د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې یو ځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

سیمهییزو ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د کندهار د ښورابک ولسوالۍ په سرلټ سیمه کې یو ځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

سیمهییزو ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د کندهار د ښورابک ولسوالۍ په سرلټ سیمه کې یو ځل بیا د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، که څه هم د دواړو لوریو ترمنځ له سپکو او درنو وسلو کار اخېستل کېږي؛ خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه لا معلومات په لاس کې نهشته. د یادونې ده، چې درې ورځې وړاندې هم په یاده کې سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ وسلهوالې نښتې شوې وې.
طالبانو او د پاکستان حکومت تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.

ټایمز اف انډیا ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د هند د امرتسر او کابل ترمنځ به مستقیمې الوتنې بېرته پيل شي. د هند د پارلمان غړي وېکرم جیت سېنګ ساهني هم د دغه الوتنو بیا پېلېدل ستایلي او دا کار یې د دواړو هېوادونو په ګټه بللی دی.
هغه ویلي، له افغانستان نه هند ته د وچې او تازه مېوو او نورو توکو صادرولو او له هند نه افغانستان ته د درملو واردولو لپاره به دغه الوتنې پیل شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، دغه اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او کلتوري اړیکو د بیا پیلېدو هیلې راژوندۍ کړې دي؛ هغه اړیکې چې له اوږدې مودې راهیسې د جیوپولیټیکي بدلونونو له امله محدودې شوې وې.
نوموړي دغه خبرې په نوي ډیلي کې د سوداګرۍ او صنایعو فډراسیون له استازو سره د غونډې پرمهال کړې دي. په راپور کې راغلي، چې دغه خبر په امرتسر کې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی. امرتسر ښار پخوا د افغان سوداګرو یو مهم مرکز ګڼل کېده.
په راپور کې د (اېرلاینز هوټل) څښتن سچېن کمار په حوالې راغلي، دغه ښار یو وخت په افغان سوداګرو اباد و؛ دلته به افغان مېلمانه د اونیو، اونیو لپاره پاتې کېدل. هغه زیاته کړه، افغان سوداګر به تر یوې میاشتې پورې دلته اوسېدل.
هغه وړاندې وایي، د دغه الوتنو بیا پیلېدل نه یوازې سوداګریز فعالیتونه ګړندي کوي؛ بلکې د ګرځندوی صنعت به هم ورسره ژوندی شي. د هغه په وینا؛ کله چې د امرتسر پر ځای د کابل او ډيلي ترمنځ الوتنې پيل شوې، د وچې مېوې سوداګري هم د امرتسر پر ځای په ډیلي کې پيل شوه.
یو افغان سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د دغه الوتنو له بیا پيلېدو سره به په امرتسر کې د سوداګرۍ او ګرځندوی صنعت بېرته وده وکړي.
د راپورونو له مخې؛ د تېر جمهوریت پرمهال هندوستان ډېرو افغانانو ته سوداګریزې، سیاحتي او روغتیایي وېزې ورکولې او هر کال به زرګونه افغانان هند ته تلل؛ خو د طالبانو له دویمې واکمنۍ سره د وېزو دغه لړۍ په ټپه ودرېده، اوس که له هند سره د هوا له لارې د افغانستان د مېوو او نورو مالونو سوداګري پيل شي؛ نو دغه کار به د افغانستان پر اقتصاد خورا مثبت اغېز وکړي.
له څو لسیزو راهیسي دا دود پاتې شوی، چې کله د افغانستان مېوې پخې شي پاکستان لاره پرې وتړي او یا مالیات دومره لوړ کړي، چې دغه صادرات په ټپه ودروي. دوه کاله مخکې افغان سوداګرو رسنیو ته وویل، چې د ډیورنډ کرښې هاغاړې ته پر اوښتونکو هغو موټرونو برید کېږي، چې هند ته سوداګریز توکي لېږدوي. په دې لړ کې له کندهار نه په انځرو بار یو موټر د ناپېژاندو کسانو تر برید لاندې راغی، چې د ګوادر له لارې یې هند ته انځر وړل.
د حالوش په نامه د بشري حقونو سازمان وایي، چې په اعدام محکوم شوی ۲۶کلن افغان د اصفهان زندان انفرادي خونې ته لېږدول شوی دی. دغه سازمان وایي، دغه ځوان حضرت اسحاقزی نومېږي او د فراه ولایت د جوین ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د یاد سازمان د معلوماتو پربنسټ؛ اسحاقزی درې کاله وړاندې په اصفهان کې د نشهیي توکو د قاچاق په تور ونیول شو او وروسته بیا محکمې په اعدام محکوم کړ؛ خو نوموړی پرون د اعدام لپاره ځانګړې خونې ته لېږدل شوی دی.
د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان د موندنو له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال له پیله د سپټمبر تر ۶مې د ۵۹ افغانانو په ګډون ۹۰۶ کسان چې د ایران په زندانونو کې بندیان وو، اعدام شوي دي.
په ورته وخت کې د ایران د بشري حقونو سازمان تر دې مخکې ویلي و، چې یوازې په ۲۰۲۴کال کې په ایران کې ۸۰ افغان بندیان اعدام شوي. که څه هم د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو په ایران کې په لوړ شمېر کې د اعدامونو په اړه وخت ناوخت توند غبرګونونه ښودلي؛ خو د ایران حکومت بیا تل ویلي، چې د کورني ثبات او د امنیت د ټینګښټ په موخه د دوی دغه کړنه مهمه او د پام وړ ده.
