• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خيبر پښتونخوا نوی سر وزیر به نن لوړه وکړي

۲۳ تله ۱۴۰۴ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۶ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د سر وزیر دفتر له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د لوړې مراسم به نن ماښام په پېښور ښار کې ترسره شي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د مخکېني سر وزیر علي امین ګڼداپور استعفا لا نه‌ده منلې.

د پاکستان حکومت د اپوزېسیون ځینو ګوندونو ویلي، په داسې حال کې چې د مخکېني سر وزیر استعفا نه‌ده منل شوې د نوي هغه د لوړې مراسم قانوني بڼه نه‌لري. د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند بیا ویلي، چې د نوي سر وزیر د لوړې مراسم قانوني دي او هېڅوک یې مخه نه‌شي نیولای.

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) د رایو په اکثریت د تحریک انصاف ګوند نوماند سهیل اپریدی د دغه ایالت د نوي سر وزیر په توګه وټاکه. تر دې دمخه علي امین ګنډاپور دغه څوکۍ سمبالوله؛ خو د ګوند د بنسټګر عمران خان په غوښتنه یې له دندې استعفا وکړه.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۳

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۴

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

۵

طالبان:نږدې پنځو کلونو کې ۶۵۰ زره کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی

•
•
•

نور کیسې

خېبر پښتونخوا؛ ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز برید کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

۱۹ تله ۱۴۰۴ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۲ GMT+۱
100%

خېبر پښتونخوا کې پولیسو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې په ډېره اسماعیل خان کې د د دوی په یو ځای مرکز د وسله والو برید یې شنډ کړی او شپږ وسله وال یې هم وژلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرې شپې برید له کبله ۷ تنه پولیس وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو چارواکو ویلي چې تر برید وروسته د پولیسو او وسله والو ترمنځ څو ساعته جګړه هم شوې ده. خبرپاڼه کې همدا شان راغلي چې اوسپه سیمه کې وضعیت عادی شوی؛ خو د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات لا هم روان دي.

د پاکستان پارلمان پخوانی غړی: پوځ په قصدي ډول په پښتونخوا کې ترهګرو ته ځای ورکړی و

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۱
100%

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی مراد سعید وايي، بالاخره د پوځ ویاند اعتراف وکړ، چې په خیبر پښتونخوا کې په قصدي توګه ترهګرو ته ځای ورکړل شوی و. د هغه په وینا، اوس باید د پوځ اوسنيو او پخوانیو مشرانو ته په یاده سیمه کې د ولسي وګړو د وژل کېدو په تړاو تر ټولو سخته سزا ورکړل شي.

مراد سعید د جمعې په ماښام (د تلې ۱۸مه) په اېکس پاڼه کې د ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د پوځ له لوري د ترهګرو د ځای پر ځای کېدو په تړاو له ډېرو توضېحاتو ورکړې وروسته ویلي، د روان کال د بارانونو او سېلابونو د راوتلو په موسم کې د پاکستان پوځ ترهګر له باجوړ څخه د دېر او سوات غرونه ته ولېږدول.

سعید زیاتوي، «ای‌اېس‌ای هغو ته د تللو لارې ښودلې او په هغه شپه د لارې په اوږدو کې هر ډول دولتي دفتر او د پولیسو پوستو ته ویل شوي وو، چې څراغونه بند کړي او ځایي خلکو ته امر شوی و، چې له کورونو ونه وځي.»

د هغه په باور، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې دغه چارې له بهرنیو هېوادونو سره د کړو ژمنو او همداراز د خپل واک د اوږدولو لپاره کوي.

مراد سعید زیاتوي، «زما د هر ځوان د وینې مسوولیت ستاسو پر غاړه ده، ولې نور زموږ د غریبو اولادونه ستاسو د جګړو لپاره د سون توکي شي؟»

نوموړی د پاکستان پوځ ته په خطاب کې په ټينګار سره وايي، «دوی [ترهګر] مو چې څنګه راوړي او خپاره کړي نو بېرته یې ټول کړۍ.»

هغه په پای کې ویلي، «بس ډېرې شوې ستاسې دا اداکارۍ او رياکارۍ!»

