• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په مهمو ښارونو کې د لاریونونو له امله د انټرنېټ په ګډون دولتي خدمات ټکنۍ شوي

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۱

په پاکستان کې «تحریک لبیک» ګوند د تېرې پنجشنبې په ورځ د فلسطین په ملاتړ په لاهور کې د «لبیک یا اقصی» په نوم لاریون پیل کړ او غوښتل یې تر اسلام اباده دوام ورکړي، خو دغه لاریون په تاوتریخوالي واوښت او دولت هم په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د موبایل انټرنېټ په ګډون لویې لارې بندې کړې.

دغه لاریون چې ویل کېږي لا هم روان دی، پولیسو لویې لارې او په ځانګړې توګه د لاهور- اسلام اباد- راولپنډۍ لارې په بشپړه توګه د کانتینرونو په اېښودلو سره بندې کړې دي.

د تحریک لبیک ګوند چې یو سخت دریځ اسلامي- سیاسي ګوند ګڼل کېږي، په ۲۰۱۵ کال کې د «خادم حسین رضوي» له‌خوا جوړ شوی، لاریونونو یې ډېر ژر په تاوتریخوالي اوړي او پکې مرګ ژوبله هم رامنځته کېږي. اوس د دغه ګوند مشر د خادم حسین رضوي زوی سعید حسین رضوي دی.

دغه ګوند چې په لاریونونو کې د دولتي ادارو په فلج کولو کې مشهور دی، د اسلام اباد او راولپنډۍ پولیسو وار له مخه د لاهور- اسلام اباد- راولپندۍ لارې د لویو کانتینرونو په اېښودلو سره بندې کړې او ورسره یې د موبایل انټرنېټ هم بند کړ.

100%

دغه لاریون په لومړۍ ورځ یعنې د تېرې پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۷مه) په لاهور کې په تاوتریخوالي واوښت او د لسګونه کسانو له ټپي کېدو سربېره شاوخوا ۱۵۰ نور لاریونوال د پولیسو له لوري ونیول شول. حکومت بیا د ۱۴۴ مادې له‌مخې په ټول پاکستان کې پر هر ډول غونډو بندیز ولګاوه او ورسره یې د موبایل انټرنېټ بند او مهمې سیمې یې کلابندې کړې.

دغه ګوند یوازې مذهبي ګوند نه دی، بلکې اوس په ځینو ایالتونو کې یې په ټاکنو کې څوکۍ هم ګټلي او ورسره سیاسي ځواک هم لري او د پاکستان حکومت لپاره یې بندول اسانه نه برېښي. 

د پاکستان د رسنیو د راپور له‌مخې، لاریون لا هم روان او د لاهور- اسلام اباد لویه لاره بنده ده او تېره ورځ لاریونوال له پولیسو سره نښتي او پولیسو هم پرې ډزې کړي او د راپورونو له‌مخې په دې اخ و ډب کې د یوه پولیس په ګډون ۵ لاریونوال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

افغان طالبانو پر یادو لاریونوالو د ځايي پولیسو پر ډزو غبرګون وښود او د تحریک لبیک پاکستان ګوند پر اعتراضي ناستې برید خواشینوونکی وباله او په برید کې یې د پاکستان پوځ ښکېل وګاڼه. طالبانو د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې د ستونزو اواري لپاره له خپلو خلکو سره خبرو او مفاهمې ته کېني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د ویاند دغو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، دوی باید د افغانستان اړوند موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړي. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو ویاند باید پر هغو مسایلو له تبصره کولو ډډه وکړي، چې د دوی له صلاحیته بهر دی.

د دغه ګوند یوه غړي علامه محمد عرفان ویلي: «موږ هېڅ ځانګړې غوښتنه نه لرو، دا مارچ یوازې د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره ترسره کېږي. موږ نه پوهېږو کله به اسلام‌اباد ته ورسېږو، خو حکومت پر موږ ظلم کوي. موږ له حکومت سره هېڅ ډول خبرې نه کوو.»

له دې سربېره نن په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې کیبلي انټرنېټ هم ټکنی شوی او ځینو مخابراتي او انټرنېټي کمپنیو په ظاهره یې لامل تخنیکي ستونزې یادې کړې دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه وضعیت یو ځل بیا ترینګلی شوی

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۳ GMT+۱

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یو ځل بیا ترینګلتیا زیاته شوې ده. د طالبانو امنیتي سرچینو ځایي رسنیو ته ویلي، چې د پکتیکا ولایت د انګور اډې په سیمه کې خلکو ته له سیمې څخه د وتلو امر شوی.

سرچینې زیاتوي، له دې وروسته چې سیمه له ملکي وګړو خالي شوه، د طالبانو امنیتي ځواکونه په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر اوسه په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ مستقیمه نښته نه ده شوې، خو دواړه لوري په بشپړ پوځي چمتووالي کې دي.

له بلې خوا، د خوست ولایت ځايي سرچینو هم ویلي چې د ځاځي میدان په سیمه کې له ماښامه پیل شوې نښته اوس پای ته رسېدلې ده.

تر اوسه د دواړو لورو چارواکو په رسمي ډول د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان په خېبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو د کمپونو د تړلو امر کړی

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۰ GMT+۱

د پاکستان حکومت امر کړی، چې په خېبرپښتونخوا ایالت کې د افغان کډوالو ټول کمپونه باید په بېړني ډول وتړل شي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه پرېکړې له مخې په کمپونو کې مېشت افغان کډوال اړ شوي چې پاکستان پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي.

د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، د افغان کډوالو هغه پنډغالي چې په ډېره اسماعیل خان، ټانک، لکي مروت، بنو، مانسهره، چارسده او مالاکنډ سیمو کې جوړ شوي وو، اوس تړل شوي دي.

د پاکستان حکومت د یوې رسمي لیک له لارې د خېبرپښتونخوا له سیمه‌ییزو چارواکو غوښتي، چې د دغو کمپونو ځمکې د حکومت ملکیت وګرځوي او په دې سیمو کې د کډوالو د بیا مېشتېدو مخه ونیسي.

سرچینې زیاتوي، د پنجاب ایالت چارواکو هم په ورته وخت کې د هغو افغانانو د اېستلو د درېیم پړاو پيل اعلان کړی، چې په پاکستان کې غېرقانوني مېشت دي. د دې پړاو په لړ کې د هغو افغانانو د پېژندنې چارې روانې دي چې بې له قانوني اسنادو یا د اقامت له مهلت تېرېدو وروسته په پاکستان کې اوسېږي.

په خېبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو د کمپونو تړل کېدل د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د اړیکو د لا خرابېدو تازه نښه بلل کېږي. دا کړکېچ وروسته له هغه زیات شوی چې د اکټوبر په ۱۰ د پاکستان جنګي الوتکو پلازمېنه کابل او ځینې نور ولایتونه په نښه کړل، تر دوه ساعتونو چوپتیا وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس خواله رسنۍ کې په یوه لنډ متن کې په کابل کې چاودنه تایید کړه او ادعا یې وکړه، چې «په کابل ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي، خو د تشویش وړ نه دي او خیریت دی.»

له پېښې نږدې ۱۵ ساعتونه وروسته دې ډلې د دفاع وزارت یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې ویل شوي وو چې پاکستاني هوايي ځواکونه د کابل هوايي حریم ته ننوتلي او دا یې غندلې وه.

بلخوا، دوه شپې وروسته د اکټوبر په ۱۲مه بیا طالبانو په خواله رسنیو ځینې ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړل چې ادعا یې کوله، دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په څو ځایونو کې د پاکستان په سرحدي پوستو برید کړی، دا برید یې د هوایي بریدونو د غچ اخیستنې په پار کړی، څو پوستې یې نیولي او مرګ ژوبله یې اړولې ده. برعکس، د پاکستان حکومت د شخړې تاییدولو سره ادعا وکړه، چې دوی د طالبانو څو پوستې نیولي او یو لوی شمیر طالبان یې وژلي دي.

