د روسيې بې پیلوټه الوتکو د اوکراین په سوېل کې د بشري مرستو کاروان په نښه کړی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د روسیې بې پيلوټه الوتکو د دغه سازمان پر یوه بشري کاروان، چې د اوکراین یوې سوېلي جګړه ییزې سیمې ته یې مرستې لېږدولې، برید کړی.




