طالبانو د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره د سپین بولدک لارې له پرانیستلو خبر ورکړی

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې ښایي پاکستان (د تلې په ۲۵مه) د جمعې په مازیګر د سپین‌بولدک – چمن لاره د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره پرانیزي. پاکستان تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو تېره دوشنبه یې هم په لنډمهالي ډول دغه لاره پرانیستې وه.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له نښتو وروسته د افغانستان او پاکستان ټولې لارې نن د شپږمې ورځې لپاره هم تړلې دي.