• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په شمالي وزیرستان کې پر یوې پوځي اډې برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۲ GMT+۱

سیمه‌ییزې ځايي سرچینې وايي، چې نن سهار د خیبرپښتونخوا د شمالي وزیرستان د میرعلي ولسوالۍ اړوند د خدي په نامه پر یوه پوځي مرکز برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. د معلوماتو پربنسټ؛ په یاده څو ساعته نښته کې د ۴ بریدګرو په ګډون ۶ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

هاخوا بیا د پاکستان دولتي رسنۍ راپور ورکړی، چې یوه وسله‌وال بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوځي اډې دېوال سره وجنګاوه او وروسته درېیو بریدګرو هڅه وکړه، چې اډې ته ننوځي. د پاکستان امنیتي چارواکو د دغه برید د پړې ګوته پاکستاني طالبانو «ټي‌ټي‌پي» ته نیولې ده.

د پاکستان د امنیتي ادارو په وینا؛ په تېرو دوو ورځو کې په شمالي وزیرستان، سوېلي وزیرستان او بنو سیمو کې په جلا، جلا عملیاتو کې شاوخوا ۸۸ وسله‌وال وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

د ټي ټي پي مشر وايي چې دی په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۲ GMT+۱
100%

د پاکستان د طالبانو غورځنګ مشر مفتي نور ولي مسید په یوه تازه ویډیو کې، چې په غرنیو سیمو کې یې اخېستې، وايي، د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي او له خپلو قبایلي سیمو فعالیت کوي. نوموړی وايي، دا ویډیو یې ددې لپاره کړې چې وښيي ژوندی دی او له افغانستان نه بهر اوسیږي.

نور ولي مسید په خپله دې ویډیو کې، چې د طالبانو د عمر سټوډیو له خوا خپره شوې، ویلي چې دی د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي او له قبایلي سیمو نه خپل فعالیتونه کوي.

هغه په دې ویډیو کې ویلي، چې هدف یې نړۍ او خپلو پلویانو ته دا ښودل دي، چې دی ژوندی دی او له افغانستان نه بهر اوسیږي.

نور ولي مسید سوګند کړی، چې دی په خیبر کې اوسیږي او په افغانستان کې یې اوسېدل ټول تورونه دي.

هغه په دې ویډیو کې خپل جنګیالي په پاکستان کې جګړې ته هڅولي او په خپلو لیکو کې یې پر اطاعت ټینګار کړی دی.

د ټي ټي پي مشر خپل جنګیالي له عامو خلکو سره ښه چلند ته هڅولي دي.

خېبر پښتونخوا؛ ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز برید کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي

۱۹ تله ۱۴۰۴ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۲ GMT+۱
100%

خېبر پښتونخوا کې پولیسو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې په ډېره اسماعیل خان کې د د دوی په یو ځای مرکز د وسله والو برید یې شنډ کړی او شپږ وسله وال یې هم وژلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرې شپې برید له کبله ۷ تنه پولیس وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي.

په ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو چارواکو ویلي چې تر برید وروسته د پولیسو او وسله والو ترمنځ څو ساعته جګړه هم شوې ده. خبرپاڼه کې همدا شان راغلي چې اوسپه سیمه کې وضعیت عادی شوی؛ خو د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات لا هم روان دي.

د پاکستان پارلمان پخوانی غړی: پوځ په قصدي ډول په پښتونخوا کې ترهګرو ته ځای ورکړی و

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۱
100%

د پاکستان د پارلمان پخوانی غړی مراد سعید وايي، بالاخره د پوځ ویاند اعتراف وکړ، چې په خیبر پښتونخوا کې په قصدي توګه ترهګرو ته ځای ورکړل شوی و. د هغه په وینا، اوس باید د پوځ اوسنيو او پخوانیو مشرانو ته په یاده سیمه کې د ولسي وګړو د وژل کېدو په تړاو تر ټولو سخته سزا ورکړل شي.

مراد سعید د جمعې په ماښام (د تلې ۱۸مه) په اېکس پاڼه کې د ۲۰۲۱ کال څخه تر اوسه د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان د پوځ له لوري د ترهګرو د ځای پر ځای کېدو په تړاو له ډېرو توضېحاتو ورکړې وروسته ویلي، د روان کال د بارانونو او سېلابونو د راوتلو په موسم کې د پاکستان پوځ ترهګر له باجوړ څخه د دېر او سوات غرونه ته ولېږدول.

سعید زیاتوي، «ای‌اېس‌ای هغو ته د تللو لارې ښودلې او په هغه شپه د لارې په اوږدو کې هر ډول دولتي دفتر او د پولیسو پوستو ته ویل شوي وو، چې څراغونه بند کړي او ځایي خلکو ته امر شوی و، چې له کورونو ونه وځي.»

د هغه په باور، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې دغه چارې له بهرنیو هېوادونو سره د کړو ژمنو او همداراز د خپل واک د اوږدولو لپاره کوي.

مراد سعید زیاتوي، «زما د هر ځوان د وینې مسوولیت ستاسو پر غاړه ده، ولې نور زموږ د غریبو اولادونه ستاسو د جګړو لپاره د سون توکي شي؟»

نوموړی د پاکستان پوځ ته په خطاب کې په ټينګار سره وايي، «دوی [ترهګر] مو چې څنګه راوړي او خپاره کړي نو بېرته یې ټول کړۍ.»

هغه په پای کې ویلي، «بس ډېرې شوې ستاسې دا اداکارۍ او رياکارۍ!»

باجوړ کې په دوو جلا پېښو کې ۲ پاکستاني سرتېري او ۳ ولسي وګړي وژل شوي

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۹ GMT+۱
100%

سرچینې وايي، چې نن سهار (جمعه د تلې ۱۸مه) د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په ماموند سیمه کې د «ټي ټي پي» وسله والو او پاکستان امنیتي ځواکونو تر منځ په نښته کې ۲ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. له سيمې داسې راپورونه ورکول کېږي چې لا هم جګړه روانه ده.

سرچینې زیاتوي، د دغې جګړې په ترڅ کې نن ماښام یو توغندی پر یوه کور هم لګېدلی او له امله یې ۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده چې، د خېبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان کې هم د ځايي امنیتي ځواکونو او وسله والو جنګیالیو تر منځ نښته روانه ده.

ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو او وسله‌والو تر منځ نښته روانه ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه برید هغه مهال پیل شو چې یو شمېر وسله والو جنګیالیو په دېره اسماعیل خان سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه روزنیز مرکز برید وکړ.

د پاکستان امنیتي چارواکو لا تر اوسه د دغې جګړې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

لا تر اوسه هېڅ یوې ډلې هم د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

ډېره اسماعیل خان کې د پولیسو او وسله‌والو تر منځ نښته روانه ده

۱۸ تله ۱۴۰۴ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۳ GMT+۱
100%

د خېبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان کې دا مهال د پولیسو او وسله‌والو تر منځ سخته نښته روانه ده. له سیمې څخه د افغانستان انټرنشنل خبریال وایي، چې وسله‌والو د ډېره اسماعیل خان پر یوه ټرینینګ سنټر برید کړی او د دواړو لورو تر منځ درنه نښته دوام لري.

د انټرنشنل خبریال زیاتوي چې سیمې ته د جګړې د پراخېدو د مخنیوي لپاره د پوځ نور سرتېري هم استول شوي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو تر اوسه د پېښې د دقیقو تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

تر دې دمه هېڅ وسله‌والې ډلې د برید مسوولیت نه‌دی منلی.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې وسله‌وال بریدونه زیات شوي او امنیتي ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي.