• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازادۍ جبهه وایي، په کابل کې یې دوه طالبان وژلي او یو بل یې ټپي کړی

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۵۰ GMT+۱

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو وسله‌والې مخالفې ډلې ادعا کړې، چې د پنجشنبې په ماښام د (تلې په ۲۴مه) یې د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د میروېس میدان «کوټه سنګي» په سیمه کې د طالبانو په یوه موټر برید کړی چې له کبله یې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

طالبانو لاتر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له عربي هېوادونو او مرستندویه سازمانونو سره د ګوزڼ واکسین د تطبیق په اړه خبرې کړې

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو د روغتیا وزیرانو په ګډون له یو شمېر مرستندویه ادارو سره په انلاین غونډه کې د ګوزڼ واکسین پر تطبیق خبرې کړې دي.

د طالبانو د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پولیو واکسین د تېرو کمپاینونو پر ننګونو، د کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې او د افغانستان د روغتیایي خدمتونو د کېفیت پر لوړېدو هم بحثونه شوي دي.

طالبان وایي، دوی ژمن دي افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي او په دې برخه کې ورسره د نړۍوالو مرستې هم اړینې دي. همدا راز زیاته شوې، چې د یادې غونډې پر مهال د یادو هېوادونو وزیرانو او مرستندویه سازمانونو له افغانستان سره د روغتیایي مرستو ژمنې وکړې.

خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د ګوزڼ ضد واکسینونو پر تطبیق هم ټینګار کړی دی. پاکستان او افغانستان یوازیني دوه هېوادونه دي، چې د پولیو ویروس په کې لا هم پاتې دی. د روغتیا نړۍوال سازمان په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو اندېښنه ښوولې، چې له پاکستان نه د ستنېدونکو افغانانو په بهیر کې ښايي د افغانستان دننه د پولیو ویروس خپرېدو وېره لا ډېره شي.

د افغانستان د پولیو بېړني مرکز له ټولو کډوالو غوښتي، چې د ستنېدو پرمهال دې په ډیورند کرښه خپلو کوچنیانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړي.

یو ایراني لوړپوړي پلاوي له افغانستان نه د نشه‌يي توکو د قاچاق مخنېوي لپاره فراه ته سفر کړی

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۲ GMT+۱
100%

د ایران د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو مشر ايرج کاکاوند د يو امنیتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان فراه ولايت ته رسېدلی. هغه د طالبانو له سيمه‌ييزو چارواکو سره د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد د ګډو همکاريو د پراختيا او د پولو د لا جدي څارنې او کنټرول په اړه سلا مشورې کړې دي.

د ایراني ایراف اژانس د راپور له مخې؛ کاکاوند په فراه کې د طالبانو والي محمد حافظ مجاهد سره په لیدنه کې تینګار کړی، چې د ایران او افغانستان ترمنځ ګډې امنیتي هڅې باید نورې هم پیاوړې شي. کاکاوند د دواړو هېوادونو امنيتي اړيکې «رغنده او د پرمختګ په حال کې» وبللې. هغه زياته کړه: «که په پوله کې هر ډول ګواښ يا پېښه رامنځته شي، دواړه هېوادونه به د قاچاقبرو پر ضد ګډ او پرېکنده غبرګون وښيي».

یاد ایراني چارواکي د دواړو خواوو د واليانو تر منځ د مستقيمو اړيکو پر اهميت هم ټينګار وکړ او ویې ويل، چې دغه ډول اړیکې کولای شي د قاچاق ضد هڅې ګړندۍ کړي او د ګډو سرحدي عملياتو لپاره لاره هم هواره کړي. د کاکاوند په وينا؛ د سرحدي تګلارو د لا ښې څارنې او کنټرول لپاره نوې پرېکړې هم شوې دي.

د طالبانو والي محمد حافظ مجاهد ویلي، چې دوی د نشه‌یي توکو د قاچاق په برخه کې جدي مبارزه کوي. نوموړي وویل: «د هېواد په ډېرو سيمو کې د نشه‌يي توکو کر او قاچاق له منځه وړل شوي».

د ناستې په پای کې دواړو لوريو د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد د سيمه‌ييزو چارواکو د کړنو ارزونه کړې او د ګډو همکاريو د دوام، د استخباراتي معلوماتو د تبادلې او د قاچاقي شبکو پر ضد د نويو تدابيرو د پلي کېدو ژمنې یې سره کړې دي.

د ایران یاد چارواکي تر دې وړاندې په هرات کې هم د طالبانو له والي سره ورته ناستې کړې او د سیمه‌ییزو امنیتي همکاریو پر پراخېدو یې ټینګار کړی و. ایران د افغانستان له پولو د ورتلونکو نشه‌يي توکو له قاچاق نه جدي وېره لري او ان په خپل هېواد کې یې ځینې افغانان د همدې قاچاق او نشه‌يي توکو د کاروبار په تور اعدام کړي هم دي.