باجوړ کې په دوو جلا پېښو کې ۲ پاکستاني سرتېري او ۳ ولسي وګړي وژل شوي

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۹ GMT+۱
100%

سرچینې وايي، چې نن سهار (جمعه د تلې ۱۸مه) د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په ماموند سیمه کې د «ټي ټي پي» وسله والو او پاکستان امنیتي ځواکونو تر منځ په نښته کې ۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. له سيمې داسې راپورونه ورکول کېږي چې لا هم جګړه روانه ده.

سرچینې زیاتوي، د دغې جګړې په ترڅ کې نن ماښام یو توغندی پر یوه کور هم لګېدلی او له امله یې ۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې، د خېبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان کې هم د ځايي امنیتي ځواکونو او وسله والو جنګیالیو تر منځ نښته روانه ده.

ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو او وسله‌والو تر منځ نښته روانه ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه برید هغه مهال پیل شو چې یو شمېر وسله والو جنګیالیو په دېره اسماعیل خان سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه روزنیز مرکز برید وکړ.

د پاکستان امنیتي چارواکو لا تر اوسه د دغې جګړې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

لا تر اوسه هېڅ یوې ډلې هم د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو او وسله‌والو تر منځ نښته روانه ده

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۳ GMT+۱
100%

د خېبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان کې دا مهال د پولیسو او وسله‌والو تر منځ سخته نښته روانه ده. له سیمې څخه د افغانستان انټرنشنل خبریال وایي، چې وسله‌والو د ډېره اسماعیل خان پر یوه ټرینینګ سنټر برید کړی او د دواړو لورو تر منځ درنه نښته دوام لري.

د انټرنشنل خبریال زیاتوي چې سیمې ته د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د پوځ نور سرتېري هم استول شوي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو تر اوسه د پېښې د دقیقو تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

تر دې دمه هېڅ وسله‌والې ډلې د برید مسوولیت نه‌دی منلی.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې وسله‌وال بریدونه زیات شوي او امنیتي ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د عمران خان په امر له خپلې دندې استعفا وکړه

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۶ GMT+۱
100%

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د عمران خان د لارښوونې له مخې له خپلې دندې استعفا وکړه. نوموړي په خپل استعفا لیک کې لیکلي، دا د ده لپاره د ویاړ ځای دی چې د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر او خپل مشر عمران خان د امر په درناوي د اعلی وزیرۍ له څوکۍ استعفا کوي.

په استعفا لیک کې راغلي: «کله چې ما د اعلی وزیر په توګه دنده پیل کړه، خېبرپښتونخوا له دوو لویو ننګونو سره مخ وه، مالي بحران او د ترهګرۍ ګواښ. په تېر یو نیم کال کې د خپلې کابینې د ګوند د غړو، کارکوونکو او د اداري ټیم په مرسته او همداشان د عمران خان په مستقیمو لارښوونو سره موږ وکولای شول، چې پښتونخوا د مالي ثبات لور ته سوق کړو او د ترهګرۍ پر ضد په زړورتیا سره مبارزه وکړو.»
نوموړي زیاته کړې، تر دې مخکې خېبرپښتونخوا د کلونو جګړو له امله د جنګي سیمې په توګه پېژندل کېده، خو ده په خپلې کاري دوره کې په دغې سیمه کې د بیارغونې یو شمېر پروژې پیل کړې دي.
امین ګنډاپور د خپلې کابینې له وزیرانو، د اسمبلۍ له غړو (د تحریک انصاف ګوند او اپوزېسیون) او د خېبرپښتونخوا له اداري کارکوونکو مننه کړې، چې د سختو سیاسي او اداري ننګونو په حل کې یې ورسره مرسته کړې ده.

100%

هغه لیکلي: «زه دا نه‌شم ویلی چې پر ټولو ننګونو په بشپړه توګه لاس بری وم، خو په ډاډ سره ویلی شم چې ما د خېبرپښتونخوا د خلکو د خدمت لپاره په بشپړه اخلاص کار کړی او هره پرېکړه مې د پاکستان د ملي ګټو په رڼا کې کړې ده.»
د نوموړي استعفا د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له خوا د ګوندي جوړښت د بیا تنظیم او د سیاسي تګلارې د بدلون تر اعلان وروسته شوې ده.
د خېبرپښتونخوا اسمبلې او د تحریک انصاف ګوند مشرتابه لا تر اوسه خېبرپښتونخوا ته نوی اعلی وزیر نه دی نومولی.