وېنزویلا د امریکا هوايي بریدونه ناقانونه بللي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې شکایت کړی

وېنزویلا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د امریکا لهخوا د هوايي بریدونو قانوني څېړنه وکړي او د وېنزویلا ځمکنۍ بشپړتیا په اړه اعلامیه خپره کړي. په ملګرو ملتونو کې د وېنزویلا استازي ساموېل مونکا ویلي، چې د امریکا په بریدونو کې ۲۷ ملکي وګړي وژل شوي دي.