روسیې او طالبانو د برېښنا د کوچنیو بندونو د رغولو په تړاو خبرې کړې دي

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور روسیې ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر سرګي تسیویلف سره ناسته کړې ده. د روسیې د انرژۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په یاده لیدنه کې د افغانستان د اوبو او برېښنا د کوچنیو بندونو د جوړولو په اړه خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په دغه لیدنه کې د برېښنا په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا پر لیدلوري او په ځانګړي ډول د اوبو او برېښنا کوچنیو بندونو د جوړولو په اړه خبرې وشوې».

د افغانستان د ادارو د کارکوونکو د روزنې موضوع هم د خبرو له مهمو برخو څخه وه، چې روسیه به د انرژۍ په برخه کې افغان متخصصین وروزي. د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت دغه لیدنه د دواړو هېوادونو تر منځ د متقابلې همکارۍ لپاره مهمه بللې ده.

دغه وزارت ویلي، د روسیې د انرژۍ وزیر ژمنه وکړه چې هېواد به یې د اوبو او انرژۍ په برخو کې د تخنیکي تجربو د تبادلې، د متخصصینو د روزنې او د بنسټیزو پروژو د عملي کولو په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي. روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې طالبان د یوه حکومت‌ په توګه په رسمیت پېژني.

د طالبانو د کابینې غړو او نورو چارواکو تګ هم مسکو ته ډېر شوی او هلته په ناستو کې د ګډون لپاره بلنې هم ورکول کېږي. د شنونکو په باور پر کابل واکمنې ډلې ته د اړیکو لپاره اوس یوازې روسیه، چین او د منځنۍ اسیا هېوادونه ور پاتې دي. دغه ډله چې په نړۍواله کچه سخت منزوي حالت کې ده، د یادو هېوادونو له لوري هم ورسره د خپلو امنیتي مجبوریو له کبله اړیکې پالل کېږي.

ملګري ملتونه: بادغیس کې د یو «کس قصاص» له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۲ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په یوې تازه اعلامیه کې ویلي، په بادغیس ولایت کې په عامه توګه د یو کس اعدام په ښکاره توګه له بشري حقونو څخه سرغړونه ده. دغه «قصاص» وړمه ورځ طالبانو پلی کړی او پر دغه کس د دوو کسانو د قتل تور و.

طالبانو دغه کس په عامه توګه اعدام کړی او د «عبرت اخیستو» په نوم یې یاد ولایت کې یو ورزشي لوبغالي ته خلک هم ور بللي وو. د ملګرو په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه ډول اعدامونه له نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د مرګ سزا په خپله د انسانانو د ژوند له بنسټیزو حقونو سره په ټکر کې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک له طالبانو غوښتي، چې د دغه ډول سزاګانو د لغوه کېدو لپاره دې عملي اقدامات وکړي او په سملاسي توګه دې دغه لړۍ ودروي. ملګرو ملتونو تر دې دمخه هم څو، څو ځله له طالبانو غوښتنه کړې، چې د بشري حقونو په برخه کې دې د نړۍوالو قوانینو درناوی وکړي او له هغو سزاګانو دې ځان وساتي چې د انساني اصولو تر څنګ له نړۍوال عدالت سره په ټکر کې وي.

د شمېرو له مخې؛ د «قصاص» له دې پېښې سره هم‌مهاله د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې ټول ټال ۱۱کسان «قصاص» شوي او طالبانو په سختدریځه توګه دغه سزاګانې پلې کړې دي. پر افغانستان واکمنه ډله د خپل دیني تفکر له مخې باور لري، چې دغه ډول سزاګانې په ټولنه کې د جرمونو کچه ټیټولای شي؛ خو نړۍوال بنسټونه دغه ډول اقدامات خپله د جرمونو یوه بڼه ګڼي.

د پاکستان او طالبانو وړتیاوې؛ یو اټومي قدرت له وسلو کمزورې ډلې سره بیا هم په کړکېچ کې دی

۲۵ تله ۱۴۰۴ - ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۴ GMT+۱
100%

رويټرز خبري اژانس په يوه تازه تحليلي راپور کې د پاکستان او افغان طالبانو پوځي ځواک پرتله کړی دی. راپور څرګنده کړې، چې د دواړو ترمنځ د تجهيزاتو، روزنې، او سازماني جوړښت له پلوه ژوره فاصله موجوده ده. دغه راپور د طالبانو او پاکستان د اوربند پر مهال خپور شوی.

هم‌مهاله د طالبانو او پاکستان ترمنځ په ډیورنډ کرښه سختې نښتې وشوې او اندېښنه شته، چې ښايي دغه کړکېچ لا پسې ژور یا هم پراخ شي.

