د اوکراین جګړه؛ ټرمپ د اوکراین جګړې ختمولو لپاره له پوتین سره ګوري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په راتلونکو اوونیو کې به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په هنګري کې د اوکراین جګړې ختمولو په اړه ناسته وکړي. ټرمپ دغه پرېکړه له پوتین سره تر دوه ساعته ټیلیفوني خبرو وروسته کړې ده.