د پاکستان له ستوني؛ په افغانستان کې د واکمنۍ‌بدلولو ځګېروی

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۰ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال

د افغانستان په ګاونډ کې د پاکستان تر زېږون وروسته، ښايي دا لومړی ځل دی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون هیله څرګنده کړې ده.د خبرونو له مخې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «هیله لرو چې یوه ورځ افغان ولس ازاد شي او ریښتینی حکومت ولري!»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي نه دي، چې ولې افغانستان له هغې واکمنۍ ازادول غواړي، چې د دوی د پوځي استخباراتو مشر یې بریا په کابل سرینا هوټل کې د چایو په پیاله ونمانځله؟

د واک ته رسېدو پرمهال یې په ټول پاکستان کې مېټایان وېشل کېدل او مبارکیانې یې یوبل ته ویلې؟ څه پېښ شول؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا کې د «ریښتیني حکومت» تعریف هم نه‌شته.

د دغه وزارت په یاده ځګېروېجنه جمله کې څو ځایونه د بحث و تأمل وړ دي، خو تر دې مخکې، راځئ وګورو، چې داسې څه ولې نوي ښکاري؟

هسې خو د ډاکترنجیب الله د حکومت او ملګرو ملتونو د پلان په وړاندې د ۱۳۷۱ لمریز کال له کودتا رانیولې تر نن پورې په ټولو جګړو، حکومت ړنګونو او ناورینونو کې د پاکستان مخامخ یا نامخامخ لاس له ورایه ښکاري. خو د دغه هېواد له یوه رسمي ارګان څخه په دغه صراحت په افغانستان کې د واکمنۍ د اړولو هیله څرګندونه نوې پېښه ښکاري.

څه موده مخکې د افغانستان یو شمېر سیاسي تنظیمي څېرې په اسلام‌اباد کې سره راغونډې شوې، چې دې راټولېدنې د بشپړ اکثریت افغانانو غوسه راوپاروله. غوسه پر دې نه‌وه، چې ولې افغان سیاسیون سره راټول شوي، بلکې خلک یې د راټولېدو پرځای (اسلام‌اباد) غوسه وو. د افغانانو په تاریخي حافظه او عامه ذهنیت کې دا په یوه پوخ باور بدله شوې کلیشه Stereotype دی، چې افغانستان ته له پاکستان څخه له شر او بدۍ پرته بل څه نه‌راځي.

دا لکه لمر څرګنده ده، چې افغان ولس له اوسنۍ استبدادي واکمنۍ څخه بېزاره و ستومانه دي، خو ان د همدغې واکمنۍ په وړاندې سیاسي یا پوځي مبارزه هم د پاکستان له لارې نه‌غواړي. په افغانستان کې اوس تر ټولو بدنامه او خطرناکه ټاپه د پاکستانیت او پاکستان‌دوستۍ ده. د کابل د واکمنۍ په وړاندې د وسلوالو مخالفانو لپاره لا پخوا پاکستان د ځای او امکاناتو ورکولو لپاره شین څراغ ښوولی وو، خو په دې اړه د افغانستان د خلکو حساسیت ښايي یو لامل و، چې دغو ډلو ډلګیو هلته د ځای ځایګي غوره کولو ته زړونه ښه نه‌کړل.

ښايي پاکستان په دې خبر نه‌وي، چې دا ځل یوازې په افغانستان کې د حکومتونو د ادلون بدلون خبره مطرح نه‌ده، بلکې کیسه یوڅه لویه ده. هر بدلون به په دومره لویه جغرافیا کې پېښيږي، چې پاکستان یې هم له تاوه خوندي پاتېدلای نه‌شي. د نړیوالو زبرځواکونو ستراتيژیکې سیالۍ اوس داسې دي، چې په سیمه کې د نیابتي ترهګرو ډلو ځای‌پرځای کېدل یې د لومړي پړاو په توګه تر افغانستان زیات پاکستان پر اور اړولی دی. پاکستان ښايي خبر وي، چې دا یوازې پاکستاني طالبان نه‌دي، چې پاکستان ګواښي، بلکې د داعش و القاعدې په ګډون هلته درجنونه نورې ډلې هم هلته ځای‌پرځای شوي، چې نړیوالې موخې و اجنداوې لری. پاکستاني پوځ و حکومت نور په هغه سېک کې نه‌دی چې دوی د هېند او افغانستان په وړاندې وجنګوي او پخپله یې له شتون څخه ګټه پورته کړي. اوس په ریښتیا دغه دیو له بوتل څخه راوتلی دی.