عمومي انځور

د رويټرز د راپور له مخې؛ د پاکستان وسله‌وال ځواکونه منظم جوړښت، د پوځیانو د جذب او ساتنې پیاوړی نظام او له خپل سټراتيژيک ملګري چين څخه تخنيکي او پوځي ملاتړ لري. په تېرو کلونو کې چين پاکستان ته پرمختللي پوځي وسايل لکه ټانکونه، جنګي الوتکې، رادارونه او د توغندیو سيسټمونه ورکړي دي.
اسلام‌اباد سربېره پر دې د چين سره د دفاعي همکاريو ترڅنګ، په خپل اټومي وسله‌وال پروګرام کې پراخې پانګونې کړې دي او هم‌مهاله د هوايي او سمندري ځواکونو د عصري کولو او پياوړتيا هڅې یې هم روانې دي. پوځي شنونکي وايي، دغه پرمختګونه پاکستان د سوېلي اسيا د تر ټولو ځواکمنو پوځونو لرونکو هېوادونو له ډلې ګرځولی دی.

د بشري ځواک شمېر او وړتيا

اوس‌مهال پاکستان شاوخوا ۶۶۰ زره فعال پوځي پرسونل لري، چې په‌کې ۵۶۰زره د ځمکني پوځ، ۷۰زره د هوايي ځواک او ۳۰زره د سمندري ځواک غړي دي. دغه ځواکونه د عصري روزنې، پرمختللو وسايلو او ګټور لوژستیک ملاتړ له امله لوړ پوځي انسجام لري.
په مقابل کې، د طالبانو ډله شاوخوا ۱۷۲زره جنګيالي لري او ويلي يې دي، چې غواړي دغه شمېر ۲۰۰زره ته لوړ کړي. خو نړۍوال کارپوهان باور لري، چې د طالبانو ډېری غړي مسلکي پوځي روزنه نه‌لري او يوازې د چريکي جګړو تجربه ورسره ده.

زغره‌وال وسايل او توپونه

رويټرز ليکي، پاکستان له ۶زرو څخه زيات زغره‌وال وسايط او شاوخوا ۴۶۰۰ د توپخانې واحدونه لري، چې په‌کې عصري ټانکونه او ګرځنده دفاعي سيسټمونه شامل دي.
بل لور ته، طالبان د پخواني افغان پوځ له پاتې شویو درنو وسلو لکه د شوروي جوړ ټانکونو، زرهي ناقلو او توپونو څخه يو شمېر یې په لاس کې لري؛ خو کره شمېر يې معلوم نه‌دی. د پرزو، تخنيکي روزنې او مالي سرچينو نشتوالی د دې لامل شوی، چې ډېری وسايل يې له کاره لوېدلي او غيرفعال پاتې شي.

هوايي ځواک

پاکستان د سيمې يو له پياوړو هوايي ځواکونو څخه شمېرل کېږي. دغه هېواد د ۴۶۵ جنګي الوتکو او له ۲۶۰ څخه زياتو څرخي الوتکو یا چورلکو درلودونکی دی، چې د دفاعي او تهاجمي عملياتو د ترسره کولو پراخه وړتيا لري.
خو طالبان ګټور هوايي ځواک نه‌لري. د رويټرز د راپور له مخې؛ د طالبانو تر واک لاندې يوازې ۶ الوتکې او شاوخوا ۲۳ چورلکې شته، چې ځينې يې د شوروي اتحاد د دورې پاتې شونې دي. لاهم روښانه نه‌ده، چې څومره يې د الوتنې وړ دي او په عملياتي حالت کې دي.

اټومي وړتيا

پاکستان د لږو اسلامي هېوادونو له ډلې يو دی، چې اټومي وسلې لري. د نړۍوالو اټومي څېړنو له مخې؛ دغه هېواد شاوخوا ۱۷۰ اټومي سرګلولې لري. دغه موضوع پاکستان ته د سیمه‌ییز ځواک په توازن کې ځانګړې سټراتيژيکه مرتبه ورکړې ده.
په مقابل کې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان هېڅ ډول اټومي زېرمې نه‌لري او ان د عادي وسلو په برخه کې هم د تجهيزاتو او ټېکنالوژۍ له کمښت سره مخ دی.

د رويټرز د راپور له مخې؛ پاکستان د چين په ملاتړ د پرمختللو وسلو د پانګونې او د خپل منظم پوځ د انسجام له امله د يو سيمه‌ييز پوځي ځواک په توګه ځان ثابت کړی دی؛ خو طالبان د تجهيز، مسلکي روزنې او نړۍوال مشروعيت له جدي ننګونو سره مخ دي.

د طالبانو ډله د رسمیت پېژندنې ناورین له کبله له هر ډول تخنیکي او مالي همکارۍ نه بې‌برخې ده.