• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

باجوړ کې په دوو جلا پېښو کې ۲ پاکستاني سرتېري او ۳ ولسي وګړي وژل شوي

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۹ GMT+۱

سرچینې وايي، چې نن سهار (جمعه د تلې ۱۸مه) د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په ماموند سیمه کې د «ټي ټي پي» وسله والو او پاکستان امنیتي ځواکونو تر منځ په نښته کې ۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. له سيمې داسې راپورونه ورکول کېږي چې لا هم جګړه روانه ده.

سرچینې زیاتوي، د دغې جګړې په ترڅ کې نن ماښام یو توغندی پر یوه کور هم لګېدلی او له امله یې ۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې، د خېبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان کې هم د ځايي امنیتي ځواکونو او وسله والو جنګیالیو تر منځ نښته روانه ده.

ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو او وسله‌والو تر منځ نښته روانه ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه برید هغه مهال پیل شو چې یو شمېر وسله والو جنګیالیو په دېره اسماعیل خان سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه روزنیز مرکز برید وکړ.

د پاکستان امنیتي چارواکو لا تر اوسه د دغې جګړې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

لا تر اوسه هېڅ یوې ډلې هم د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو او وسله‌والو تر منځ نښته روانه ده

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۳ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان کې دا مهال د پولیسو او وسله‌والو تر منځ سخته نښته روانه ده. له سیمې څخه د افغانستان انټرنشنل خبریال وایي، چې وسله‌والو د ډېره اسماعیل خان پر یوه ټرینینګ سنټر برید کړی او د دواړو لورو تر منځ درنه نښته دوام لري.

د انټرنشنل خبریال زیاتوي چې سیمې ته د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د پوځ نور سرتېري هم استول شوي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو تر اوسه د پېښې د دقیقو تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

تر دې دمه هېڅ وسله‌والې ډلې د برید مسوولیت نه‌دی منلی.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې وسله‌وال بریدونه زیات شوي او امنیتي ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي.

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د عمران خان په امر له خپلې دندې استعفا وکړه

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۶ GMT+۱

د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د عمران خان د لارښوونې له مخې له خپلې دندې استعفا وکړه. نوموړي په خپل استعفا لیک کې لیکلي، دا د ده لپاره د ویاړ ځای دی چې د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر او خپل مشر عمران خان د امر په درناوي د اعلی وزیرۍ له څوکۍ استعفا کوي.

په استعفا لیک کې راغلي: «کله چې ما د اعلی وزیر په توګه دنده پیل کړه، خېبرپښتونخوا له دوو لویو ننګونو سره مخ وه، مالي بحران او د ترهګرۍ ګواښ. په تېر یو نیم کال کې د خپلې کابینې د ګوند د غړو، کارکوونکو او د اداري ټیم په مرسته او همداشان د عمران خان په مستقیمو لارښوونو سره موږ وکولای شول، چې پښتونخوا د مالي ثبات لور ته سوق کړو او د ترهګرۍ پر ضد په زړورتیا سره مبارزه وکړو.»
نوموړي زیاته کړې، تر دې مخکې خېبرپښتونخوا د کلونو جګړو له امله د جنګي سیمې په توګه پېژندل کېده، خو ده په خپلې کاري دوره کې په دغې سیمه کې د بیارغونې یو شمېر پروژې پیل کړې دي.
امین ګنډاپور د خپلې کابینې له وزیرانو، د اسمبلۍ له غړو (د تحریک انصاف ګوند او اپوزېسیون) او د خېبرپښتونخوا له اداري کارکوونکو مننه کړې، چې د سختو سیاسي او اداري ننګونو په حل کې یې ورسره مرسته کړې ده.

100%

هغه لیکلي: «زه دا نه‌شم ویلی چې پر ټولو ننګونو په بشپړه توګه لاس بری وم، خو په ډاډ سره ویلی شم چې ما د خېبرپښتونخوا د خلکو د خدمت لپاره په بشپړه اخلاص کار کړی او هره پرېکړه مې د پاکستان د ملي ګټو په رڼا کې کړې ده.»
د نوموړي استعفا د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان له خوا د ګوندي جوړښت د بیا تنظیم او د سیاسي تګلارې د بدلون تر اعلان وروسته شوې ده.
د خېبرپښتونخوا اسمبلې او د تحریک انصاف ګوند مشرتابه لا تر اوسه خېبرپښتونخوا ته نوی اعلی وزیر نه دی نومولی.

مولانا فضل‌الرحمن: ناکراره او بې ثباته افغانستان هیڅکله د پاکستان په ګټه نه دی

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۹ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر د افغانستان انټرنشنل یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې پاکستان په تېرو شلو کلونو کې جنګیالیو ته ځای ورکړی و او له همدې ځایه امریکا ته د بمباریو لپاره اډې ورکړل شوې. هغه وویل، چې بې ثباته افغانستان هیڅکله د پاکستان په ګټه نه دی.

د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د چارشنبې په ورځ، د تلې پر ۱۶مه، په پېښور کې د یوې خبري غونډې پرمهال د افغانستان انټرنشنل د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې که اعتماد موجود وي او امنیت ټینګ شي، شکایتونو ته اړتیا نه پېښیږي.

