د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي و، چې اسلاماباد د افغانستان د خلکو د «ازادۍ» او د «یوه واقعي ولسواک حکومت» د جوړېدو غوښتنه کوي. دغه وزارت د «طالبانو رژیم» اصطلاح په کارولو سره له طالبانو غوښتي، چې د «بېاساسه تبلیغاتو پر ځای دې د یوه ټولګډونه او د خلکو د استازي حکومت پر جوړېدو تمرکز وکړي.»
اندېشه چې د سې شنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل په یوه ټلویزوني خپرونه کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې دا د پاکستان له لوري یو مهم سیاسي تحول او د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي فصل پیل ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړه، چې د پاکستان دننه د وسلهوالو بریدونو زیاتوالی ښيي چې هم افغانستان او هم پاکستان د طالبانو د بېرته واک ته رسېدو درنه بیه پرې کړې ده.
نصیر احمد اندېشه وویل: «د نیابتي ډلو کارول د هېڅ هېواد په ګټه نه دي. پاکستان خپله د بېثباتۍ او بېدولتۍ له امله سخت زیان لیدلی.»
هغه چې په اسلاماباد کې یې د افغان سیاسي فعالانو او د ښځو د حقونو له یو شمېر استازو سره هم لیدلي، زیاته کړه چې تندلارې او افراطي ډلې نهیوازې د افغانستان، بلکې د پاکستان لپاره هم یو ستر ګواښ دي.
اندېشه څرګنده کړه، چې د پاکستان استخباراتي او سیاسي کړۍ تمه لرله چې طالبان به د اسلاماباد د سیمهییزو دریځونو، په ځانګړي ډول د کشمیر په قضیه کې ملاتړ وکړي، خو دا تمې تر اوسه هېڅ پوره شوې نه دي.
د ده په وینا، د پاکستان دا تازه دریځ ښيي چې دغه هېواد اوس د طالبانو پر ملاتړ له سره غور کوي او غواړي د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي.