پېرو کې د ولسمشر پرضد لاریونونو کې یو کس وژل شوی او لسګونه نور ټپیان دي

د پېرو په پلازمېنه «لیما» کې د ولسمشر جوسه جیري پر ضد پراخو لاریونونو کې یو لاریونوال وژل شوی او لسګونه پولیس او ملکي کسان ټپیان شوي دي. دغه لاریونونه د زدهکوونکو، ټرانسپورټ کارکوونکو او مدني ټولنو له لوري د فساد، جرمونو زیاتوالي او د اقتصادي وضعیت خرابوالي له کبله پیل شوي دي.