پاکستان ولې وارخطا دی؟

هیندوستان، چین، روسیه و ایران د خپلو ګټو لپاره په چټکۍ سره پر افغانستان واکمنې ډلې ته نږدې کیږي. په هیند کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر هرکلي د پاکستان پوستین ته سپږه ورخوشې کړې ده، په تېره بیا چې پاکستان په دې هم پوهیږي، چې پر واکمنو د سیاسي پانګونې یوه پټه سیالي د انګریز – امریکايي ټلوالې له لوري له یوې‌خوا او د روسيې، چین، هیند، ایران او ان منځنۍ اسیا د ټلوالې له لوري له بلې‌خوا په شدت روانه ده. ټول غواړي کابل ته نږدې شي. امریکاضد ټلوالې په دې برخه کې نوې تیوري رامنځته کړې ده، دوی وايي: پرکابل واکمن که هرڅوک دي، خو که امریکا یې زموږ په وړاندې کارولی شي، موږ یې چې په ګاونډي کې پراته یو، ولې یې د ځان په ګټه ونه‌کارولای شو؟ روسیې خو له ډېرې بېړې د لومړني او یوازیني هېواد په توګه دغه واکمني لا په رسمیت هم وپېژندله، هیندوستان خپل مناسبات تر سفارتي بریده لوړ کړل.

هیند له هر کابل میشتي حکومت سره مناسبات غواړي او که دا حکومت د پاکستان ضد وي یا د پاکستان د ضدیت اکټ وکړلای شي، خو نورعلی نور.

دا چې د دې واکمنۍ په اړه د افغانستان خلک څه نظر لري؟ د ښځو حقوق او په لوی سر کې بشري حقونه څنګه کیږي؟ په دې اړه هیڅوک څه نه‌وايي. یویشتمه پېړۍ ده او سیاستونه له اخلاقو، ارزښتونو او عواطفو تش دي.

په دې لویو سیالیو کې پاکستان بې‌برخې و سرګردان پاتې دی. هغه پاکستان چې اوس نو د دې سیالیو د یوه لوري له خوا هم کومه ټيکه اخیستلای نه‌شي، بلکې خپله خاوره یې هم د دې سیالیو په اور کې سوزي.

پاکستان د لوبې دې پېچلتیا ته دومره وارخطا دی، چې د لومړي ځل لپاره یې په رسمي څرګندونو کې په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون هیله څرګنده کړې ده.

دپاکستان دا هیله به ځکه یوازې هیله پاتې شي، چې:

اول: په افغانستان کې د حکومت بدلول یا ساتل اوس نو د پاکستان تر توانه پورته خبره ده.

دویم: د پاکستان د تېرې نیمې پېړۍ چلند افغانانو ته داسې تجربې پریښي، چې که مري هم، د پاکستان له لاس څخه د ژوند اوبه نه‌څښي.

درېیم: حقیقت دا دی، چې په افغانستان کې هر حکومت هغه وخت مشروعیت موندلای شي، چې د رامنځته‌کېدو اراده یې د افغانستان ملت کړې وي. د یوه ملي اساسي قانون له مخې یې ټاکلی وي او پر هغه د نظارت مسئولیتونه او صلاحیتونه یې معلوم وي.

که په افغانستان کې حکومت بدلیږي، نو ښايي دا هڅه د افغانستان ملت وکړي، پر ته له دې چې داسې یوه هڅه له پاکستان، ایران یا بل هېواد څخه راوتپل شي. د افغانستان ولس به ژر یا روسته خامخا دا کار کوي، په تېره بیا که ولس ډاډمن شي، چې استبدادي واکمنۍ په پاکستان کې د بیا ځلې پناه‌اخیستنې و ځالې جوړونې امکانات بایللي دي.