دغو بنسټونو همداراز خبرداری ورکړی، چې افغان بندیان په ایران کې ډېری وخت د عادلانه محاکمې او وکیل ته د لاسرسي له حقه بېبرخې پاتې کېږي او د دوی د اعدام ډېری پېښې د کورنیو او رسنیو له خبرولو پرته ترسره کېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په نوي ډیلي کې له افغان سوداګرو سره په خبرو کې ویلي، چې یوشمېر افغانان په هند کې بندیان دي او په دې اړه یې د هند له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي:« موږ په هند کې ځینې بندیان لرو، چې یو شمېر یې په زندانونو کې او ځینې نور یې له زندانونو بهر دي؛ خو هېواد ته نهشي ستنېدای. په دې اړه مې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې هغه راسره ژمنه کړې، چې دغه ستونزه به حل کړي.»
متقي دغه راز د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړې ته په اشارې سره ویلي، چې افغانان په خپلو کې ستونزې لري؛ خو تل د بهرني یرغل پر وړاندې یو موټی دي او د وروستیو نښتو پرمهال دغه مسله ښه ثابته شوه.
امیرخان خان متقي وړاندې وايي، ټېکنالوژي به مهمه وي؛ خو وطنونه په «عقیدو، اېډیالوژۍ او هېوادنۍ جذبو» ساتل کېږي او افغانانو د تاریخ په اوږدو کې دا کار کړی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې، چې افغانستان پخوا د چارواکو کور و؛ خو اوس د دوی په واکمنۍ کې د هرچا کور دی او ټولو افغانانو پورې اړه لري. نوموړي ویلي، پخوا به چې چارواکو څوک غوښتل هغوی ته به یې په افغانستان کې د اوسېدو اجازه ورکوله؛ خو اوس داسې څه نهشته.
متقي له افغان سوداګرو سره په خبرو کې دا هم ویلي، چې ورځ تربلې یې له نړۍ سره اړیکې مخ په پراخېدو دي او ډېر ژر به د دوی ډیپلوماټ په هند کې د افغان سفارت د چارو مخ ته وړلو لپاره دغه هېواد ته ورشي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې له سرحدونو ساتنه د ایالتي حکومتونو نه؛ بلکې د فدرالي حکومت صلاحیت او مسوولیت دی. هغه زیاته کړې، چې د افغان کډوالو د وتلو موضوع هم فدرالي حکومت پورې اړه لري او فدرالي حکومت به په دې اړه پرېکړه کوي.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، کوم افغانان چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري؛ حکومت دا واک لري چې هغوی بېرته افغانستان ته ستانه کړي.
خواجه اصف له جیونیوز سره د مرکې پر مهال ویلي، چې افغان طالبان هم پاکستان ته خبرداری ورکوي او هم د سولې د خبرو غوښتنه کوي. هغه وایي:« طالبان دې لومړی خپل اخطارونه عملي کړي او بیا به خبرې ورسره وکړو.»
د هغه په وینا:« که کوم بهرنی هېواد پر موږ برید وکړي، موږ دا حق لرو چې پرې ځوابي برید وکړو.» هغه زیاته کړې، چې پاکستان په هوايي بریدونو کې هیڅ افغان نهدی په نښه کړی او په دې اړه د امیرخان متقي خبرې د باور وړ نهدي.
هغه څرګنده کړه:« افغانستان د بېلابېلو ترهګرو ډلو پناهځای دی. موږ په خپلو بمباریو کې د ولسي خلکو د استوګنې ځایونه نه؛ بلکې یوازې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي دي.»
نوموړي تېره ورځ هم ویلي و، چې پاکستان به پر خپله پوله له بهرنیو وکړو سره هاغسې چلند وکړي؛ لکه نور خپلواک هېوادونه یې چې کوي. خواجه اصف وویل:« زموږ اجنډا دا ده، چې کوم افغان کډوال په پاکستان کې اوسېږي باید بېرته افغانسان ته ولاړ شي.»
د ایران د سوېلي خراسان ولایت په مرکز بیرجند ښار کې د افغانستان او ایران لومړنی ګډ اقتصادي نندارتون د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه پرانیستل شو.
دغه نندارتون د دواړو ایراني او افغان سوداګرو له پراخ هرکلي سره مخ شوی او تمه کېږي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډې سوداګریزې خونې د جوړېدو او پانګونې د نوي باب پرانیستلو لپاره هم لاره هواره کړي.
د سوېلي خراسان ولایت د اقتصادي چارو مرستیال مهدي جعفري ویلي، دغه نندارتون د دواړو هېوادونو د سوداګرو او پانګهوالو د نږدې همکارۍ لپاره یو مهم ګام دی. نوموړي دارنګه ویلي، هڅه کېږي چې بیرجند د ایران او افغانستان د اقتصادي همکاریو د دايمي مرکز په توګه وپېژندل شي.
ایراني چارواکو ویلي، د خراسان ولایت جغرافیایي موقعیت ته په کتو افغان سوداګر لېواله دي چې له دغې لنډې لارې خپل توکي افغانستان ته ولېږدوي. د چارواکو د معلوماتو له مخې؛ ګڼو افغان پانګهوالو په بیرجند ښار کې پراخې پانګونې کړې، چې دا به د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
په یاد نندارتون کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو د اقتصادي همکاریو په اړه یو شمېر هوکړهلیکونه هم لاسلیک کړي دي. ایراني چارواکو د بیرجند په نندارتون کې د افغان سوداګرو پراخ ګډون ته په اشارې سره ویلي، تمه کېږي چې یاد نندارتون د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې او د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره ښه پیلامه وګرځي.
بیرجند ښار د ایران له پلازمېنې شاوخوا ۱۲۰۰ کلیومټره لرې پروت دی، چې د افغانستان له هرات او فراه ولایتونو سره ګډه پوله لري.