیل شوی، په خېبرپښتونخوا کې د افغان زده کوونکو لپاره د زده‌کړې ډېر مرکزونه د مالي ستونزو له کبله د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.

د فضل‌مولا تورکي په نوم یو افغان، چې له شلو کلونو راهیسې په پېښور کې ښوونځی لري، وایي، د زده‌کوونکو شمېر یې د تېر کال له ۳۰۰ تنو څخه ۱۸۰ ته راکم شوی دی.

هغه زیاتوي: «د ښوونځي د ودانۍ کرایه، د برېښنا بیلونه او د ښوونکو تنخواګانې ورکول نور زموږ له وسه وتلي دي، موږ په تاوان کې یو، خو هڅه کوو ښوونځی ونه تړو.»

د نوموړي په وینا، ډېری کورنۍ له دې وېرې ماشومان ښوونځي ته نه‌لېږي، چې د کال په نیمایي کې به له هېواده وشړل شي او د زده‌کړې لړۍ به یې نیمګړې پاتې شي.

د طالبانو د سفارت د معلوماتو له مخې، په خیبر پښتونخوا، اسلام‌اباد، کراچۍ او بلوچستان کې شاوخوا ۸۰ افغان ښوونیز مرکزونه فعال دي، خو د زده‌کوونکو شمېر په پرله‌پسې توګه کمېږي.

دغه معلومات ښيي چې، د ۲۰۲۳ کال په پرتله سږکال د زده‌کوونکو شمېر له ۱۸ زرو څخه تر ۱۰ زرو راټیټ شوی، چې ۷۰ سلنه یې هلکان او ۳۰ سلنه نجونې دي.

ددې کال په لومړیو کې، د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزارت امنیتي څانګې په رسمي لیک کې د خېبر پښتونخوا حکومت ته امر کړی و چې د ټولو افغان زده‌کوونکو بشپړ معلومات د مارچ تر ۲۷مې پورې وړاندې کړي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې هم تایید کړې چې د کډوالو د اجباري ایستنې له اعلان وروسته، ګڼ ښوونیز مرکزونه د زده‌کوونکو او مالي سرچینو له کمښت سره مخ دي.

په پاکستان کې د کډوالو د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۴۲ افغان ښوونیز مرکزونه فعال دي چې ۵۶ زره ماشومان پکې زده‌کړې کوي. په دغو مرکزونو کې ۶۰ سلنه هلکان او ۴۰ سلنه نجونې دي.

د تعلیم فعالان خبرداری ورکوي، چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، د زرګونو افغان ماشومانو راتلونکی به له نا معلوم برخلیک سره مخ شي.

یاده دې وي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې پاکستان اعلان وکړ چې ټول غیرقانوني افغان کډوال باید افغانستان ته واستول شي.

د حکومتي شمېرو له مخې، له هغې نېټې تر اوسه شاوخوا یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

اوس مهال، د بېلابېلو سرچینو په وینا، په پاکستان کې نږدې ۲،۹ مېلیونه افغانان مېشت دي، چې ځینې یې د (PoR)، ځینې د (ACC) کارت لرونکي دي، او شاوخوا نیم میلیون کسان هېڅ قانوني اسناد نه‌لري.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ له نښتې ورووسته د افغان کډوالو لپاره وضعیت لاهم ترینګلی شوی دی.

د طالبانو پوهنې وزارت په کابل کې د ملاهبت الله د فرمانونو لوحې لګولې دي

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۲ GMT+۱

د کابل یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو پوهنې وزارت د ښوونیزو پیغامونو پرځای د خپلې ډلې د مشر فرمانونو ته تبلیغات کوي. د خلکو په وینا، طالبانو د کابل ښار په ځینو سیمو کې پر لوحو د دې ډلې د مشر د فرمانونو ځینې برخې خپرې کړې دي.

د کابل ځینو ځایي اوسیدونکو نن دوشنبه، د تلې ۲۱مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت د ښار اړوند په ځینو سیمو کې پر لوحو د ناوړه دودونو په اړه د ملاهبت الله فرمانونو ته تبلیغ کوي.

په را رسېدلو انځورونو کې لیدل کیږي، چې د کابل په یوه واټ کې د طالبانو د پوهنې وزارت اړوند د نشراتو او عامه اړیکو ریاست د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه د ملاهبت الله د فرمان ځینې برخې د عامه پوهاوي لپاره پر بېلبورډونو او لوحو لګولي دي.

د کابل یوه اوسیدونکي وویل:« په تېر حکومت کې د پوهنې وزارت په لوحو کې د تعلیم ارزښت او د پوهنې اړوند شعارونه خپرېدل خو اوس طالبان ددغو لوحو له لارې د خپل مشر ملاهبت الله فرمانونه خپروي.»

د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته دې ډلې یو ځل بیا عصري زده کړې له پامه غورځولې او د دیني مدرسو جوړولو ته یې مخه کړې ده.

ځیني افغانان وايي، چې طالبان په دا ډول کړنو سره د قوانینو او عصري زده کړو د ارزښت کمولو هڅه کوي.

طالبانو له دې وړاندې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د خپل مشر د فرمانونو ځینې برخې پر بیلبورډونو خپرې کړې دي.