پاکستان ښايي اوس پوهېدلای وي، چې ستونزه د ده په چلند کې ده. تر هغو چې پاکستان د افغانستان په وړاندې د ستراتيژيک عمق او Forword Policy یا راڅښېدونکي وړاندې راتللو سیاست بدل نه‌کړي، په ارګ کې هره واکمنۍ به یې په دوښمنو بدلیږي، ولو که د دوی له مدرسو څخه فارغان هم وي.

پاکستان په تېره نیمه پېړۍ کې په ډلو ډلګیو او افغانستان ضد وسله‌والو پانګونه کړې ده. هیڅکله یې د افغان ملت او ملي – مشروع حاکمیتونه باور وړ بللي نه‌دي ، ځکه خو پاکستان دوښمني اوس په افغانستان کې د ملي فکر زړی جوړوي.

پاکستان د افغانستان په ضد پنځوس کاله نړیوالې جګړې په ټېکه اخیستي او ځان یې پرې پړسولی، په دې لوبه کې یې د پينځو نسلونو په ګډه تاریخي حافظه کې د ځان په وړاندې د دوښمنۍ او بدبینۍ سونامي راپاڅولې ده، چې اوس یې خپله هم په چاره نه‌پوهیږي.د پاکستان پوځي واکمنو هغه خونړي جنګونه او ظلمونه چې تر ډیورند پورې غاړه پښتنو او بلوڅو پرضد کړي، هاغاړه یې د افغانانو لپاره طبیعي او هویتي همدردي پیاوړې کړې ده. ځکه خو په دې سیمو کې نه پاکستاني پوځ خوندي دی او نه یې پولیس.

پاکستان په تېرو پینځو لسیزو کې د افغانستان په وړاندې د خپلې دوښمنۍ سیاست د دین تر څادر لاندې پرمخ وړ، ځان ته يې د اسلام کلا ویل او هره ډله یې افغانستان ته د جهاد په نامه رااستوله. اوس نو کیسه سرچپه شوه، نه یوازې دا چې د شته واکمنو په وړاندې له دې حربې څخه ګټه اخیستلای‌نه‌شي، چې پخپله هم د جهادي او دیني دوښمنۍ څخه کړیږي. داسې دوښمني، چې له خپلو مدرسو یې فارغان دي او تکفیر کولای یې هم نه‌شي. د پاکستاني طالبانو مدرسې او استاذان د پاکستان په سیاسي بنسټ (اسټبلېشمینټ) کې خورا مهم ځای لري.

پاکستان اوس په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون لپاره نه د تکفیر وسله کارولای شي او نه هم د لرو برو افغانانو ترمنځ کوم اعتبار ورپاتې دی.

پاکستان له ډېرې ناهیلۍ او وارخطايي څخه په افغانستان کې د واکمنۍ د بدلون غوښتنه کوي، خو ښايي په دې پوه شي، چې که د ملت په اراده هر مشروع او ملي حاکمیت راشي، د پاکستان په وړاندې به یې ترهغو ذهن و نظر بدل نه‌شي، چې پاکستان د افغانستان په اړه خپل چلند بدل کړی نه‌وي.

خواجه اصف: بې‌اسناده افغان کډوال به بېرته افغانستان ته واستول شي

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۵ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې له سرحدونو ساتنه د ایالتي حکومتونو نه؛ بلکې د فدرالي حکومت صلاحیت او مسوولیت دی. هغه زیاته کړې، چې د افغان کډوالو د وتلو موضوع هم فدرالي حکومت پورې اړه لري او فدرالي حکومت به په دې اړه پرېکړه کوي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، کوم افغانان چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري؛ حکومت دا واک لري چې هغوی بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

خواجه اصف له جیونیوز سره د مرکې پر مهال ویلي، چې افغان طالبان هم پاکستان ته خبرداری ورکوي او هم د سولې د خبرو غوښتنه کوي. هغه وایي:« طالبان دې لومړی خپل اخطارونه عملي کړي او بیا به خبرې ورسره وکړو.»