پاکستان په دې وروستیو کې پر طالبانو نیوکې کوي، چې ترهګرو ډلو او ټي ټي پي ته یې په افغانستان کې ځای ور کړی دی.

فضل الرحمن د پوښتنې په ډول وویل، چې « ایا دا موږ ردولای شو، چې دا شل کاله چې افغانستان کې جګړه وه مجاهدین او القاعده د اسټبلشمنټ په نګرانۍ کې افغانستان ته نه لاړل؟ ایا موږ قسم خوړلی، چې افغانستان باید مستقل ونه اوسي؟».

هغه د افغانستان د پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او اشرف غني د دورو ناامنیو ته په اشارې وویل، چې هغوی کله هم شکایت نه دی کړی، چې د پاکستان له اړخه جنګیالي ورځي.

فضل الرحمن د پاکستان له اړخه د امنیتي اقداماتو پر ټینګېدو ټینګار وکړ.

هغه وویل، چې ناکراره او بې ثباته افغانستان هیڅکله د پاکستان په ګټه نه دی او په یو اړخیز ډول باید عمل ونه شي.

د جمعیت علمای اسلام مشر وویل، چې د ډیورنډ کرښې په دواړو لوریو کې پښتانه پراته دي او په دې لارو پښتون قوم یو له بله نه شي بېلېدای.

عمران خان د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر ګنډا پور پر لرې کولو غور کوي

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۴ GMT+۱

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا په مشرۍ کې پر بدلون غور کوي او امکان شته چې اعلی وزیر علي امین ګنډاپور له دندې لرې او پر ځای یې سهیل اپریدی وټاکل شي. د ګوند مشرانو تراوسه په رسمي دول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ګوند سرچینو د پاکستان نیوز ورځپاڼې ته ویلي، چې د خیبر پښتونخواد نوي اعلی وزیر په توګه د سهیل اپریدي نوم تر غور لاندې دی، خو د تحریک انصاف لوړپوړو مشرانو لا تر اوسه دا خبر نه دی تایید کړی او نه یې رد کړی.

د ګوند مشر بیرسټر ګوهرخان ویلي دي، « زه د وزیراعلی علي امین د لرې کولو په اړه هېڅ معلومات نه لرم».

دغه پرمختګ په داسې حال کې دی، چې د ګوند دننه د اختلافاتو خبرونه زیات شوي دي.

له دې مخکې ګنډاپور د عمران خان خور علیمه خان تورنه کړې وه چې له ادارو سره اړیکې لري او علیمه خان هم پر ګنډاپور متقابل تورونه لګولي وو.

ویل کېږي عمران خان پخپله د خیبر پښتونخوا د حکومت پر کړنو او د ګوندي چارو پر سمبالښت ناخوښي څرګنده کړې، چې دا هر څه د خیبر پښتونخوا د رهبرۍ د بدلون اوازې لا پیاوړې کوي.

د جیو نیوز کوربه شاهزیب خانزاده ویلي، « ښکاري چې د علیمه خان دریځ بریالی شوی. د هغې او ګنډاپور تر منځ اختلافونه پخواني دي».

د اعلی وزیر د بدلولو پروسه د پاکستان د اساسي قانون د ۱۳۰ او ۱۳۶ مادو له مخې ترسره کېږي.

د واکمن ګوند مشرتابه لومړی د بدلون پرېکړه کوي او که اعلی وزیر استعفا ورنه‌کړي، نو د هغه پر ضد د بې‌باورۍ تحریک وړاندې کېږي.

تحریک انصاف ګوند تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

په اورکزۍ ولسوالۍ کې د پوځ او طالبانو نښتو کې ۱۱ پوځیان او ۱۹ طالبان وژل شوي

۱۶ تله ۱۴۰۴ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۴ GMT+۱

د پاکستان پوځ وايي، چې د خیبر پښتونخوا په اورکزۍ ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد عملیاتو کې یې ۱۱ پوځیان وژل شوي دي. همدارنګه پاکساني پوځ د یادو عملیاتو پرمهال د ۱۹ وسله والو د وژل خبر هم ورکړی. د پاکستان د طالبانو تحریک وايي، یاد پوځیان یې په ډوګر سیمه کې وژلي.

د پاکستان پوځ نن د چار شنبې په ورځ، د تلې ۱۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د اکټوبر په ۷مه او ۸ نېټه یې د خیبر پښتونخوا په اورکزۍ په ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد عملیات ترسره کړي.

پوځ د یادو عملیاتو پرمهال د ۱۹ وسله والو د وژلو خبر ورکړی او له خپله اړخه یې هم د دوو افسرانو په ګډون د ۱۱ سرتیرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د پاکستان د پوځ له خوا وژل شوي وسله وال د «فتنه الخوارج» په نوم یاد شوي دي.

پاکستاني طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه ۱۱ پوځیان یې په ډوګر سیمه کې پر یوه پوځي کاروان د برید پرمهال وژلي دي.

پاکستاني طالبانو د خپلې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.