په بدخشان کې د طالبانو خپلمنځي نښتې مرګ ژوبله اړولې ده

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۴ GMT+۱

د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د طالبانو سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېر ماښام د یادې ولسوالۍ د سرو زرو پر یوه کان د بدخشاني او هلمندي طالبانو ترمنځ نښته شوې ده. د سرچینو په وینا، ۸ هلمندي طالبان او دوه بدخشاني طالبان په نښته کې وژل شوي دي.

د سیمه ییزو طالبانو سرچینو نن دوشنبه، د تلې ۲۱مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه نښتې د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ په یالور کلي کې وشوې. د سرچینو په وینا، نښته لاهم روانه ده.

سرچینې وايي، په دغو نښتو کې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي، خو کره شمېر یې نشته.

ویل کیږي چې د یاوان ولسوالۍ د حقوقو او ترافیکو مدیران هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دي.

د یوې سرچینې په وینا، نښته سیمه ییزو طالبانو پیل کړې ده.

د یوې سرچینې په وینا، غیر بومي طالبانو په بدخشان کې د والي او د طالبانو د امنیه قوماندان په مرسته کانونه نیولي او له کانونو څخه هیڅ بدخشاني طالبانو ته هیڅ عاید نه رسیږي.

هبت الله اخوندزاده د طالبانو په ادارو کې نوې ګومارنې کړې دي

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۲ GMT+۱

د طالبانو مشر په یوه نوي حکم کې د خپلې ادارې په څو کلیدي وزارتونو، قول اردوګانو او ولایتونو کې نوې ګومارنې اعلان کړې دي. په دغو ګومارنو کې په څو وزارتونو کې د معینیت په کچه بدلونونه راغلي دي.

د طالبانو ویاندویانو ویلي، چې د نیمروز پخوانی والي محمد قاسم خالد د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې معیین ټاکل شوی او محمد وزیر بادشاه د همدغه وزارت د تامیناتو معیین په توګه ټاکل شوی دی.

په تازه بدلونونو کې، ملا عبدالحق همکار، چې تر دې مخکې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې معیین و، اوس د ټولګټو وزارت د مالي او اداري معیین په توګه ټاکل شوی.

د بادغیس پخوانی والي محمد امین جان عمري د مخابراتو وزارت مالي او اداري معین ټاکل شوی او د خوست پخوانی والي مولوي عبدالقیوم روحاني د ۲۰۳ منصوري قول اردو قوماندان ټاکل شوی دی.

په همدې لړ کې، ملا محمد حنیف حمزه د بادغیس، مولوي عبدالمنان محمود د نیمروز او مولوي عبدالله مختار د خوست د نويو واليانو په توګه معرفي شوي دي.

قاري محمد اسماعیل راسخ د جوزجان امنیه قوماندان، او مولوي محب‌الله حماس د ننګرهار امنیه قوماندان ټاکل شوي دي.

سربېره پر دې، یو شمېر ولایتي مرستیالان او پوځي افسران هم سره ادل و بدل شوي دي.

له دې ډلې حافظ سیدالرحمن د زابل مرستیال، ملا فریدالله قیام د میدان وردګ مرستیال، او مولوي سردار محمد مدني د غزني ولایت مرستیال ټاکل شوی دی.

دغه راز مولوي عبدالستار صابر د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د رییس ارکان او حافظ عبدالرشید د خوست ښاروال په توګه دنده پیل کړې ده.

د طالبانو د نویو ګومارونو په اړه د چارو څارونکي په دې باور دي چې، طالبان یوازې خپل کسان ګوماري او په ګومارنو کې مسلکي ارونو ته پاملرنه نه کوي.

دا ګومارنې ښيي چې د طالبانو مشر لاهم د مسلکي کادرونو پرځای، د جګړې پر تجربه لرونکو طالب قوماندانانو تکیه کوي.

چین له پاکستان او طالبانو وغوښتل چې ارام او محتاط واوسي

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۹ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ووروستیو نښتو اندېښنه ښودلې او پر دواړو خواوو یې غږ کړی، چې پر ټولیز وضعیت تمرکز وکړي او ارام او محتاط پاتې شي. د یاد وزارت ویاند لین جیان یوې خبري ناستې ته وویل، چې بیجنګ همکارۍ ته چمتو دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د دوشنبې په ورځ، د تلې پر ۲۱مه، په خپله اونیزه خبري ناسته کې وویل، چې بیجنګ د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستۍ شخړوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر کړکېچ اندېښمن دی.

جیان د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « پاکستان او افغانستان دواړه د چین دوستانه ګاونډیان دي».

لین جیان زیاته کړه چې هېواد یې په رښتینې توګه غواړي دواړه هېوادونه پر ټولیز وضعیت تمرکز وکړي، ارام او محتاط پاتې شي او د یو بل اندېښنې د خبرو او مشورو له لارې حل کړي.

نوموړي وویل، چې دواړې خواوې باید د شخړو د پراختیا مخه ونیسي او په ګډه د دواړو هېوادونو او سیمې سوله او ثبات وساتي.

هغه زیاته کړه، « چین چمتو دی چې د پاکستان او افغانستان اړیکو د ښه کولو او پرمختګ په برخه کې رغنده رول ته دوام ورکړي».

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، هېواد یې له پاکستان او افغانستان دواړو غوښتي چې عملي ګامونه واخلي او په سیمه کې د چینايي اتباعو، پروژو او ادارو امنیت خوندي کړي.