د هغه په وینا:« که کوم بهرنی هېواد پر موږ برید وکړي، موږ دا حق لرو چې پرې ځوابي برید وکړو.» هغه زیاته کړې، چې پاکستان په هوايي بریدونو کې هیڅ افغان نه‌دی په نښه کړی او په دې اړه د امیرخان متقي خبرې د باور وړ نه‌دي.

هغه څرګنده کړه:« افغانستان د بېلابېلو ترهګرو ډلو پناه‌ځای دی. موږ په خپلو بمباریو کې د ولسي خلکو د استوګنې ځایونه نه؛ بلکې یوازې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي دي.»

نوموړي تېره ورځ هم ویلي و، چې پاکستان به پر خپله پوله له بهرنیو وکړو سره هاغسې چلند وکړي؛ لکه نور خپلواک هېوادونه یې چې کوي. خواجه اصف وویل:« زموږ اجنډا دا ده، چې کوم افغان کډوال په پاکستان کې اوسېږي باید بېرته افغانسان ته ولاړ شي.»

د پاکستان دفاع وزیر: طالبان موږ جوړ کړل، خو اوس د باور وړ نه‌دي

۲۲ تله ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۶ GMT+۱

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي:« طالبان موږ جوړ کړي او له امریکا سره د نږدې‌والي پرمهال مو پياوړي کړي؛ خو اوس د باور وړ نه‌دي.» هغه ټینګار کړی، چې اسلام‌‌اباد نه غواړي له طالبانو سره جګړه وکړي؛ خو د دښمنۍ پر وړاندې به نرم غبرګون ونه ښيي.

د پاکستان «اج نیوز» شبکې د خواجه اصف له خولې لیکلي، چې پاکستان به هيڅکله بې‌ثباته نه‌شي. خواجه اصف ویلي:« کله هم چې له افغانستان نه پر موږ برید شوی، موږ بریدګر تر خپلو کورونو پورې څارلي دي. موږ پوهېږو، چې په افغانستان کې ترهګر څوک دي او چېرې اوسېږي؛ خو نه غواړو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه وشي.»

د پاکستان دفاع وزیر زیاته کړه، چې د کابل او اسلام‌اباد اوسنی اختلاف اوس هم پر ځای پاتې دی؛ یوازې د سعودي عربستان او قطر په څېر هېوادونو په منځګړتوب حل کېدای شي. د هغه په وینا: «موږ پرېکړه کړې، چې خپل هېواد خوندي کړو؛ که څوک دښمني راسره کوي، زموږ ځواب به نور د مینې او محبت ځواب نه‌وي.»

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې هم له جیو نیوز سره د خواجه اصف مرکه خپره کړې ده. هغه په یادې مرکه کې ویلي، پر ډیورنډ کرښه وضعیت اوس هم ترینګلی دی او امکان شته چې بیا نښته وشي.

کله چې له خواجه اصف څخه وپوښتل شول، چې ایا اسلام‌اباد له کابل سره خبرې کوي؟ هغه وویل:« که د افغانستان طالبان له یوې خوا د خبرو غوښتنه کوي او په ورته وخت کې پاکستان ګواښي؛ دوی دې خپلو ګواښونو ته دوام ورکړي، موږ به وروسته خبرې ورسره وکړو.»

هغه زیاته کړې، نړۍ پوهېږي چې په افغانستان کې د داعش، القاعده او ټي‌ټي‌پي په ګډون څو نړۍوالې ترهګرې ډلې پټې شوې او افغان طالبان د دغه ډلو ملاتړ کوي. کله چې له خواجه اصف پوښتنه وشوه، چې ایا د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي مسید په افغانستان کې دی؟ هغه وویل: «موږ چې څوک په نښه کړل هغوی په افغانستان کې وو.»

هغه زیاته کړه:« دوه نیم یا درې کاله وړاندې چې زه کابل ته ولاړم طالبانو ژمنه راسره وکړه، چې دغه خلک به له افغانستان نه باسي. دوی چې د چا د اېستلو ژمنه وکړه، هغه خلک په سپوږمۍ کې نه؛ بلکې په افغانستان کې وو.»

خواجه اصف داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په تېره اونۍ کې د نښتو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوې دي.