د غزې له تړون وروسته؛ ښایي اردوغان اسراییل سره د سوداګریزو اړیکو د بیا پیلولو په لټه کې وي

اسراییلي رسنۍ راپور ورکړی، چې ښایي د غزې له تړون وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له اسراییل سره د سوداګریزو اړیکو د بیا پیلولو په لټه کې وي. د اسراییل د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر مشر دوبي امیتاي ویلي، اردوغان هیله لري چې د منځني ختیځ او غزې په نوي وضعیت کې یو مهم لوبغاړی اوسي.
هغه زیاته کړې، دا یو داسې اقدام دی چې له اسراییل سره د اړیکو مدیریت ته اړتیا لري.