• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تهران د اسراییل په پارلمان کې د ایران په اړه د ټرمپ څرګندونې بې‌بنسټه وبللې

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۸ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوه رسمي بیان په خپرولو سره د اسراییل په پارلمان کې د ایران په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې «شرموونکې» وبللې. په بیان کې راغلي، امریکا دغه «اخلاقي صلاحیت» نه‌لري چې پر نورو بې‌ځایه تورونه ولګوي.

په بیان کې راغلي، چې د خبرو په اړه د امریکا لېوالتیا او د دوی د کړنو ترمنځ لوی واټن دی او د اټومي بم جوړولو په اړه د امریکا تورونه بې‌بنسټه او د شرم وړ دي. دغه څرګندونې وروسته له هغې شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل په پارلمان کې د وینا پرمهال یو ځل بیا پر ایران د اټومي پروګرام له کبله توندې نیوکې وکړې.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۳

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۴

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

۵

بخښنې نړیوال سازمان: د افغانستان او ایرلنډ سیالیو کې د اعتراضونو احتمال شته

•
•
•

نور کیسې

د اوښکو او غېږو شېبې؛ اسراییلي یرغمل شوي او فلسطیني بندیان له خپلو کورنیو سره یوځای شول

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۳ GMT+۱
100%

د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) د اسراییلي یرغمل شویو او فلسطیني بندیانو ستنېدو د اسراییل، غزې او لوېدیځې غاړې په سیمو کې احساساتي صحنې رامنځته کړې.

100%

رېیم کې، ماتان زنګوکر له دوو کلونو بند وروسته له خپلې مور سره وکتل.

100%

رېیم کې، اسراییلي یرغمل نیمروډ کوهن له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

100%

رام‌الله، له اسراییلي بند څخه خوشې شوی فلسطینی له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.

100%

رام‌الله، د اسراییل له بند څخه د خوشې شوي فلسطیني څخه د هغه کورنۍ هرکلی کوي.

عبداللطیف منصور د انرژۍ په یوه نړۍوال فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۲:۳۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د روسیې د انرژۍ اوونۍ په نړۍوال فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ. دغه وزارت یاد سفر د اوبو او انرژۍ وزارت لپاره یو مهم سفر بللی دی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، عبداللطیف منصور به په یاد نړۍوال فورم کې له ګډون سربېره د انرژۍ او اوبو سکتورونو په برخو کې د متقابلو همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د افغانستان د انرژۍ سکتور د وړتیاوو د معرفي کولو په موخه د اړوندو هېوادونو له چارواکو سره هم وګوري.

دغه وزارت یاد سفر مهم بللی، ځکه په وینا یې د انرژۍ نړۍوال فورم د سیمې او نړۍ د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ، پانګونې او د انرژۍ د پراختیا په اړه د نظرونو د تبادلې مهم فرصت برابروي.

خبرپاڼه کاږي، عبداللطیف منصور به په دې سفر کې هڅې وکړي چې د اوبو او انرژۍ په برخو کې پانګونو ته ګډون کوونکي غړي هېوادونه وهڅوي.

د انرژۍ په نړۍوال فورم کې د دغه طالب چارواکي ګډون په داسې حال کې دی، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته انرژي وارداتي ده.

ټرمپ: د تهران له چمتو کېدو سره سم له ایران سره د هوکړې لپاره تیار یم

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۴ GMT+۱
100%

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د دوشنبې په ورځ د اسراییل په پارلمان کې ویلي چې که ایران چمتو وي نو دی ورسره موافقه کوي.

تهران او واشنګټن د جون په میاشت کې د ایران او اسراییل ترمنځ د ۱۲ ورځني جګړې تر مخه د اټومي خبرو پنځه دورې ترسره کړې وې، هغه جګړه چې واشنګټن په کې د ایران پر مهمو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.

دغه خبرې له لویو خنډونو سره مخ شوې، لکه په ایران کې د یورانیمو بډاینې موضوع چې لویدیځ غواړي دا مساله پر ځای ودریږي څو د وسلې جوړولو خطر تر ټولو کم حالت ته راټیټ شي، خو تهران دا پلان رد کړی دی.

ټرمپ د ایران سره د یوې معاملې په اړه وویل: «موږ چمتو یو کله چې تاسې چمتو یاست او دا به غوره پرېکړه وي.»

هغه د پارلمان غړو ته وویل: «موږ د دوستۍ او همکارۍ لاس پرانستی دی. زه درته وایم، هغوی (ایران) غواړي معامله وکړي. که موږ موافقه تر لاسه کړو نو ډېر ښه به وي.»

د شنبې په ورځ د ایران بهرنیو چارو وزیر د امریکا د اټومي پروګرام په اړه د احتمالي «عادلانه او متوازن» وړاندیز هرکلی وکړ، خو ویې ویل چې تهران د خبرو لپاره کوم پیلني ټکي نه دي تر لاسه کړي.

په غزه کې یو فلسطینی خبریال د وسله‌والو په ډزو کې وژل شوی دی

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۶ GMT+۱
100%

الجزیرې راپور ورکړی، چې د فلسطین مشهور خبریال صالح الجفراوي د غزې په صبرا سیمه کې د وسله‌والو په ډزو کې وژل شوی دی. د راپور له مخې، یاد خبریال د صبرا په سیمه کې د فلسطین د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ډلو ترمنځ په نښتو کې وژل شوی دی.

د غزې د خبریالانو او فعالانو خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، د صالح الجفراوي مړی چې د خبریالانو لپاره ځانګړی ضد مرمۍ جاکټ یې پر تن و، د یوه موټر شا ته پروت دی.

ښاغلی الجعفراوي ۲۸ کلن و او د جګړې له امله له شمالي غزې بې‌ځایه شوی و. هغه د جګړې له سیمو څخه د خپرو شویو ویډیويي راپورونو له امله شهرت موندلی و.

د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې له ۲۷۰څخه ډېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د یادولو ده، چې د غزې جګړه د نړۍ د خبریالانو لپاره له وژونکو شخړو ګڼل کېږي.

هندي خبریالانې: امیرخان متقي د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه دروغ ویلي دي

۲۱ تله ۱۴۰۴ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۱
100%

یوې هندۍ خبریالې سمیتا شرما چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې یې ګډون کړی و، وايي چې د افغان نجونو د زده کړو د حق په اړه د متقي ځوابونه ریښتیا نه وو. د نوموړې په وینا، امیرخان متقي د افغان ښځو د جنسیتي مساواتو په اړه دروغ ویلي.

سمیتا شرما چې یوه خپلواکه هندۍ خبریاله ده او د بهرني سیاست په برخه کې تمرکز لري، پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې بالاخره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر اړ شو، چې د ښځینه خبریالانو له جدي پوښتنو سره مخ شي.

هغې همداراز زیاته کړه، چې د متقي خبرې د افغان ښځو له واقعي وضعیت سره هېڅ ورته والی نه لري.

له دې سره، د هندو ورځپاڼې مدیره سوهاسیني حیدر بیا ویلي چې هغې هېڅکله نه دي ليدلي چې د طالبانو له یوه چارواکي څخه په مطبوعاتي کنفرانس کې د ښځو د وضعیت په اړه دومره ډېرې پوښتني وشي.

هغې وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د افغان ښځو په اړه له پوښتنو سره مخ شو، خو روښانه ځواب یې ورنه کړ.

نوموړې زیاته کړه، د متقي دا ادعا چې یو پر څلورمه برخه ښځې زده‌کړې ته لاسرسی لري او د ځینو ټولنیزو ازادیو خوندیتوب شته، له حقیقته ډېره لرې ده.

د هندو ورځپاڼې مدیرې وویل، چې هغه د خپلو دندو د یوې برخې په توګه د افغان ښځو پروړاندې د طالبانو پالیسي څاري. هغې ټینګار وکړ، هغه څه چې امیر خان متقي ادعا کوي په افغانستان کې نشته.

مېرمن سوهاسیني حیدر یادونه وکړه، طالبان باید پوه شي کله چې دوی د هند په خاوره کې وي، دوی باید د دغه هېواد قوانین ومني او د جنسیتي برابرۍ ته درناوی وکړي.

یوه بله خپلواکه هندي خبریاله نانیما باسو وویل، چې د هند حکومت طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو له دې ډلې سره ډیپلوماټیکې اړیکې د نوي ډیلي لپاره ځانګړي پيغامونه او پایلې لري. هغې ټینګار وکړ، چې هند ته د طالبانو د چارواکو بلنه افغان ښځو او نړۍ ته پیغام لېږي.

دې خبریالې ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ځوابونه د ښځو د زده ‌کړې په اړه «شوک ورکوونکي» وو.

هغې زیاته کړه: «طالبانو داسې ادعاوې وکړې لکه موږ چې د افغانستان له حاله ناخبره یو.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دا مهال په یوه رسمي شپږ ورځني سفر هند ته تللی دی. د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ افغان سفارت کې ښځینه خبریالانو ته اجازه ور نه کړه چې د امیرخان متقي د خبري ناستې ګډونوالې شي.

د طالبانو دا کار د هند د سیاستوالو، مدني ټولنو او رسنیو سخت غبرګونونه راوپارول. د هند د بهرنیو چارو وزارت د کورنیو نیوکو له زیاتوالي وروسته له طالب پلاوي وغوښتل، چې یوه بله ناسته د ښځینه او نارینه خبریالانو د مساوي حضور سره جوړه کړي.

د طالبانو پلاوي بیا د یکشنبې په ورځ د افغان سفارت په ودانۍ کې دویمه خبري ناسته د ښځو په حضور کې ترسره کړه. امیرخان متقي په دې دویمه ناسته کې د افغان ښځو د زده‌کړې او ازادۍ د حق په اړه د ګڼو پوښتنو سره مخ شو.